توسط sarwan -
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ۲۴ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال د پنځو داعشيانو په ګډون ۱۷ وسله وال مخالفين وژلي، اووه تنه يې ټپيان كړي او څلور شكمن كسان يې نيولي دي.
سرچينې زياته كړې،...
توسط sarwan -
په غور ولایت کې د سرحد راډیو مسوولین وایي، تېره شپه يوه نا پېژادنه کس يې راډيو ته اور اچولی دی.
د سرحد راډیو مسوول معروف سعیدي کلید ته وویل، تر اوسه معلومه نه ده، چې راډیو ته يې اور اچول شوی او که لاسي بم ورغورځول شوی دی، خو زياتوي، چې باوري دی د راډيو له پاسه سټوډيو ته اور توکي اچول شوي.
سعيدي...
توسط sarwan -
د هلمند ولایت اوسېدونکي د سون توکو د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، له يوه لوري په ښار کې د کار کولو زمينه نشته او له بل لوري د سون توکو نرخونه لوړ شوي دي.
ياد ښاريان وايي، ښار کې د ګازو او نورو ورته سون توکو نرخونه د ژمي په رارسېدو لوړېږي، چې له دولتي مسوولينو غواړي، تر څو د سون...
توسط sarwan -
د فارياب ولايت په خان چهار باغ ولسوالۍ كې تېره ورځ ناوخته ټرافيكي پېښې لږ تر لږه څلور تنه وژلي دي.
د خان چهار باغ امنيه قوماندان لومړى څارن خدايداد وايي، د تېلو يو ټانكر، چې له اندخوى نه مزار شريف ته روان و، د خان چهار باغ ولسوالۍ اړونده سيمه كې له يوه كرولا موټر سره، چې له مقابل لوري په حركت كې...
توسط sarwan -
ولسي جرګې د پوليسو د مالي ستونزو د حل كولو لپاره كورنيو چارو وزارت ته د يو ميليارد افغانيو اضافي بوديجه تصويب كړه.
افغان حكومت له يادې جرګې غوښتي وو، چې د پوليسو د معاشونو، اعاشې او داسې نورو ستونزو د حل كولو لپاره له مالي ستونزو سره مخ دي نو د كورنيو چارو وزارت له عوايدو دې د دغه وزارت د روان ۱۳۹۶...
توسط sarwan -
ولسي جرګې د جمهوررئيس محمد اشرف غني هغه تقنيني فرمان رد كړ، چې پربنسټ يې د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون توشېح شوى و.
دغه جرګې په ياد فرمان له بحث وروسته نن راي ګيري وكړه او دا فرمان يې له دې كبله رد كړ چې ولسي جرګې څو ورځې وړاندې يوه داسې مصوبه پاس كړه چې جمهوررئيس د قانون د...
توسط sarwan -
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست په هلو ځلو او د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په مالي مرستې يوولسو ښځينه معلولينو ته د خامک دوزۍ او يوولسو نارينه معلولينو ته د خياطۍ په برخه کې اته مياشتنۍ زده کړې ورکړل شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کار او ټولنيزو چارو د رئيس عبدالحکيم شېرزاد...
توسط sarwan -
د خوست ملي امنیتي ځواکونو د دې ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د زرو نه زیاتو لویو او وړو وسلو ډیپو کشف کړې او له منځه یې وړې ده.
امنیتي چارواکي وايي، چې یاده ډيپو ډېره پخوانۍ ده او په دې ډیپو کې څوک موجود نه وو، یوازې همدغه غټې او وړې وسلې د دوی لاس ته ورغلې دي.
د خوست د امنیتي چارواکو...
توسط sarwan -
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د روانو سېلاب څلور، نهم نمبر عملياتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د داعش ډلې د يو قاضي بصير، چې په شرافت مشهور و، په ګډون پنځه داعشيان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر نن ويلي، په دغو عملياتو كې عمر کلى، معلم خېل، سپين راغه...
توسط sarwan -
د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ غونډه تېر مازديګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د هېواد عمومي په ځانګړي ډول د فارياب، بلخ، غزني، اروزګان، کندهار، هلمند، فراه، بادغيس، کونړ، نورستان او هرات ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو او د هېواد د امنيتي او دفاعي...