slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغانستان په كركټ كې اماراتو ته ستره ماتې وركړه

توسط - افغانستان په كركټ كې اماراتو ته ستره ماتې وركړه

د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام په يو ورځنيو سياليو كې، چې په ماليزيا کې ترسره کېږي، افغانستان متحده عربي اماراتو ته ستره ماتې وركړه او نيمه پايلوبې ته ووت. د پرونۍ لوبې پچه د اماراتو لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. لوبه د ورښت له کبله ۲۰ اورونو ته راټيټه شوې وه. د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو...

slideshow, كورني خبرونه

د هلمند ښځينه زده کوونکې: په لارو کوڅو کې مو هلکان زوروي

توسط - د هلمند ښځينه زده کوونکې: په لارو کوڅو کې مو هلکان زوروي

د هلمند د نجونو د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکې وايي، کوڅه ډب ځوانان يې په لارو او کوڅو کې زوروي او ښوونځيو ته د ورتګ مخه يې نيسي. د دې ولايت د مرکز په لښکرګاه ښار کې د ملالۍ په نوم د يوه ښوونځي زده کوونکو کليد ته وويل، ياد ښوونځی څه کم پنځه زره زده کوونکې لري، چې د ښوونځي د پيل...

slideshow, كورني خبرونه

فراه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي

توسط - فراه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي

د فراه ولایتي شورا په دې ولایت کې په دوو جلا جلا پېښو کې د ۱۵ ملي اردو او پولیس سرتېرو د وژل کېدو او د دوو امنیتي پوستو د سقوط خبر ورکوي. د دې ولايت د ولایتي شورا ریيسه جمیلې امیني کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د یاد ولایت د مرکز په خطیبان او د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه...

slideshow, كورني خبرونه

د نوو كانديد وزيرانو د برخليك په اړه ضد او نقيض څرګندونې کېږي

توسط - د نوو كانديد وزيرانو د برخليك په اړه ضد او نقيض څرګندونې کېږي

كه څه هم جمهوري رياست پارلمان ته د نوو كانديد وزيرانو د معرفي كولو لپاره وروستى وخت د محرم له لسمې نېټې وروسته موده ټاكلې وه، خو نوي كانديدان وزيران تراوسه ولسي جرګې ته معرفي شوي نه دي. جمهوري رياست وايي، حكومت د نوو كانديد وزيرانو لېست په پارلماني چارو كې د دولت وزارت ته سپارلى دى. د جمهور رئيس د وياند د دفتر سرپرست...

كورني خبرونه

د کابل – جلال اباد پر لويه لار ټرافيكي پېښې ۷ تنه ټپيان کړي

توسط - د کابل – جلال اباد پر لويه لار ټرافيكي پېښې ۷ تنه ټپيان کړي

د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت اړونده سيمه کې ټرافيکي پېښې اووه تنه ټپيان كړي دي. د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، پېښه پرون ماسپښين شاوخوا درې بجې د قرغيو ولسوالۍ په سرخکانو سيمه کې رامنځته شوې ده. سرچينې ويلي، چې په ياده سيمه كې کرولا او ټوډي موټرونو ټكر كړى دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پېښې...

slideshow, كورني خبرونه

کندهار کې پر امنيتي پوستو د وسله والو ډله ييز بريد کې ۴۵ طالبان وژل شوي

توسط - کندهار کې پر امنيتي پوستو د وسله والو ډله ييز بريد کې ۴۵ طالبان وژل شوي

امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه د کندهار د میوند او ژړې ولسوالیو ترمنځ پر پرتو امنیتي پوستو وسله والو طالبانو ډله ييز بريد کړی، چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه شوې ده. جګړه دشپې ناوخته پیل شوه، چې څو ساعته يې دوام وکړ. د کندهار د امنیې قومندانۍ مرستیال ویاند مطيع الله هلال کليد ته وويل، چې په دې نښته کې تر اتیا...

slideshow, اقتصادی, رپوټ

ننګرهاريان د دې ولايت په ګمرک کې د شوي فساد د سپیناوي غوښتنه کوي‎

توسط - ننګرهاريان د دې ولايت په ګمرک کې د شوي فساد د سپیناوي غوښتنه کوي‎

د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان د ننګرهار ګمرک کې د فساد په تړاو د راپورته شوې مسلې د څېړنې اوسپیناوي غوښتنه کوي. دوی خبرداری ورکړ، چې ولایتي اداره دې ولسونو ته په دغه برخه کې کره معلومات وړاندې کړي، ترڅو په دغه برخه کې د خلکو شته اندېښنې حل شي. د ننګرهار ګمرک کې د فساد تورونو سره په یوه وخت...

slideshow, كورني خبرونه

پاكستاني ځواکونو پر كونړ تازه د درنو مرميو ۱۳۰ بريدونه کړي

توسط - پاكستاني ځواکونو پر كونړ تازه د درنو مرميو ۱۳۰ بريدونه کړي

پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر درېيو ولسواليو د درنو مرميو ۱۳۰ بريدونه کړي، چې له کبله يې ولسي خلکو ته زيانونه اوښتي دي. د كونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي، بريدونه د ناړۍ، دانګام او شلطن ولسواليو پر مختلفو سيمو شوي، چې په ترڅ کې يې د ځاني زيان ترڅنګ خلکو ته مالي تاوانونه اړول شوي دي. نوموړي كليد...

slideshow, اقتصاد, سوداګري, كورني خبرونه

نن د افغانستان په اړه عشق‌ اباد کې د (ريکا) اوومه غونډه پيلېږي

توسط - نن د افغانستان په اړه عشق‌ اباد کې د (ريکا) اوومه غونډه پيلېږي

د افغانستان لپاره د سيمه ‎ييزو اقتصادي همکاريو سازمان (ريکا) اوومه دوه ورځنۍ غونډه نن د ترکمنستان په پايتخت عشق‌ اباد کې پيلېږي. د جمهور رئيس د دوهم مرستيال محمد سرور دانش په مشرۍ پلاوى په دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي. د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني وايي، د (ريکا) په اوومه ناسته کې د شپږمې ناستې پرمختګونه ارزول کېږي...

slideshow, كورني خبرونه

اجرائيه رئيس امريكا او كاناډا ته په سفر لاړ

توسط - اجرائيه رئيس امريكا او كاناډا ته په سفر لاړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تېر مازديګر امريكا او كاناډا ته په رسمي سفر لاړ. د اجرائيه رياست په خبرپاڼه كې راغلي، چې عبدالله او ورسره ملګرى پلاوى به يې د امريكا او كاناډا له لوړ پوړو چارواكو سره وګوري او خبرې به وكړي. اجرائيه رئيس به همدارنګه د متحدو ايالتونو د سنا جرګې او...