توسط mayar -
د غزني ولايت چارواکي وايي، په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ۹ مهمو سرګروپانو په ګډون ۲۴۰ وسله وال وژل شوي دي او کابو ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
د غزني والي وحيدالله کليمزی وايي، په تېرو دوو مياشتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو د دې ولايت په مرکز او اندړو، قره...
توسط mayar -
نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې له ايرلنډ سره د لوبې ډګر ته وزي.
دغه لوبه د افغانستان په کوربتوب د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي او د کابل پر وخت غرمه ۱۲ بجې پيلېږي.
تر دې وړاندې د دې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د پنځو وېکټو په توپير ګټلې وه او دويمه...
توسط mayar -
د ټاکنيزو کمېسيونونو نوو ټاکل شوو کمېشنرانو د جمهور ريیس محمد اشرف غني په حضور کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
جمهور رييس غني دې مراسمو ته په خبرو کې له نوو ټاکل شوو کمېشنرانو غوښتنه وکړه چې په راتلونکو دوو ورځو کې خپل اداري پلاوی وټاکي او ژر تر ژره د جمهوري رياست، ولايتي شوراګانو، د غزني ولايت د ولسي جرګې او ولسواليو...
توسط mayar -
يوه باوري پوځي سرچينه وايي، هند پر پاکستان په خپلو بريدونو کې د اسراييلو له مديريت کېدونکو بمونو ګټه اخيستې.
دغه بريدونه د پاکستان په بالاکوټ کې د جيش محمد ډلې پر ضد ترسره شول.
د دې هندۍ پوځي سرچينې په حواله، د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه هند په پاکستان کې د بمبارۍ پر مهال د اسراييلي ساخت سپايس ۲۰۰۰ بمونو څخه ګته اخيستې.
ويل کېږي...
توسط mayar -
د ترکيې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې په هالنډ کې يوې سخت دريځې ډلې د اسلام ستر پيغمر حضرت محمد ص ته سپکاوی کړی دی.
د اناتولي د راپور له مخې، د حضرت محمد ص مبارک جسم د يوې نانځکې په څېړ جوړ شوی او هغه ته له سپکاوي ډکې ليکنې شوې دي او بيا په يوه مسجد کې اېښودل شوي دي.
د دې...
توسط mayar -
د هوايي چلند په چارو کې يوه هالنډۍ تخصصي رسنۍ راپور ورکړی چې امريکا په ۲۰۱۷ کال کې په عراق او سوريه کې د خپلو ځانګړو عملياتو لپاره په منځنۍ اسيا کې څلور اف ۱۱۷ الوتکې ځای پر ځای کړې وې.
هالنډي رسنۍ وبګاه ادعا کړې چې دغه الوتکې کنټرولېدونکي بمونه غورځولای شي او په سوريه او عراق کې د امريکا په ځانګړو عملياتو...
توسط mayar -
د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي یو شمېر غړي وايي، د سولې مشورتي لویه جرګه ځنډېدلې ده.
د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد په رسمي توګه تاييد کړې، چې دا جرګه به د کب په میاشت کې نه، بلکې د را روان لمریز کال په وري میاشت کې جوړه شي.
د وقاد په خبره، د سولې...
توسط mayar -
جمهور رييس محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۲ نوي غړي معرفي کړل.
د افغانستان د جمهوري رياست راتلونکو ټاکنو ته احتمالي نوماندانو دوې ورځې مخکې په ارګ کې، د ټاکنیزو کمیسیونونو رهبرۍ ته ولاړو ۸۴ نوماندانو ته رایې ورکړې وې.
دغو دوولسو غوره شوو کسانو، د رایه ورکولو په بهیر کې له نورو ډېرې رایې ترلاسه کړې وې. نو...
توسط mayar -
وسله وال طالبان وايي، په دوحه کې د دوی او امريکايي پلاوي تر منځ خبرې په تدريجي ډول روانې دي، خو تر دې مهاله کوم مشخص توافق نه دی ترلاسه شوی.
د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خبرو موضوعات خورا مهم او حساس دي او دوی په خورا احتياط...
توسط mayar -
د ننګرهار له بهسودو پُله تر عبدالخېلو پورې د ۱۵۲ مېليونو افغانيو په لګښت د ۱۲ کيلو متره سړک جوړېدو تړون لاسلیک شو.
دغه تړون په کابل کې د ترانسپورټ وزیر یما یاري او د دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو د استازو تر منځ لاسلیک شو.
د ترانسپورت وزير يما ياري وویل، دغه سړک د دولت په بوديجه جوړېږي، چې دولس کيلومتره اوږدوالی او د پلې...