slideshow, اقتصاد, سوداګري, كورني خبرونه

له ترکمنستان څخه د واردېدونکو توکو د څرنګوالي او کيفيت په اړه غونډه وشوه

توسط - له ترکمنستان څخه د واردېدونکو توکو د څرنګوالي او کيفيت په اړه غونډه وشوه

د ملي يووالي حكومت د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ له ترکمنستان څخه د واردېدونکو توکو د څرنګوالي او کيفيت په اړه غونډه وشوه. د اجرائيه رياست په خبرپاڼه كې راغلي، په دې غونډه کې لومړى د نفتو سوداګرو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شريکې کړې او ويې ويل، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د شوي تړون له مخې افغان سوداګرو ۷۰...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د خوږياڼو قوم له مشرانو او استازو سره وکتل

توسط - جمهور رئيس غني د خوږياڼو قوم له مشرانو او استازو سره وکتل

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، ملي دفاع وزارت ته يې لارښوونه کړې، چې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په ګډون ټولې اړوندې سيمې له دښمنه پاکې کړي. نوموړي دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د خوږياڼو قوم له مشرانو او استازو سره د ليدنې په مهال وكړه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په پيل كې د خوږياڼو شورا مرستيال محمد عمر شېرزاد،...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې ۹ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - ننګرهار کې ۹ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، خوګیاڼو ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو پرمهال ۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ولايت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله ۵ داعش وسله وال وژل شول شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. نوموړی وایي، د...

slideshow, كورني خبرونه

بادغيس کې له بېلابېلو حرفوي زده کړو ۱۰۰ تنه فارغ شول

توسط - بادغيس کې له بېلابېلو حرفوي زده کړو ۱۰۰ تنه فارغ شول

بادغيس ولايت کې ۱۰۰ تنه نارينه او ښځينه له ۷ مياشتو حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول. د بادغيس ولايت د والي وياند احمد اميري کليد ته وويل، دغه پروګرام د ياد ولايت د کار ټولنيزو، شهدا او معلولينو د رياست له لوري پيل شوی و، چې  ۶۰ تنه ښځينه او ۴۰ تنه نارينه زده کوونکو په کې ګډون کړی وو. اميري وايي، دا شمېر...

slideshow, كورني خبرونه

جاپان په ننګرهار كې يو شمېر نورې پروژې پلي كوي

توسط - جاپان په ننګرهار كې يو شمېر نورې پروژې پلي كوي

په افغانستان کې د جاپان سفير ميتسوجي سوزوکا نن د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ليدنې په مهال په دې ولايت كې د يو شمېر نورو پروژو د پلي كولو ژمنه وكړه. دواړو مشرانو د ننګرهار د سياسي، ټولنيز، اقتصادي، روغتيايي او پوهنيز وضعيت او ځينو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. منګل په ننګرهار كې د جاپان په مرسته د ۴۲ بېلابېلو...

slideshow, كورني خبرونه

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي. دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په ننګرهار، پکتيکا، کندهار، فراه، فارياب، بغلان، جوزجان او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي. د سرچينې په...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند كې به لوحې اصلاح شي

توسط - هلمند كې به لوحې اصلاح شي

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې د لوحو د اصلاح لپاره يو کمېسيون جوړ شوى دى. دوى زياتوي، هغه لوحې به اصلاح كړي، چې له دوو ملي ژبو سره په ټكر كې وي. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فريد احمد فرهنګ وايي، جوړ شوي كمېسيون په لښکرګاه ښار کې د اصلاح وړ لوحو سروې پيل...

slideshow, كورني خبرونه

د اروزګان مركزي زندان كې د ښځينه بنديانو څانګه پرانيستل شوه

توسط - د اروزګان مركزي زندان كې د ښځينه بنديانو څانګه پرانيستل شوه

د اروزګان ولايت په مركزي زندان كې د پنجشنبې په ورځ د ښځينه بنديانو څانګه پرانيستل شوه. د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري د دې څانګې د پرانيستې په مهال وويل، چې مخكې ښځينه بنديانې د امن په خونه كې ساتل كېدې. هغه زياته كړه، د يادې څانګې په پرانيستل كېدو سره به د ښځينه بنديانو ستونزې كمې شي. يوې مجرمې...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې سلګونو كورنيو سره مرسته وشوه

توسط - ننګرهار كې سلګونو كورنيو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونكو چارو رياست په هڅو د مرستندويه ادارو له لوري له څه باندې ۱۲۰۰ راستنو شوو او د خوږياڼو ولسوالۍ بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کډوالو او راستنېدونكو چارو د رئيس غلام حيدر فقيرزي له قوله راغلي، له خوږياڼو...

slideshow, كورني خبرونه

د جمهور رئيس غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه وشوه

توسط - د جمهور رئيس غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه وشوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه تېر مازديګر په ارګ کې جوړه شوه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د باميانو ښاروالۍ انکشافي طرحې، د سنايي غزنوي د استوګنې ښارګوټي د تکميلي طرحې، د سوداګريزو ودانيو په سکټور کې د پانګونې او د کابل ښار د ټرانسپورټي زېربناوو د جوړولو او بيارغونې...