slideshow, كورني خبرونه

د جرمونو د نړيوالې محکمې مشرې افغانستان کې د امريکايي نظامي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې

توسط - د جرمونو د نړيوالې محکمې مشرې افغانستان کې د امريکايي نظامي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې

د جرمونو د نړيوالې محکمې (ICC) مشرې څارنوالې اعلان وکړ، چې څېړنې ښيي امريکايي نظامي ځواکونو او سي ای اې په افغانستان کې په جګړه کې جنګي جرمونه کړي او همدارنګه يې له خلکو سره د بشريت خلاف کړنې ترسره کړې دي. هافینگټون پوست ورځپاڼې، د جرمونو د نړيوالې محکمې د مشرې څارنوالې فاتو بينسودا له قوله ويلي، چې د دوی په لومړنيو څېړنو...

slideshow, كورني خبرونه

هرات کې دوه ښځې د غلا په تور نیول شوي

توسط - هرات کې دوه ښځې د غلا په تور نیول شوي

ځايي امنيتي چارواکي وایي، د هرات ولایت په لمړۍ ناحیه کې يې دوه مېرمنې د غلا په تور نيولې دي. د هرات د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر سر پرست سید احمد محمدي کلید ته وویل، دغه ښځې د یو سړي په همکارۍ د خلکو کورونو ته تللې او خپل ځانونه یې د ښاروالۍ کارکوونکې معرفي کولې، تر څو د کورونو پاکوالۍ وګوري، خو...

Uncategorized

هلمند كې ځانمرګي بريد ۲ امنيتي سرتېري ټپيان کړي

توسط - هلمند كې ځانمرګي بريد ۲ امنيتي سرتېري ټپيان کړي

په هلمند كې د ځانمرګي بريد له كبله دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي. د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، تېره شپه شاوخوا لس نيمې بجې يو تن ځانمرګى بريد كوونكى، چې غوښتل يې د مارجې ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړي، د دروازې ساتونکو له لوري پېژندل شوی او ډزې يې پرې كړې دي. په خبرپاڼه كې زياته...

slideshow, كورني خبرونه

هرات كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - هرات كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د ګډو افغان امنيتي ځواكونو په عملياتو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا عمليات له تېرو لسو ورځو راهيسې دوام لري، چې د ملي اردو سرتېري، سرحدي، د عامه نظم او ځانګړي پوليس او د ملي امنيت ځواكونه يې پر مخ وړي. نوموړي...

slideshow, اقتصاد, كورني خبرونه

هلمند كې له زرګونو كورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه

توسط - هلمند كې له زرګونو كورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه

د خوراك نړيوال پروګرام په همكارۍ د هلمند د كډوالو چارو رياست لخوا پرون په دغه ولايت كې ۶۰۰۰ کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه. د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د مرستيال او سرپرست والي سردار محمد همدرد له قوله راغلي، دا مرستې به هغو بې ځايه شوو کورنيو ته ووېشل شي، چې د وروستيو جګړو له...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

د شبرغان- الوان دښتې او شبرغان- اندخوی د برېښنا مزي د غځولو تړونونه لاسليک شول

توسط - د شبرغان- الوان دښتې او شبرغان- اندخوی د برېښنا مزي د غځولو تړونونه لاسليک شول

د شبرغان- الوان دښتې او شبرغان- اندخوی د برېښنا لين د غځولو تړونونه د جمهوررئيس محمد اشرف غني په حضور او د اقتصاد عالي شورا غونډې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي کمپنيو ترمنځ لاسليک شول. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له شبرغان څخه تر الوان دښتې پورې د ۳۰۸ کيلومترو په اوږدوالي د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا مزي د غځولو...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار په چپرهار کې د پوليسو او داعشيانو ترمنځ نښته شوې

توسط - د ننګرهار په چپرهار کې د پوليسو او داعشيانو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې د پولیسو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې شپږو داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ د کارېزو په سیمه کې پولیس په ګزمه بوخت وو، چې د داعش وسله والو له کمین سره مخ شول. نوموړی...

slideshow, كورني خبرونه

د هلمند په مرکز او ولسواليو کې به ډېر ژر ټول روغتيايي مرکزونه جوړ شي

توسط - د هلمند په مرکز او ولسواليو کې به ډېر ژر ټول روغتيايي مرکزونه جوړ شي

 د هلمند د عامې روغتيا چارواکي وايي، ډېر ژر به په مرکز او ولسوالیو کې ټول روغتیايي مرکزونه جوړ شي. د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر مولاداد توبه ګار کليد ته وويل، د دو میاشتو په اوږدو کې د لښکرګاه ښار تر څنګ به ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ټولو روغتیايي مرکزونو چارې بشپړې شي او مستحق کسان به...

slideshow, كورني خبرونه

افغان دولت له نړيوالې ټولنې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د بريدونو د مخنيوي غوښتنه کړې

توسط - افغان دولت له نړيوالې ټولنې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د بريدونو د مخنيوي غوښتنه کړې

د ملي دفاع وزارت وايي، پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د مرميو توغولو موضوع يې له نړيوالې ټولنې سره شريکه کړې ده. د دې وزارت وياند جنرال دولت وزيري پرون په يوه خبري ناسته کې وويل، له نړيوالې ټولنې او پاکستان سره يې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د مرميو توغولو په باب د افغان دولت اندېښنه شريکه کړې، خو پاکستان چې په دې...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

ننګرهار کې لومړي ځل لپاره د نابینایانو د کرکټ لوبې ترسره شوې

توسط - ننګرهار کې لومړي ځل لپاره د نابینایانو د کرکټ لوبې ترسره شوې

د هیواد په کچه د لومړي ځل لپاره د نابینایانو کرکټ لوبغاړو په جلال اباد ښار کې د کرکټ شپږ اوریزو لوبو ټورنمنټ ترسره کړ. دغه لوبې په ختیځ کې د نابینایانو د ټولنې او سویډن کمیټې له لوري برابرې شوې وې، چې د ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو څخه په کې لسګونه نابینا لوبغاړو ګډون کړی وو. په افغانستان کې د سویډن کمټې د...