اقتصاد, كرهڼه او بڼوالي, كورني خبرونه

پچيراګام کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشل شو

توسط - پچيراګام کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشل شو

ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ کې د FAO موسسې له لوري پر يو شمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشل شو. د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني تېره ورځ د يادو غنمو د وېش پر مهال بزګرانو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای حلال فصل وکري. نوموړي وويل، چې بزګرانو ته يې پر وخت خبر ورکړی...

slideshow, فوټبال, كورني خبرونه

باميانو کې د څه باندې ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د لوبو يو سټډيوم پرانيستل شو

توسط - باميانو کې د څه باندې ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د لوبو يو سټډيوم پرانيستل شو

په باميانو ولايت کې تېره ورځ د ۲۲ ميليونه او ۸۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړ شوی د لوبو سټډيوم ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دا سټډيوم، چې د دې ولايت د ښاروالۍ له بوديجې څخه يې لښګت ورکړل شوی، ۱۰۷۱۰ مټره مربع مساحت لري او د فوټبال لوبغالي لپاره په کې ۶۰۸۰ مټره مربع مصنوعي چمن لګول شوی دی. د باميانو والي محمد طاهر...

slideshow, كورني خبرونه

د سولې شورا: ترکمنستان غواړي د افغانستان سولې لپاره طالبانو ته دفتر پرانیزي

توسط - د سولې شورا: ترکمنستان غواړي د افغانستان سولې لپاره طالبانو ته دفتر پرانیزي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سیمې هېوادونه اوس په دې پوهېدلي، چې په افغانستان کې سوله راوستل د ټولو په ګټه ده. د سولې عالي شورا د مسوولینو په خبره، د سیمې هېوادونه هڅه کوي، چې په دې هېواد کې د سولې راوستلو لپاره طالبان د سولې مېز ته حاضر کړي. دوی زیاتوي، چې د سولې شورا غړو په هېواد کې د...

slideshow, كورني خبرونه

ټاکل شوې د قوس مياشتې په ۴مه نوي نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي

توسط - ټاکل شوې د قوس مياشتې په ۴مه نوي نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي

ارګ وايي، د راتلونکې قوس مياشتې په څلورمه نېټه به نوي نوماند وزيران د باور رايې د اخيستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي. د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي كليد ته وويل، كه څه هم جمهوري رياست پارلمان ته د نوو كانديد وزيرانو د معرفي كولو لپاره وروستى وخت د محرم له لسمې نېټې وروسته موده ټاكلې وه،...

كورني خبرونه

هرات كې د پنځو قوماندانانو په ګډون لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - هرات كې د پنځو قوماندانانو په ګډون لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي ځواكونو د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، چې په دغو عملياتو كې د پنځو قوماندانانو په ګډون له ۳۰ زيات طالبان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپيان دي. د امنيتي ځواكونو عمليات له تېرو دوو ورځو راهيسې د...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله: حکومتي او غير حکومتي برخو کې د مېرمنو ونډه اغېزناکه ده

توسط - عبدالله: حکومتي او غير حکومتي برخو کې د مېرمنو ونډه اغېزناکه ده

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په حکومتي او غير حکومتي برخو کې د مېرمنو ونډه اغېزناکه بولي او دوى د هېواد د ودې او پرمختګ مهمه برخه ګڼي. نوموړي د سې شنبې په ورځ په واشنګټن كې د نړيوالو او ستراتېژيکو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان د اوسني حالت او راتلونکي په اړه د څرګندونو په مهال وويل، افغان مېرمنې...

slideshow, كورني خبرونه

د چاريکار ښار د پوهنې امر ووژل شو

توسط - د چاريکار ښار د پوهنې امر ووژل شو

په پروان كې د چسپكي ماين چاودنې د چاريکار ښار د پوهنې امر وژلى او د دغه ولايت د پوهنې رئيس يې ټپي كړى دى. د پروان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت سرپرست فرهاد هاشمي كليد ته وويل، چې دغه چاودنه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د مركز پر چهل متره سړك شوې ده. نوموړي زياته كړه، د پروان پوهنتون...

slideshow, كورني خبرونه

کاپيسا كې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

توسط - کاپيسا كې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د كاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په احمدزيو سيمه كې تېر ماښام د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده. د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې په دې جګړه كې درې طالبان وژل شوي او يو تن ټپي دى. نوموړي زياته كړه، چې د نښتې په مهال يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى...

slideshow, اقتصادی, رپوټ

۱۳ ولایتونو ته برېښنا ورکول کېږي

توسط - ۱۳ ولایتونو ته برېښنا ورکول کېږي

د افغانستان برېښــنا شــرکت وايـي، ټاکل شوې د ترکمنستان له وارداتي برېښنا ســره د افغانسـتــان د مرکزي، جنـوب او جنـوب ختـیـځ زون ۱۳ ولایتـونـه وصل شي. د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دا د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د پروژې يوه برخه ده چې له کابل تر کندهاره پورې او له کابل تر خوست ولایت پورې غځېږي. وروسته به د کندهار له...

slideshow, رپوټ, ټولنیز

د ننګرهار ۴ ولسوالیو کې له ۱۲ ټولګي فارغې نجونې نشته

توسط - د ننګرهار ۴ ولسوالیو کې له ۱۲ ټولګي فارغې نجونې نشته

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې له دوولسمو ټولګیو فارغې نجونې زدهکوونکې نه لري او دوی ټولې تر شپږم ټولګي وروسته زدهکړې پرېږدي. د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ښځینه ښوونکو نشتوالی، کلتوري محدودیتونه او ناسم دودونه هغه مسایل دي، چې له کبله یې د نجونو زدهکړې له ستونزو سره مخ دي. د ننګرهار د پوهنې ریاست...