توسط sarwan -
د باميانو ولايت دوه امنيتي مسوولين پر يوې نجلۍ د جنسي تېري په تور نيول شوي دي.
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونمل جليل واثق کليد ته وويل، د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر مرستيال علي نجفي او د ملي امنيت کار کوونکی بهمن د باميانو د امنيتي ځواکونو د همغږۍ په مرکز کې د شرابو څښلو او پر يوې...
توسط sarwan -
د پکتيا لويه زرمت ولسوالي په دوو ولسواليو ووېشل شوه.
د پکتيا ولايت مقام څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه كار د ولايتي ادارې په هڅو، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهور رئيس د امر پر بنسټ ترسره شوى دى.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې د روحاني بابا په نوم بله نوې ولسوالي...
توسط sarwan -
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د "جينسېنګ انرژي کپ" د درېيو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لومړۍ سيالي نن ترسره كېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو په متحده عربي اماراتو كې پيل شي.
دواړو لوبډلو تېره ورځ د نننۍ لوبې لپاره په بېلابېلو برخو کې تمرينونه وكړل.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، چې دغه يو ورځنۍ...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تېر ماښام د ازبکستان پايتخت تاشکند ته ورسېد.
ارګ وايي، جمهور رئيس غني ته په اسلام کريموف نړيوال هوايي ډګر کې د ازبکستان لومړي وزير عبدالله اريپوف، د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف، د دغه هېواد ځينو نورو چارواكو او هلته يو شمېر مېشتو افغان ډيپلوماټانو تود هرکلى ووايه.
نوموړى به په دې...
توسط sarwan -
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال په يوه هوايي بريد کې ووژل شو.
د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ امنيه قومندان دويم څارن محمد اسماعيل خپلواک کليد ته وويل، چې نن غرمه مهال د وسله والو طالبانو له خوا ګرشک ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال داود الفت ددې ولايت د موسی کلا او ګرشک ولسواليو ترمنځ سيمه...
توسط sarwan -
په خوست کې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ورځ ونمانځل شوه.
ددې ولایت د ښځو چارو ریسه ډاکټر ملالۍ والي وايي، سږکال په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ټيټه شوې ده او هغه راپور يې رد کړ، چې څه موده مخکې د سویل ختيځ زون د بشري سرچینو د دفتر له لوري...
توسط sarwan -
د چين ولسي جمهوريت غواړي، د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ د سولې امنيت او اقتصادي همکارۍ په هدف د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه درې اړخيزه غونډه جوړه کړي.
دا خبره په ارګ کې نن د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ولسي جمهوريت ځانګړي استازي دينگ شيجون له جمهور رييس محمد اشرف غني سره مطرح کړه.
جمهور رئيس غني د چين له لوري...
توسط sarwan -
د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې هوايي بريدونه شوي، چې چارواکي په کې د شپږو تنو داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري كليد ته وويل، چې ياد هوايي بريدونه تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او جاني خېلو سيمو کې د ملي اردو ځواکونو کړي...
توسط sarwan -
غور کې د مټرولوجۍ يا هوا پېژندنې یوه دستګاه نصب او ګتې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ولايت د والي ویاند عبدالحی خطیبي کلید ته وویل، چې د مټرولوجۍ دغه دستګاه د ترکيې هېواد په مرسته د هوايي چلند ادارې له لوري د یو نیم میلیونه دالړو په ارزښت د غور په فېروز کوه هوایي ډګر کې ولګول شوه.
خطیبي زياته کړه، یاده دستګاه...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رئيسانو، اداري پلاوو او غړو سره په ارګ کې وکتل، امريکا، هند، متحده عربي اماراتو او اذربايجان ته د خپلو وروستيو سفرونو د لاسته راوړنو په اړه يې معلومات ورکړل.
هغه وويل، د دې سفرونو په لړ کې يې د کومانډو ځواکونو او هوايي ځواک د پياوړتيا، اقتصادي، ټرانزيټي او سواګريزو...