توسط sarwan -
د ملي يووالي حکومت د کابينې ۱۱ نويو وزيرانو، چې په دې وروستيو کې يې له ولسي جرګې څخه د باور رايې ترلاسه کړې وې، تېر ماښام په ارګ كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په وړاندې د لوړې مراسم ترسره كړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، د...
توسط sarwan -
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له لوري د بهسودو او کامې ولسواليو ۵۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کورني اقتصاد د پياوړتيا په هدف د هګيو ۱۵ زره چرګې ووېشل شوې.
مسوولين وايي، پر دغې پروژې ۱۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزي وويل، چې دوى به له يادو فارمونو څخه...
توسط sarwan -
د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى دى.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي كليد ته وويل، چې نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې د سرخرود ولسوالۍ اړوند نغرک سيمه کې د سرحدي ځواکونو پر رېنجر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، د چاودنې له کبله يو...
توسط sarwan -
امنيتي چارواكي د پنځلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د يوې كورنۍ د ۱۳ غړو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د كورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش كليد ته وويل، چې تېره شپه ناوخته يو نامعلوم وسله وال كس د پنجصد فاميلي سيمې اړوند يو كور ته ننوتى، د دې كورنۍ ۱۰ غړي يې وژلي او درې تنه نور يې...
توسط sarwan -
د غزني ولايتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، چې طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د قره باغ ولسوالۍ په لېونۍ بازار سيمه كې د ملي اردو پر يوې امنيتي...
توسط sarwan -
امنيتي ځواكونو د هلمند ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په ضد تصفيوي عمليات ترسره كړي دي.
د ګرشک امنيه قوماندان څارمن محمد اسمعيل خپلواک كليد ته وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ د دې ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه كې ترسره شول.
هغه زياته كړه، د عملياتو په مهال د طالبانو نهه پټنځايونه له منځه تللي او يو شمېر وسلې او...
توسط sarwan -
د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو يو قومي مشر وژلی دی.
د هرات د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر سرپرست سيد احمد محمدي کليد ته وويل، ياد سړی د زنده جان ولسوالۍ د ريګ د کلي مشر و، چې د دوو موټر سايکل سپرو وسله والو له لوري د کلاشينکوف په ډزو ووژل شو.
د محمدي په وينا، ياد مشر غلام مودود...
توسط sarwan -
د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یې په دغه ولایت کې د ګڼو پروژو چارې پیل کړې.
د دې ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مرکز کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دولس میلیونه، اته نوي زره او اته سوه اتیا افغانیو په لګښت سلطان غازي...
توسط sarwan -
په باميانو ولايت کې ښځينه فعالينو په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې نرګس نهان ته د نه باور رايې په ورکړې، ولسي جرګه له ښځو سره په تبعيضي چلند تورنه کړه.
دې ولايت کې د ښځو د حقوقو مدني فعالې حکميې اکبري وويل، چې د پارلمان وکيلانو نرګس نهان ته د نه باور رايې په ورکړې، د ښځو او سړيو ترمنځ توپير کړی، چې دا...
توسط sarwan -
د هرات ولایت په مستوفیت اداره کې د روان مالي کال په اوږدو کې له ۵۰۰ میلیونو څخه د ډېرو افغانيو کمښت راغلی.
د دې ولایت مستوفي میرویس حبیب زاده کلید ته وویل، چې د روان مالي کال لپاره ۳ میلیارده او ۵۳۹ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، خو په تېرو یوولس میاشتو کې یوازې ۲ میلیارده او ۸۷۵ میلیونه افغانۍ...