توسط sarwan -
د كابل ښاروالۍ مسوولين وايي، په تېرو څو ورځو كې يې په نشه يي توكو د ۱۷ روږدو كسانو جسدونه، چې د سړې هوا له كبله يې ژوند له لاسه وركړى و، د كابل ښار له بېلابېلو سيمو عدلي طب ته لېږدولي دي.
د كابل ښاروالۍ كلتوري رئيسې راحلې كوهستانۍ نن كليد ته وويل، چې عدلي طب ته ډېرى جسدونه د كابل ښار د...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغان ټيلي کام شرکت بايد په خپلو کړنو کې بدلون راولي، چې د سيالۍ توان پيدا کړي.
نوموړي دا خبره د يكشنبې په ورځ په ارګ كې د ده په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا جوړه شوې غونډه كې وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې غونډه كې د نوري فايبر شبکې د داوطلبۍ...
توسط sarwan -
د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د يو قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو لس کسيزه ډله د سولې بهير سره يو ځاى شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پرون رسنيو ته وويل، د جميل، چې په شاهين مشهور دى، په مشرۍ د طالبانو دې لس کسيزې ډلې په خوږياڼو ولسوالۍ کې تروريستي فعاليتونه کول، چې د ملي امنيت...
توسط sarwan -
ټاكل شوې نن په پايتخت كابل، جنوبي، جنوب ختيځو او ختيځو ولايتونو او د هېواد په نورو هغو سيمو کې، چې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو له خطر سره مخ دي، د واکسين پنځه ورځنى کمپاين پيل شي، چې د جمعې تر ورځې دوام کوي.
د پوليو ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسوول ميرجان راسخ وايي، چې د دې کمپاين په ترڅ...
توسط sarwan -
د هلمند دولتي چارواكي په دې ولايت كې د ۳۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر نن وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نادعلي ولسوالۍ په چاميرزا سيمه کې د روانو پوځي عملياتو په مهال هوايي او ځمکنيو بريدونو ۲۴ طالبان وژلي او درې تنه نور يې ټپيان كړي دي.
سرچينې زياته كړه، په مارجې او...
توسط sarwan -
کندهار کې ځانمرګي بريد اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سيمه کې د کليد راډيو خبريال تاج محمد ساحل وايي، دا پېښه نن وروسته له غرمې د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کې شوې ده، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د دې چاودنې هدف بهرني ځواکونه وو.
اوس مهال سيمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده او چاته اجازه نه ورکول...
توسط sarwan -
ارګ کې د اقتصاد د عالي شورا غونډه کې د غزني ـ کندهار سړک د ترمیم، د قیصار ـ دره بوم سړک د جوړولو پروژه او له کابل څخه ننګرهار او کونړ پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال لین هوکړه ليکونه لاسلیک شول.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ـ کندهار سړک ترمیم موافقتنامه د مالیې وزیر...
توسط sarwan -
د پاکستان په کوېټې ښار کې پر يوې کليسا وسله والو بريد شوی، چې په ترڅ کې يې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي پوليس وايي، دا بريد نن مخکې له غرمې زرغون سړک کې په بېټل کليسا باندې شوی، چې په کې ۵ تنه ووژل شول او ۱۶ تنه نور ټپيان شول.
د کوېټې د پوليسو مشر موزم انصاري وويل، چې د...
توسط sarwan -
په هلمند کې نن د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ په ضد د واکسين کمپاين د دغه ولايت د والي حيات الله حيات له لوري يو ماشوم ته په دوه څاڅکو ورکولو سره پيل شو، چې له مخې به يې څه باندې اووه لکه شپږ اتيا زره کم عمره ماشومان واکسين شي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه...
توسط sarwan -
وسله والو طالبانو د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يو ملكي وګړى وژلى او څلور نور يې له نيولو وروسته بېرته خوشې كړي دي.
د چپرهار ولسوال معلم معشوق كليد ته وويل، د سيمې مشرانو په منځګړيتوب نيول شوي کسان بېرته د طالبانو له بنده خلاص شوي دي.
نوموړي زياته كړه، طالبانو ياد کس له داعش ډلې سره د تړاو په تور وژلى او...