توسط sarwan -
په غور ولايت کې يوه ماشومه ناوې د کورني تاوتريخوالي له کبله شكنجه او روغتون ته انتقال شوې ده.
د غور د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال نظامي کليد ته وويل، دغه ۱۲ کلنه ناوې، چې درې کاله وړاندې په نکاح شوې، له بېلابېل ډوله ځورونې سره مخ شوې ده.
د نوموړي په وينا، دا پېښه په دولينه ولسوالۍ کې رامنځته شوې او د يادې ناوې...
توسط sarwan -
په خوست کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
په جنوب ختیځ زون کې د بشر د حقونو دفتر د ښځې د برخې مسووله زرمینه شمس وایي، سږ کال په خوست ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۱ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تیر کال په همدې ولایت کې د تاوتریخوالي ۱۶۰...
توسط sarwan -
د فراه امنیتي چارواکي د نشه یي توکو د قاچاق په تور د یوه ایراني وګړي د نیولو خبر ورکوي.
د دې ولايت د امنيې قومندانۍ وياند اقبال باهر کلید ته وویل، یاد کس هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل يې ۳ کیلوګرامه هیرویین ډوله نشه یي توکي په یوه ټانکر ډوله موټر کې ايران ته ولېږدوي.
دی وايي، نيول شوی کس فراه ولايت سره...
توسط sarwan -
د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د روانو سېلاب څلور نهم نمبر عملياتو په مهال نهو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ كې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله څلور داعشيان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
نوموړى زياتوي،...
توسط sarwan -
د اروزګان ولايت په مركز ترينكوټ كې د خوراك نړيوال پروګرام له لوري زرګونو بې ځايه شوو كورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه.
د اروزګان مرستيال والي عبدالواحد پټان د مرستې د وېش په مهال رسنيو ته وويل، له ۳۰۰۰ كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته كېږي، چې هرې كورنۍ ته به ۱۵۰ كيلو ګرامه اوړه، ۱۵ كيلو ګرامه دال، ۱۳ نيم كيلو...
توسط sarwan -
د ننګرهار چارواکي وایي، وسله والو روداتو ولسوالۍ کې د قرانکریم یو حافظ لومړی تښتولی او وروسته یې وژلی دی.
د والي ګلاب منګل ویاند عطاالله خوږیاڼي کليد وویل، چې تېر ماښام ناوخته دوو موټر سایکل سپرو وسله والو د روداتو ولسوالۍ د شېخ احمد د کلي ملا امام قاري هجرت الله د ماښام له لمانځه وروسته لومړی تښتولی او وروسته یې په ډزو...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ كې د حسين المسلم په مشرۍ د المپک اسيايي شورا پلاوي سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې دواړو لورو د همکاريو، د افغانستان د ورزش د ودې او پراختيا په اړه خبرې وکړې.
جمهور رئيس غني وويل، د افغانستان د المپک ملي کمېټې رياست ټاکنې ترسره کېږي او له دې پلاوي يې وغوښتل،...
توسط sarwan -
د هلمند ولايت د مركز لښكرګاه ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند بولان سيمه كې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د عامه نظم پر سرتېرو موټر بم ځانمرګي بريد ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، چې په دې بريد كې دوه ملكي وګړي وژل شوي او ۲۹ تنه ټپيان دي.
نوموړي...
توسط sarwan -
د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، لا هم د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د نا امنیو له کبله تر ۸ زرو پورې له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې کېږي.
د عامې روغتیا ریاست مسوولینو دغه خبرې نن په ختیځ کې د پولیو د درې ورځني کمپاین د پیل پرمهال وکړې.
د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب...
توسط sarwan -
د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات سږ کال د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي، خو ددې ترڅنګ دوی وایي، په غیر مسلکي توګه د حاصلاتو راټولونې د حاصلاتو اندازه کمه کړې.
د پکتیا د کرنې ريیس ولید احمد تسل له کلید سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په دې ولایت...