توسط sarwan -
په ننګرهار كې بې پيلوټه الوتكې ۱۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د بهرنيو ځواكونو بې پيلوټه الوتكې د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي سيمه کې د داعش ډلې يو مركز په نښه كړى دى.
سرچينه زياتوي، په دې هوايي بريد كې څلور داعشيان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، د...
توسط sarwan -
ټاکل شوې وه، چې د هېواد د يو شمېر ګوندونو د استازو، د ولسي جرګې د وکيلانو او د پخوانيو تنظيمونو د غړو په ګډون په کندهار کې يوه غونډه جوړه شي، خو د ناڅرګندو دلايلو له مخې ځنډلې ده.
حکومت د بلخ والي عطاء محمد نور دغه ولايت ته له سفره وگرځاوه.
نور د مزار شريف په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل، چې...
توسط sarwan -
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکي په پام کې لري، چې په هېواد کې د سوداګرو ستونزو د تشخيص او حل په هدف په ولايتونو کې د خصوصي سکټور په نوم کمېټې رامنځته کړي.
دوى وايي، دغه کمېټې به په منظم ډول د سوداګرو ستونزې له وزارت سره شريکوي او حل لارې به ورته مومي.
هغوى سوداګرو ته ډاډ ورکوي، چې د ملي يووالي حکومت...
توسط sarwan -
عبداللطیف مراد په فوق رتبه بست کې د کاپیسا د والي په توګه وټاکل شو.
د جمهوري رياست له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام په منظورۍ وټاکل شو.
عبداللطیف مراد د حاجي بهادر خان زوی دی، چې اوسمهال د سولې عالي شورا غړی دی او...
توسط sarwan -
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی عسکر انوري او څلور ملګري يې د جمهور رييس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ نن د کابل په پلچرخي زندان کې اعدام شول.
د دې وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجیب الله دانش کلید ته وویل، يادو اعدام شوو کسانو د انسان تښتونې او وژنې په ګڼو...
توسط sarwan -
د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، د يوې کورنۍ څلور غړي يې د خپل ۵۵ کلن زوم د وژنې په تور نيولي دي.
د هرات د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي څانګې سرپرست سید احمد محمدي کليد ته وويل، دوه سړي او دوه ښځې، چې د یوې کورنۍ غړي دي، درې ورځې وړاندې يې لمړی خپل ۵۵ کلن زوم وژلی او بيا يې په خپل...
توسط sarwan -
د لغمان الينګار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عملياتو کې د يو قوماندان په ګډون د دولت څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د الينګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې شغالانو، مندوزيو او شاوخوا کليو کې چېرته چې د مخالفينو اصلي پټنځايونه او ځالې دي،...
توسط sarwan -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ د هلمند له يو شمېر قومي مشرانو سره وليدل.
د اجرائيه رياست په خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې ليدنه کې لومړى د هلمند قومي مشرانو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شريکې او د حل غوښتنه يې وکړه.
په سيمه ييزه اداره کې اصلاحات، د ناامنۍ مخنيوى، د هلمند له کدرونو...
توسط sarwan -
د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، خوګياڼو ولسوالۍ کې يې د داعش او طالب وسله والو د ځپلو لپاره تازه دمي ځواکونه سيمه کې ځاى پر ځاى کړي دي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې يو شمېر امنيتي چارواکي ورسره وو، خوګياڼو ولسوالۍ ته د سفر په مهال وويل، امنيتي قوتونه به ډېر ژر سيمه کې وسله وال مخالفين وځپي او خلکو ته به...
توسط sarwan -
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انټر كانټېنېنټل كپ څلور ورځنۍ لوبه د كابل په وخت نن سهار ۱۰ بجې د ابوظبي په شېخ زايد لوبغالي كې پيلېږي.
افغان لوبډلې دې سيالۍ ته د چمتووالي په هدف ډېر تمرينونه كړي دي.
افغانستان د انټرکانټېنېټل کپ سياليو په جدول کې د ۱۰۱ نومرو په دردلو سره تراوسه لومړى ځاى لري...