توسط mayar -
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د اسيا د اتلولۍ او د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې په سياليو كې د شنبې په ورځ خپله دوهمه لوبه د فلسطين د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته وبايلله.
فلسطين په دې لوبه كې افغانستان ته د دوو په وړاندې په درېيو ګولونو ماتې وركړه.
افغان لوبډلې د پنجشنبې په ورځ...
توسط mayar -
د هېواد د ملكي هوايي چلند اداره وايي، د پاكستاني حكومت د ژمنې له مخې به د كابل – نوي ډيلي الوتنې سر له سبا د پاکستان له هوايي حريمه بېرته عادي حالت ته ستنې او د ټکټونو بيه به راكمه شي.
د يادې ادارې مسوولينو ويلي، ټاكل شوې وه دا بندښت د روانې مارچ مياشتې په اتمه نېټه پاى ته ورسېږي، خو د...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ولسونو غوښتنه باعزته او تلپاتې سوله ده او د سوله ييز او باثباته افغانستان لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دى.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په فراه كې ولسي غونډې ته، چې په كې د بېلابېلو اقشارو استازو حضور درلود، د وينا په مهال وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، سوله يې له قوي دريځه مطرح کړې او...
توسط mayar -
ټاكل شوې د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه نن ترسره شي.
دا لوبه به د كابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي كې پيل شي.
تر دې مخكې د يادو لوبډلو ترمنځ د ترسره شوو څلورو يو ورځنيو لوبو دوه افغانستان او يوه ايرلنډ ګټلې او...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني نن فراه ته د سفر په مهال د دغه ولايت له بېلابېلو اقشارو سره په جلا ناستو كې وويل، د فراه د امنيتي ستونزو د ارزونې په هدف به باصلاحيته امنيتي پلاوى ور واستوي او د هغه د موندنو په رڼا کې به هلته د امنيت د ښه ټينګښت لپاره اقدامات وشي.
ده د فراه له ځوانانو وغوښتل، چې...
توسط mayar -
د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، د يوه نړيوال راپور له مخې، افغانستان د روغتيايي خدمتونو په وړاندې كولو او د اېډز او تور زېړي ناروغيو په مخنيوي كې د نړۍ په كچه لومړى مقام ګټلى دى.
د اېډز د كنټرول د ملي پروګرام رئيس نقيب الله همدرد نن په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، په دغه راپور كې هېوادونه روغتيايي خدمتونو...
توسط mayar -
د كورنيو چارو وزارت د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ كې د اتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د ګرمسېر ولسوالۍ په اړوند کليو کې د امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په ترڅ کې د ډلګي مشر قاري باري په ګډون شپږ طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا،...
توسط mayar -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د هېواد له مشرانو وغوښتل، چې سره يو ځاى شي او هېوادوالو ته د سولې لار پرانېزي.
ده نن د مارشال محمد قسيم فهيم د پنځم تلين نمانځغونډې ته وويل، سوله د افغانانو لومړيتوب دى او د هرې هغې هڅې ملاتړ كوي، چې په هېواد كې د سولې د ټينګېدو سبب كېږي.
عبدالله زياته كړه، افغانستان هغه...
توسط mayar -
د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت د مرکز، قره باغ، اندړو، ده يک، رشيدان او ګيلان ولسواليو په مربوطاتو كې د افغان کومانډو او بهرنيو هوايي ځواکونو د دوه اونيو په عملياتو کې د ۱۱ قوماندانانو او سرګروپانو په ګډون ۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، په وژل شوو...
توسط mayar -
د ملي يووالي حكومت د ملي شورا ودانۍ دروازې د دې شورا د پخوانيو او اوسنيو غړو پر مخ تړلې دي.
د ملي شورا د غړو ژمنۍ رخصتي پاى ته رسېدلې او ټاكل شوې وه نن بېرته خپلې غونډې پيل كړي، خو د امنيتي ځواكونو له لوري د شورا ودانۍ ته د تګ اجازه ور نه كړل شوه.
د ولسي جرګې غړي عبدالودود پيمان له...