توسط sarwan -
په ننګرهار کې د مسوولينو د هلو ځلو په ترڅ کې د ملا افسر خان په مشرۍ شپږ وسله وال طالبان د يكشنبې په ورځ د سولې بهير سره يو ځاى شول.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو كې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د جګړې له لارې هېڅ يوه مخالفه ډله خپلو هدفونو ته نشي رسېدلى.
هغه پر ټولو مخالفو وسله والو...
توسط sarwan -
ټاكل شوې په ولسي جرګه كې د هېواد د ولايتونو استازي نن د ملي يووالي حكومت ۱۲ كانديد وزيرانو ته د باور يا نه باور رايې وركړي.
دا خبره د ولسي جرګې مرستيال منشي عرفان الله عرفان رسنيو ته كړې ده.
دغې جرګې ته د كانديد وزيرانو له لوري د خپلو كاري پلانونو د وړاندې كولو لړۍ دوام لري.
په تېرو دوو ورځو كې د ملي...
توسط sarwan -
د امريکا د دفاع وزير جېمز ماټيس اسلام اباد ته له سفر يوه ورځ مخکې په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، چې پاكستان ته د سفر په مهال به د دغه هېواد له چارواکو سره د جنوبي اسيا په ځانګړې توګه د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.
هغه هيله څرګنده کړې، چې پاکستان به په دې سيمه کې د سولې او ثبات لپاره خپل...
توسط sarwan -
په خوست کې نن د اېډز د مخنیوي او کمېدو په اړه داېچ ای وي نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په دې ولایت کې د اېچ ای وي د مرکز مسوولین وايي، چې خوست کې د دې ناروغۍ ټولې څلور اتیا مثبتې پېښې ثبت شوي، چې نهه شپیته يې تر درملنې لاندې دي.
همدارنګه د خوست د عامې روغتیا رئیس حبیب شاه انصاري وايي، چې په...
توسط sarwan -
د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې خپل لومړنى ولايتي دفتر له خبريالانو د ملاتړ او له هغوى سره د همكارۍ په هدف په باميان كې جوړ كړ.
د دغه دفتر د رياست چوكۍ لپاره نهو تنو ځانونه كانديد كړي وو، چې د ټاكنو په ترڅ كې په باميان كې د كليد ګروپ خبريال اسحق اكرمي دې چوكۍ ته غوره شو.
اكرمي وايي، په دغه ولايت...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د خپلو پرونيو څرګندونو له كبله له مېرمنو بښنه غوښتې ده.
هغه، چې پرون يې د کورنيو چارو له وزارت څخه د ملي دفاع وزارت ته د افغان سرحدي ځواکونو د لېږد په مناسبت غونډې ته وينا کوله وويل، هر څوک چې ادعا کوي د هېواد يو لوړ رتبه غړى يا د منځنۍ کچې مامور او يا نور له...
توسط sarwan -
د هلمند والي حيات الله حيات د شنبې په ورځ په کابل کې د بهرنيو ځواكونو له عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن سره وکتل.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د امنيتي وضعيت په اړه نظرونه شريک كړل او په ټوله کې د افغان امنيتي ځواکونو او ناټو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او د نشه يي...
توسط sarwan -
د کابل د پوهنې رياست (د پوهنې ستورى) سيالۍ د پاى په اعلانولو سره وايي، چې په دې کلنۍ ازموينه کې د شهيد همايون لېسې زده کوونکى محمد نذير تر ټولو ممتاز زده کونکى غوره شوى دى.
د کابل د پوهنې رئيس محمد سعيد منصور وويل، چې د سيالۍ دا پروګرام د روان کال له لومړيو څخه پيل او د کابل په ټولو دولتي...
توسط sarwan -
د عامې روغتيا د وزير فېروزالدين فېروز په ګډون تېره ورځ د يو شمېر حکومتي چارواکو له لوري ننګرهار کې د ۲۴۴ ميليونه افغانيو په ارزښت درې رغنيزې پروژې پيل او پرانيستل شوې.
فېروز وويل، چې د لومړي ځل لپاره يې په دې ولايت کې د ۲۰۴ ميليونه افغانيو په لګښت د خوراكي او روغتيايي توكو د يوه لابراتوار د بنسټ ډبره كېښوده او...
توسط sarwan -
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټيننټل کپ سياليو اتلولي ترلاسه کړه.
نن د افغانستان او متحده عربي اماراتو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انټر كانټېنېنټل كپ د روانې څلور ورځنۍ لوبې وروستۍ ورځ وه.
دا لوبه د ابوظبي په شېخ زايد لوبغالي كې ترسره شوه، چې د لوبې پچه اماراتو وګټله او افغان لوبغاړو ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
افغانستان په...