slideshow, كورني خبرونه

غزني كې د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - غزني كې د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني په اب بند ولسوالۍ كې تېره ورځ د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د نښتې په ترڅ كې د سيار او ريحان په نومونو د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

پاريس كې ۲۶ ګرجستاني جنايتکاران نيول شوي

توسط - پاريس كې ۲۶ ګرجستاني جنايتکاران نيول شوي

د ګرجستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د دې هېواد ۲۶ تنه اوسېدونكي د غلا، له خلكو په زور د پيسو اخيستلو او د يوې جنايتكارې ډلې د غړيتوب په تور نيول شوي دي. دغه وزارت د جمعې په ورځ په يوه خبرپاڼه كې وويل، يادو كسانو د يوې جنايتكارې ډلې، چې په فرانسه كې فعاليت كوي، غړيتوب درلود. د ګرجستان د كورنيو چارو...

كورني خبرونه

هلمند كې د واليبال پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې

توسط - هلمند كې د واليبال پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې

په هلمند ولايت كې د امنيتي سرتېرو په وياړ د واليبال پيل شوې سيالۍ، چې شاوخوا دوه اونۍ يې دوام وكړ، تېره ورځ د حيات لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې. د دغو سياليو وروستي پړاو ته حيات او اراکوزيا لوبډلې وتلې وې. د پرونۍ لوبې په ترڅ کې حيات لوبډله وتوانېده، چې اتلولي ترلاسه او د واليبال د دې لوبو لومړى مقام خپل کړي. د...

slideshow, كورني خبرونه

دوستم له اردوغان سره د افغانستان د شمالي ولايتونو پر امنيتي وضعيت خبرې کړي

توسط - دوستم له اردوغان سره د افغانستان د شمالي ولايتونو پر امنيتي وضعيت خبرې کړي

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ په انقره كې د افغانستان د جمهور رئيس له لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم سره وليدل. د ترکيې د رسمي خبري اژانس انادولو د راپور له مخې، د دواړو خواوو کتنه له رسنيو پټه وساتل شوه او د خبرو جزيات يې هم څرګند نه شول. خو د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د دفتر...

slideshow, كورني خبرونه

د غور ۲ پوليس او د ټولګټو چارو رياست يو كار كوونكی له طالبانو خوشې شول

توسط - د غور ۲ پوليس او د ټولګټو چارو رياست يو كار كوونكی له طالبانو خوشې شول

د ميدان وردګ پوليسو د غور دوه پوليس او د ټولګټو چارو وزارت يو كار كوونكى، چې د وسله والو طالبانو لخوا تښتول شوي وو، د تښتوونكو له منګولو وژغورل. د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني تښتول شوي پوليس د عطاګل او نصرالله په نومونو يادوي او د ټولګټو چارو وزارت د كار كوونكي نوم نثار احمد ښيي. د اميني په وينا،...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د افغانستان او پاكستان ۱۹ کلن ځوانان سبا ته د اسيايي جام سياليو پايلوبه ترسره كوي

توسط - د افغانستان او پاكستان ۱۹ کلن ځوانان سبا ته د اسيايي جام سياليو پايلوبه ترسره كوي

د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام د يو ورځنيو سياليو پايلوبه سبا په ماليزيا كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ ترسره كېږي. د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ په دويمه نيمه پايلوبه كې د نيپال لوبډلې ته ستره ماتې وركړه او پايلوبې ته ووته. تر دې مخكې وړمه ورځ د پاكستان لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې...

slideshow, كركټ

د انټرکانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

توسط - د انټرکانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

له متحده عربي اماراتو سره د انټرکانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د افغانستان د کرکټ ۱۴ كسيزه ملي لوبډله اعلان شوه. د كركټ بورډ د غوراوي كمېټې مشر نوروز منګل نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې دا سيالي د روانې نومبر مياشتې له ۲۹مې نېټې د ډسمبر تر دويمې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. هغه زياته كړه، د...

slideshow, كركټ

افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام سياليو پايلوبې ته ووت

توسط - افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام سياليو پايلوبې ته ووت

د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام په يو ورځنيو سياليو كې، چې په ماليزيا کې ترسره کېږي، د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې نن په دويمه نيمه پايلوبه كې د نيپال لوبډلې ته ستره ماتې وركړه او پايلوبې ته ووته. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او نيپاليانو ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه. د نيپال لوبډلې...

slideshow, كورني خبرونه

د کندهار کليد راډيو لسمه کليزه ونمانځل شوه

توسط - د کندهار کليد راډيو لسمه کليزه ونمانځل شوه

كندهار كليد راډيو لس کلن مزل بشپړ او يوولسم کال يې پيل کړ. د دې راډيو د لسمې کليزې د نمانځنې په هدف پرون له غرمې وروسته غونډه جوړه شوې وه. په دې غونډه كې د جمهور رئيس سلاکار وزير او مرستيال والي اغالالي دستګيري، د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز مشر احمد لودين، د پرېس کلب مسوول جاوېد تنوير، د ځوانانو چارو امر...

slideshow, كورني خبرونه

پکتيا کې د موټربم چاودنې مخنيوى وشو

توسط - پکتيا کې د موټربم چاودنې مخنيوى وشو

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولين وايي، امنيتي ځواکونو د ګردېز ښار په چوڼۍ سيمه کې د ځانګړو عملياتو په نتيجه کې د موټربم چاودنې مخه نيولې ده. د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت نن کليد ته وويل، تېره شپه ناوخته د کشفي معلوماتو پر بنسټ ګډو افغان ځواکونو د والي شميم خان کټوازي تر مشرۍ لاندې په ياده سيمه كې عمليات وکړل، چې...