بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

منوشي چيلر د ۲۰۱۷ کال د نړۍ د ښکلا ملکه وټاکل شوه

توسط - منوشي چيلر د ۲۰۱۷ کال د نړۍ د ښکلا ملکه وټاکل شوه

په چين کې د ۲۰۱۷م کال د نړۍ د ښکلا ملکې سيالي د هند ۲۰ کلنې منوشي چيلر وګټله. په دې سيالۍ کې د مکسيکو ښکلې نجلۍ دويم او د بريتانيا ښکلې نجلۍ درېيم ځاى خپل كړ. په چين کې د شنبې په ورځ د نړۍ د ښکلا ملکې سيالۍ کې له ۱۰۰ د زياتو هېوادونو ښکلو پېغلو ګډون کړى و. د پيورټو ريکو اوسېدونکې، چې...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند كې افغان ځواكونو د طالبانو له زندانه ۲۷ تنه خوشې کړل

توسط - هلمند كې افغان ځواكونو د طالبانو له زندانه ۲۷ تنه خوشې کړل

د هلمند ولايتي چارواكي وايي، افغان ځواكونو تېره شپه د دې ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يو زندان چاپه وهلې، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ په ترڅ کې يې ۲۷ تنه راخوشې شوي دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، تراوسه دا معلومه نه ده، چې د طالبانو په دغه زندان كې کوم کسان...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيا کپ سياليو کې پاکستان ته په سترې ماتې ورکولو اتلولي خپله کړه

توسط - د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيا کپ سياليو کې پاکستان ته په سترې ماتې ورکولو اتلولي خپله کړه

افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام د يو ورځنيو سياليو پايلوبه كې نن پاكستان ته په سترې ماتې وركولو د دغو سياليو اتلولي خپله كړه. پايلوبه په ماليزيا كې ترسره شوه، پچه يې د پاكستان لوبډلې وګټله او افغان لوبغاړو ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه. د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰...

كورني خبرونه

پچيراګام كې ۷ داعشيان وژل شوي

توسط - پچيراګام كې ۷ داعشيان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، پچيراګام ولسوالۍ کې د روانو سېلاب څلور اووم نمبر عملياتو په مهال اووه داعش وسله وال وژل شوي دي. په ختيځ کې د ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره ورځ يې د پچيراګام ولسوالۍ وچ ګل سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې د هوايي او ځمکنيو بريدنو په...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

پر هريرود سيند لوى پل جوړېږي

توسط - پر هريرود سيند لوى پل جوړېږي

ځايي چارواکي وايي، د هرات ښار د حلقوي سړک د نښلولو لپاره پر هريرود سيند لوی پل جوړېږي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، د هرات ښار د حلقوي سړک د لومړۍ مرحلې چارې، چې ۲۰ کيلو مټره اوږدوالی لري، مخکې پيل شوې وې او د دويمې مرحلې کار يې هم شپږ مياشتې وړاندې پيل شوی دی. د فرهاد په وينا،...

slideshow, اقتصاد, كورني خبرونه

ننګرهار كې له نږدې ۱۴۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

توسط - ننګرهار كې له نږدې ۱۴۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې په هلو ځلو د خوراک نړيوال پروګرام له لوري له کډوالۍ راستنوو شوو ۱۳۹۴ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزى وايي، چې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، دال او مالګه ورکړل شوه. نوموړى زياتوي، له کډوالۍ راستنوو شوو ۵۰۰ کورنيو سره يې په جلال...

slideshow, كورني خبرونه

د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې پوځي عمليات پيل شول

توسط - د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې پوځي عمليات پيل شول

افغان ګډو ځواکونو نن سهار پنځه بجې د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د ميوند (۰۸) په نوم تصفيوي عمليات پيل كړل. د هلمند ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې تر دې دمه له دوراهي سيمې د ولسوالۍ په لور شاوخوا درې کيلو مټره پرمختګ شوی او امنيتي ځواکونه لا هم د مخته تګ په...

slideshow, كورني خبرونه

کامران علیزایي یو ځل بیا د هرات د ولایتي شورا رييس وټاکل شو

توسط - کامران علیزایي یو ځل بیا د هرات د ولایتي شورا رييس وټاکل شو

هرات کې د ولایتي شورا د اداري هیئت د ټاکلو په ټاکنو کې کامران علیزایي يو ځل بيا رييس وټاکل شو. په دې ټاکنو کې کامران علیزایي، غلام حبیب هاشمي او حبیب الرحمن پدرام د ولایتي شورا مشرۍ لپاره نوماند وو. د حبیب الرحمن پدرام له ګوښه کېدو وروسته، کامران علیزایي له غلام حبیب هاشمي سره سیالي وکړه، چې په پایله کې علیزایي په ۱۲غړو...

slideshow, كورني خبرونه

غني: د افغانستان راتلونكې ته تر ټولو لوى خطر د وارداتو بېلانس دی

توسط - غني: د افغانستان راتلونكې ته تر ټولو لوى خطر د وارداتو بېلانس دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د افغانستان راتلونكې ته تر ټولو لوى خطر د وارداتو بيلانس دى. نوموړي دا خبره نن د "تلپاتې ښارونو په لور" تر سرليک لاندې څلورم ملي ښاري کنفرانس كې وكړه. هغه زياته كړه، افغانستان هر كال له دوو ميلياردو د زياتو ډالرو په اندازه خوراكي توكي او له يو ميليارد څخه د زياتو ډالرو په لګښت ساختماني او...

slideshow, كورني خبرونه

داعشيانو د کونړ د استيناف څارنوالۍ اجراييه مدير وواژه

توسط - داعشيانو د کونړ د استيناف څارنوالۍ اجراييه مدير وواژه

د کونړ ولایتي چارواکي وایي، ددغه ولایت د استیناف څارنوالۍ اجرایيه مدیر نن سهار د داعش وسله والو له لوري وژل شوی دی. د دې ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان کليد ته وویل، دا پېښه د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياتوي، د استیناف څارنوالۍ اجرايیه مدیر ګل شیرین، هغه مهال ووژل شو، چې کله له خپله کوره...