slideshow, كورني خبرونه

خوږياڼو ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال ۱۳ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - خوږياڼو ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال ۱۳ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د سېلاب څلور نهم نمبر عملياتو په ترڅ کې ۱۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د پيل شوو عملياتو په مهال نهه داعشيان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي. نوموړي كليد...

slideshow, كورني خبرونه

كابل كې د يوې كورنۍ د لسو غړو د وژنې په تور درې تنه ونيول شول

توسط - كابل كې د يوې كورنۍ د لسو غړو د وژنې په تور درې تنه ونيول شول

پوليس وايي، د تېرې شنبې په شپه د كابل ښار د خيرخانې سيمې د يوې كورنۍ د لسو غړو د وژنې په تور يې درې تنه نيولي دي. د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئيس محمد سالم الماس رسنيو ته ويلي، دا كسان د يكشنبې په ورځ د كابل – بغلان پر لويه لاره هغه مهال ونيول شول، چې كابل ته روان وو. نوموړي...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند كې د طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه شوي

توسط - هلمند كې د طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه شوي

د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د بهرنيو هوايي ځواکونو په ملتيا د سنګين ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر پټنځايونو هوايي بريدونه شوي دي. په خبرپاڼه كې...

slideshow, كورني خبرونه

لوګر كې څه کم شپږ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

توسط - لوګر كې څه کم شپږ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

په لوګر ولايت کې د يكشنبې په ورځ څه کم شپږ ټنه بېلابېل ډوله نشه يي توکي وسوځول شول. چارواكو د دغو نشه يي توكو اندازه ۵۸۲۷ کيلو ګرامه ياده كړه، چې په تېرو نږدې دوو كلونو كې د امنيتي ځواكونو له لوري نيول شوي وو. د لوګر امنيه قوماندان لوى پاسوال عصمت الله عليزى وايي، په يادو نشه يي توکو كې ۹۵ کيلو ګرامه...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ آيرلنډ وګټله

توسط - د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ آيرلنډ وګټله

د الکوزي جينسېنګ انرژي کپ د كركټ د درېيو يو ورځنيو لوبو لړۍ آيرلنډ وګټله. د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه، خو دويمه او درېيمه د آيرلنډ په ګټه پاى ته ورسېدې. د درېيمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو ټوله لوبډله يې د ۱۷۷ منډو په ترلاسه کولو او د ۴۸ اعشاريه ۲...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې د انسان تښتوونكو لس كسيزه ډله نيول شوې

توسط - ننګرهار كې د انسان تښتوونكو لس كسيزه ډله نيول شوې

د ملي امنيت ځواکونو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې يو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاص کړى او په تور يې لس کسيزه ډله نيولې ده. د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل نن د يوې خبري غونډې په مهال وويل، شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کامې ولسوالۍ د مستعلي له سيمې يو ۱۸ کلن ځوان د انسان تښتوونکو له لوري تښتول...

slideshow, كورني خبرونه

كندوز كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - كندوز كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواكي وايي، چې د كندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ كې يې د پامير ۱۴ په نوم روانو عملياتو په ترڅ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دغه عمليات وړمه ورځ پيل شوي دي. د پامیر د ۲۰مې فرقې د ارکان رئیس جنرال سید قربان موسوي رسنیو ته وویل، تراوسه ۱۰۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۵۹ تنه یې...

slideshow, كورني خبرونه

له کندهار محبس څخه لسګونه بنديان خوشې شول

توسط - له کندهار محبس څخه لسګونه بنديان خوشې شول

د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ۱۱۰ مې او ۱۲۴ مې ګڼې فرمانونو پر بنسټ د شنبې په ورځ له کندهار محبس څخه ۴۲ بنديان، چې دوه په كې ښځې وې، خوشې شول او د ۲۷ نورو بنديانو د بند په موده کې کمښت راغى. د كندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، والي تورن جنرال زلمي ويسا د بنديانو...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني بادغيس ته تللى

توسط - جمهور رئيس غني بادغيس ته تللى

جمهور رئيس محمد اشرف غني د قيصار – لامان حلقوي سړك د كار د پيل په مراسمو كې د ګډون په هدف نن سهار باغيس ولايت ته تللى دى. دغه سړك له ۸۰ كيلو مټرو زيات اوږدوالى لري او څه باندې ۸۶ ميليون ډالره لګښت پرې راځي، چې د اسيا پراختيايي بانك له لوري وركول كېږي. د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالباسط صارم كليد...

slideshow, كركټ

د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې نن وروستۍ لوبه كوي

توسط - د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې نن وروستۍ لوبه كوي

د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به د الکوزي جينسېنګ انرژي جام د درېيو پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو وروستۍ لوبه نن ترسره شي. دا لوبه به په شارجې نړيوال لوبغالي كې د کابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو پيل شي. په تېرو دوو لوبو كې لومړۍ افغانستان او دويمه ايرلنډ گټلې او د نن ورځې سيالۍ ګټونكې لوبډله به د...