توسط mayar - - 15 کب 1397
جمهور رئيس محمداشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د کنړ ولايت مرکز اسعداباد ته ورسېد.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئيس به د کنړ د عامې روغتیا ریاست د اداري ودانۍ په پرانیستې او د دوه سوه بستریز روغتون د بنسټ ډبرې پر اېښودو سربېره د کنړ ولایت له مشرانو او...
توسط mayar - - 15 کب 1397
دوهم تعقيب: نن سهار د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت ډله ییز وسله وال برید شوی.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، برید اوس هم دوام لري.
دی وایي په برید کې تر دې دمه د یاد شرکت ۳ کارکوونکي وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي او دغه راز په نښته کې تر دې دمه ۴ ځانمرګي بریدګر...
توسط mayar - - 15 کب 1397
تېره ورځ د ملي يووالي حکومت د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوې چې له دې وروسته په پايتخت کابل کې هم د پنجشنبې ورځې رخصتي نه ده او ټولې دولتي ادارې به په دې ورځ هم د مراجعينو پر مخ پرانيستې وي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند عبدالفتاح عشرت احمدزی وايي، د پنجشنبې ورځو د رخصتۍ د لغوې طرحه د وزيرانو...
توسط mayar - - 15 کب 1397
د ټاکنيزو کمېسيونونو د سې شنبې ورځې په غونډو کې د دې کمېسيونونو اداري پلاوی وټاکل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي کليد ته وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون په غونډه کې حوا علم نورستاني د دې کمېسیون د مشرې، عصمت الله مل د مرستيال او مسافر قوقندي د منشي او وياند په توګه وتاکل شول.
له بل لوري د ټاکنيزو شکايتونو...
توسط mayar - - 15 کب 1397
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپیو وايي، د سیمه يیزو لوبغاړو موجودیت له وسله والو طالبانو سره د سولې روان مذاکرات پېچلي کړي دي.
پمپیو هیله وښوده چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي مرکچیان له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ وکړي خو دا خبره یي هم وکړه چې له طالبانو سره وروستی تړون بېلابېل اړخونه لري او پیچلی بهیر دی.
پمپیو...
توسط mayar - - 14 کب 1397
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سې شنبې ورځې په غونډه کې د دې کمېسيون اداري پلاوی وټاکل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي کليد ته وويل، په دې غونډه کې حوا علم نورستاني د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشرې، عصمت الله مل د مرستيال او مسافر قوقندي د منشي او وياند په توګه وتاکل شول.
په پام کې ده چې د ټاکنيزو...
توسط mayar - - 14 کب 1397
د سولې عالي شورا وايي، امريکا نه شي کولای له طالبانو سره له افغانستانه د وتلو يا نه وتلو په تړاو تړون لاسليک کړي، بلکې دغسې يو څه به يوازې د کابل - واشنګټن د ۲۰۱۴ کال د امنيتي تړون پر بنسټ ترسره کېږي.
د سولې عالي شورا د دارلانشا ريیس او د سولې په برخه کې د سيمه ييزې اجماع د جوړولو لپاره...
توسط mayar - - 14 کب 1397
یو شمېر پخوانیو او اوسنیو امریکايي چاروکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکیچ هغه ګټې زیانمنولی شي چې پاکستان یې له طالبانو سره د سولې د خبرو له لارې ترلاسه کول غواړي.
دغو چارواکو ویلي دي چې اسلام اباد په دې پوهیږي چې امریکا د افغانستان د سولې په اړه جدي ده او پاکستان هم...
توسط mayar - - 14 کب 1397
د هند د هوايي ځواکونو نوی مشر بریندر سېنګ وايي هندي الوتکو په بالاکوټ کې خپل اهداف په نښه کړي دي، په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېرل د دوی کار نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې هند ادعا کړې چې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد ډلې پر یو رونیز کمپ په هوايي بریدونو کې له...
توسط mayar - - 14 کب 1397
جمهور رييس غني د اروپايي ټولنې هېوادونو سفیرانو په کتنه کې ويلي چې د سولې له هوکړې وروسته د پراختيآيي پروګرامونو په پلي کولو کې د دې ټولنې د غړو هېوادونو مشارکت د افغانستان لپاره ارزښتمن دی.
له ارګ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رييس محمد اشرف غني تېر ماښام په کابل کې د اروپايي ټولنې د غړو...