slideshow, اقتصاد, كرهڼه او بڼوالي, كورني خبرونه

باميانو کې سږکال کروندګرو ۴۰۰ زره ټنه د کچالو حاصلات ترلاسه کړي

توسط - باميانو کې سږکال کروندګرو ۴۰۰ زره ټنه د کچالو حاصلات ترلاسه کړي

باميانو ولايت کې سږکال د تېرو کلونو په پرتله د کچالو محصول ۲۰ فيصده ډېر شوی دی. د دې ولايت د اوبو لګونۍ، بڼوالۍ او مالدارۍ ادارې مسوولين وايي، سږ کال بامياني کروندګرو ۴۰۰ زره ټنه کچالو له خپلو کروندو ترلاسه کړي. د دې ادارې مسوول عبدالواهاب محمدي کليد ته وويل، چې له ۸۰ فيصده ډېر باميانيان په کروندګرۍ او مالدارۍ مصروف دي او د...

slideshow, كورني خبرونه

د نیمروز د خاشرود ولسوال د وسله والو په کمين کې ووژل شو

توسط - د نیمروز د خاشرود ولسوال د وسله والو په کمين کې ووژل شو

د نیمروز د والي وياند وايي، د خاشرود ولسوال د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې ووژل شو. د دې ولايت د والي وياند احمد عرب کليد ته وويل، چې دا پېښه تېر ورځ ناوخته د یادې ولسوالۍ د هلیلې په سیمه کې د يوه خښ کړل شوي ماين په چاودنه کې شوې ده. نوموړي زياته کړه، د خاشرود ولسوال لومړی د وسله والو...

slideshow, كورني خبرونه

محمد محقق په سوريه کې د افغان جنګياليو مېړانه وستايله

توسط - محمد محقق په سوريه کې د افغان جنګياليو مېړانه وستايله

د ملي يووالي حكومت د اجرائيه رئيس دويم مرستيال محمد محقق په سوريه کې د افغان جنګياليو مېړانه وستايله او له هغوی يې مننه وکړه. نوموړي په ايران كې په يوه جوړه شوې غونډه كې د خبرو په مهال عراق او سوريې ته د هغو جنګياليو د بريا مبارکي ورکړه، چې په سوريه کې د داعشيانو په وړاندې جګړه کوي. محقق زياته کړه، د افغانانو...

slideshow, كورني خبرونه

د غوراوي مخکينۍ کمېټې د کار د پيل په اړه د جمهور رييس غني حکم

توسط - د غوراوي مخکينۍ کمېټې د کار د پيل په اړه د جمهور رييس غني حکم

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غوراوي مخکينۍ کمېټې د کار د پيل په اړه حکم صادر کړى دى. د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، د ملي پروسې په توګه د ټاکنو ارزښت ته په کتو او د هغو د غوره ترسره کولو په خاطر وړ او تجربه لرونکو کسانو ته اړتيا ده او دا چې د پاتې كانديدانو له...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د فارياب له يو شمېر مشرانو سره وليدل

توسط - جمهور رئيس غني د فارياب له يو شمېر مشرانو سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د خيراباد کلي له يو شمېر مشرانو سره وکتل. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، يادو مشرانو د امنيتي او سيمه ييزو ستونزو او دغه راز د غير مسوولو وسله والو د ناوړه چلند په اړه خبرې وکړې. دوى د امنيت د ټينګښت د غوښتنې ترڅنګ په خيراباد...

slideshow, كورني خبرونه

هرات کې تېره میاشت په عملياتو کې ۱۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - هرات کې تېره میاشت په عملياتو کې ۱۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځايي چارواکي وایي، تېره میاشت د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې نږدي ۱۴۰ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وایي، چې دا عملیات د ملی اردو، سرحدي پوليسو، عامه نظم او ځانګړو پولیسو او د ملي امنیت د ځواکونو له لوري په یاد ولایت کې د...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهاريانو د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه اعتراض وکړ

توسط - ننګرهاريانو د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه اعتراض وکړ

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ لسګونه قومي مشرانو د امنیتي ځواکونو عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو پېښو په غبرګون اعتراض وکړ. دوی، چې د ولایتي شورا انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، له حکومتي چارواکو وغوښتل، څو د ملکي خلکو ژوند د خوندیتوب لپاره جدي کار وکړي. د حصارک اوسېدونکو وویل، چې تېره اونۍ په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په...

slideshow, كورني خبرونه

ولسي جرګې ته ۱۲ كانديد وزيران معرفي شول

توسط - ولسي جرګې ته ۱۲ كانديد وزيران معرفي شول

د ملي يووالي حكومت نن ولسي جرګې ته ۱۲ كانديد وزيران معرفي كړل. د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وويل، چې د ملي دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت ته فيض الله ذکي، د کانونو او پټروليم وزارت ته نرګس نهان، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته محمد شفيق ګل اغا شېرزى، د...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښتو سلګونه كورنۍ بې ځايه کړي

توسط - ننګرهار كې د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښتو سلګونه كورنۍ بې ځايه کړي

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې يو ځل بيا د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښتې پيل شوي، چې له کبله يې سلګونه كورنۍ بې ځايه شوې دي. د خوګياڼو ولسوال شمس الحق ساپي کليد ته وويل، دغه نښتې د وزيرو په پيره خېلو سيمه کې پيل شوي، چې په ترڅ كې يې داعش ډلې له وسله والو طالبانو پنځه کلي نيولي دي. نوموړي...

slideshow, كورني خبرونه

افغان حكومت د مصر پرونۍ پېښه په كلكو ټكو وغندله

توسط - افغان حكومت د مصر پرونۍ پېښه په كلكو ټكو وغندله

افغان حكومت د مصر پرونۍ پېښه، چې له كبله يې سلګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په كلكو ټكو وغندله. په مصر کې د جمعې لمانځه په مهال په يوه خونړۍ چاودنه او ډزو کې لږ تر لږه ۲۳۵ تنه وژل شوي او تر سلو ډېر نور ژوبل دي. د سينا ولايت د بيرالعبد ښار په يوه جومات کې له چاودنې وروسته پر لمونځ کوونکو...