توسط sarwan -
هرات کې هغې ښځې، چې څه موده مخکې يې خپل خاوند وژلی و، د دې ولايت د محکمې له لوري په اعدام محکومه شوه.
يادې مېرمنې لومړی خپل خاوند د ګازو په ډبې وهلی و او بيا يې جسد ته اور واچوه.
د هرات ولایت له محکمې څخه کليد په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده پېښه کې د دې ښځې د...
توسط sarwan -
ولسي جرګې نن د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بوديجې طرحه رد کړه.
د دې جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي په عمومي غونډه كې وويل، چې د بوديجې طرحه د ولايتونو ترمنځ د توازن نشتوالي، ځينو ادارو ته د زياتو مالي لګښتونو په پام کې نيولو او ځينو نورو ستونزو له كبله رد شوه.
د۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه ۳۶۰ ميليارده افغانۍ ده، چې ۲۶۷ ميليارده...
توسط sarwan -
د هرات پوليسو يو څلور کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دغه ماشوم د هرات ښار د زمان جان څلور لارې په سيمه کې د پوليسو له لوري وژغورل او خپلې كورنۍ ته يې وسپارل شو.
وليزاده زياته كړه، د پېښې په تړاو يو سړى او يوه ښځې نيول شوي...
توسط sarwan -
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، مومندرې ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو مشهور قوماندان له يو شمېر وسلو او تجهيزاتو سره نيولى دى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال كليد ته وويل، تېره شپه يې د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې ځانګړي عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د طالبانو مشهور قوماندان حنيف الله، چې په پړق مشهور...
توسط sarwan -
په خوست كې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ له تېرو دوو ورځو راهيسې يو ځل بيا د ځمكې د ملكيت پر سر نښته پيل شوې ده.
د جګړې له ډګره د منګلو قومي مشر فلک خان منګل کليد ته وويل، چې جګړه په وقفه يي ډول روانه ده او ښکېلو غاړو يو بل ته سنګرونه نيولي دي.
د خوست سرپرست امنيه قوماندان سمونمل عبدالحنان...
توسط sarwan -
په هرات كې تېره ورځ د سوداګريزو اړيكو د پياوړتيا په هدف د افغانستان او ايران ګډ دولسم څلور ورځنى نندارتون پرانيستل شو.
په دې نندارتون كې ۵۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوي، چې ۱۰ يې د افغاني توليداتو دي او ۴۰ نورې په ايراني سوداګرو پورې تړاو لري.
ځينې غرفه لرونكي وايي، ډېرى هېوادوال له داخلي توكو بهرنيو ته زياته ترجېح وركوي او دا...
توسط sarwan -
د کاپيسا د ولايتي شورا غړي وايي، د هغو پروژو سمه څارنه نه شي كولاى، كومې چې د وزارتونو لخوا په مرکز کې شرکتونو ته ورکول کېږي.
د کاپيسا د ولايتي شورا رئيس حسين سنجني كليد ته وويل، ډېرې داسې پروژې شته، چې قراردادونه يې د شرکتونو له مسوولينو سره په وزارتونو کې شوي او کله چې يې دوى څارنه كوي، نظرونو او وړانديزونو...
توسط sarwan -
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ لوبډلې وکړای شول، چې په دې ولايت كې د فوټبال غوره ليګ سياليو د اتلولۍ مقام خپل کړي.
دغه سيالۍ دوه مياشتې وړاندې د فوټبال فدراسيون لخوا د جلال اباد ښار او ولسواليو د ۱۶ لوبډلو په ګډون د ننګرهار د فوټبال په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې وې.
په پايلوبه کې د مومندرې ولسوالۍ لوبډلې وکړای شول په يوه...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د ګډون په هدف تېره شپه د ترکيې استانبول ښار ته ورسېد.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني به په ياده ناسته کې د ګډون ترڅنګ نن په خپله وينا کې د بيت المقدس په رسميت...
توسط sarwan -
د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ څه باندې زرو بې ځايه شوو كورنيو ته د نغدو پيسو، خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دا مرسته د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو رياست په هلو ځلو او د بېلابېلو مرستندويه ادارو په مالي همکارۍ برابره شوې وه، چې د خوږياڼو ولسوالۍ ناامنه سيمو نه د دې ولسوالۍ د بېلابېلو امن سيمو ترڅنګ...