توسط sarwan -
د پکتیا د ښځو شبکې مسوولينې وایي، په دې ولایت کې لا هم د ښځو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي، چې دغو ستونزو د ښځو د مخته تګ مخ نیولې ده.
دوی له حکومت څخه غواړي د ښځو د اقتصادي حالت د ښه کېدو ترڅنګ د تعلیم په وړاندې يې شته ستونزې حل کړي.
د ښځو شبکې مشره زرغونه همت وایي، په پكتيا ولایت...
توسط sarwan -
د افغانستان كركټ بورډ وايي، چې افغان لوبغاړي به د پاكستان سوپرليګ كركټ سياليو كې و نه لوبېږي.
د كركټ بورډ وياند فريد هوتك نن كليد ته وويل، چې د پي اېس اېل لوبو په وخت به د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړي په خپلو ملي لوبو كې بوخت وي، نو ځكه نه شي كولاى په دې سياليو كې برخه واخلي.
د پېښور زلمي...
توسط sarwan -
د فراه امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د اتو پوليسو د وژل كېدو خبر وركوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر كليد ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د مركز د "پل جديد ريګي" پر پوستې بريد كړى او اته پوليس يې وژلي دي.
نوموړي زياته كړه، ښايي دغه سرتېري د يوې توطيې له مخې وژل شوي وي،...
توسط sarwan -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېره ورځ په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له قوماندان جنرال جان نيکولسن سره ليدلي دي.
د اجرائيه رياست له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې ليدنه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنيتي بدلونونو او وروستي امنيتي وضعيت په اړه خبري وشوې.
سرچينې ويلي، چې...
توسط sarwan -
په ننګرهار ولايت كې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې څلور داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دا هوايي بريد د اچين ولسوالۍ په مامندرې سيمه کې شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعش وسله والو کې دوه پاکستاني اتباع هم شامل دي.
سرچينه زياتوي، د دغه بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو...
توسط sarwan -
د هلمند د والي حيات الله حيات په مشرۍ د نظامي شورا غونډه تېره ورځ په ۲۱۵ ميوند قول اردو کې ترسره شوه، چې پکې د دې ولايت پر امنيتي وضعيت هر اړخيزې خبرې وشوې او د پوځي عملياتو په اړه لازم پلانونه جوړ شول.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې غونډه کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال...
توسط sarwan -
د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه د يكشنبې په ورځ په ارګ كې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، په دې غونډه کې د باريک آب صنعتي او زراعتي پارک د نومرو د وېش د طرزالعمل، د کرنې په برخه کې د خصوصي سکټور د ستونزو او له ساختماني توکو د استفادې...
توسط sarwan -
سلګونو پکتيکاوالو د يكشنبې په ورځ د يو پراخ لاريون په ترسره کولو سره د پاكستان له لوري پر ډيورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځول او د ولسي جرګې هغه پرېکړه وغندله، چې په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان او اسلام کليمې نه ليکل کېږي.
لاريون كوونكو د پاكستان د استخباراتي ادارې آى اېس آى او په ولسي جرګه کې د هغو...
توسط sarwan -
د باميانو ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري ۱۲۰۰ کروندګرو مېرمنو ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ بوديجې په مالي لګښت ۱۵۰ شنې خونې جوړې شوې.
د دې ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس عبدالوهاب محمد رسنيو ته وويل، چې دا شنې خونې د باميانو په مرکزي ولسواليو او يکه ولنگ کې جوړې شوې...
توسط sarwan -
ننګرهار والي د ولسي تړون ملي پروګرام د ښه پلي کېدو په موخه د سکټوري ادارو مسوولینو ته د همغږۍ او همکارۍ سپارښتنه وکړه.
د دې ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې والي محمد ګلاب منګل په جلال اباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښه پلي کېدو او همغږۍ په پار...