slideshow, فوټبال

نن د افغانستان او تايلنډ ترمنځ د ساحلي فوټبال لوبه ترسره کېږي

توسط - نن د افغانستان او تايلنډ ترمنځ د ساحلي فوټبال لوبه ترسره کېږي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به خپله درېيمه لوبه نن شپه د اسيايي سياليو د كوربه هېواد تايلنډ د ساحلي فوټبال له ملي لوبډلې سره ترسره كړي. افغان لوبډلې د اسيا د اتلولۍ او د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې په سياليو كې وړمه ورځ خپله دوهمه لوبه د فلسطين د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسېده

توسط - د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسېده

د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې په پنځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړه. دا لوبه، چې پچه يې د ايرلنډ د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه، پرون د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي كې ترسره شوه. افغان لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې...

slideshow, كورني خبرونه

داوودزي د افغان سولې بهير برياليتوب ته هيله مندي وښوده

توسط - داوودزي د افغان سولې بهير برياليتوب ته هيله مندي وښوده

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى هيله څرګندوي، چې د افغان سولې بهير به د نړيوالې ټولنې او سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه د تركيې په همكارۍ بريالى شي. د سولې عالي شورا په يوه خبرپاڼه كې راغلي، نوموړي تېره ورځ له غرمې وروسته...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني په هېواد كې د باعزته او تلپاتې سولې پر ټينګېدو ټينګار وکړ

توسط - جمهور رئيس غني په هېواد كې د باعزته او تلپاتې سولې پر ټينګېدو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، باعزته او تلپاتې سوله د ډېرى افغانانو غوښتنه ده او كه د خلكو يوه برخه هم له دې بهيره بهر پاتې شي، په هېواد كې تلپاتې سوله نه شي ټينګېداى. هغه نن په ارګ كې د ښځو د نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته وويل، سوله قومي، سمتي يا ګوندي نه ده، بلكې له ټولو افغانانو سره تړاو لري. د جمهور...

كورني خبرونه

په ننګرهار كې د داعش ډلې يو مهم غړی ووژل شو

توسط - په ننګرهار كې د داعش ډلې يو مهم غړی ووژل شو

د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال د سبحان الله په نوم د داعش ډلې مهم غړى وژلى دى. د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې ترسره شوي دي. سرچينې سبحان الله د داعش ډلې مهم غړى بللى او ويلي...

slideshow, كورني خبرونه

په لوګر كې د وسله والو طالبانو درې مهم غړي وژل شوي

توسط - په لوګر كې د وسله والو طالبانو درې مهم غړي وژل شوي

د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو درې مهم غړي وژل شوي دي. د كورنيو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ځانګړو پوليسو يې تېره ورځ د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه كې ځانګړي عمليات وكړل، چې په ترڅ كې يې د طالبانو درې مهم غړي ووژل شول. د سرچينې په وينا، دا كسان په يوه كور...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

يوه ايتوپيايي مسافر وړونکې الوتکه وغورځېده

توسط - يوه ايتوپيايي مسافر وړونکې الوتکه وغورځېده

يوه ايتوپيايي مسافر وړونکې الوتکه په کېنيا کې د پرواز په مهال غورځېدلې. دغه الوتکې ۱۴۹ مسافر او ۸ تنه عمله لرله. د دې شرکت يوه مسوول ويلي، الوتکه په سيمه ييز وخت سهار ۸ بجې او ۴۴ دقيقې لوېدلې ده. دا خبرونه له هغه وروسته خپاره شول چې لومړي وزير ابي احمد په خپل ټوېټر د پېښې په تړاو خواشيني څرګنده کړه....

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

چين يوه نوې سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

توسط - چين يوه نوې سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

چين نن سهار د سيچوانګ ولايت له شيچانګ مرکزه يوې نوې سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله. دغه سپوږمکۍ، چې (چاينا سټ) نومېږي، نن سهار ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې د يوه بي درې توغندي له لارې فضا ته وتوغول شوه. دا سپوږمکۍ، چې راډيويي او ټلويزيوني خدمتونه په لوړ کيفيت وړاندې کوي، د جيوسټاټيك مدار ته ولېږل شوه او کولای شي چين، اسټراليا، نيوزيلنډ او يو...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

اسراييلي الوتکو غزه بمبار کړه

توسط - اسراييلي الوتکو غزه بمبار کړه

اسراييلي الوتکو نن سهار يو ځل بيا د فلسطين د غزې تړانګې يو شمېر سيمې بمبار کړې. د راپورونو له مخې، اسراييلي الوتکو د غزې په شمال کې بيت لاهيا او په مركز كې دير البلح سيمه هدف وګرځوله. په دير البلح كې د کب نيوونکو د ټولنې ودانۍ بمبار شوې ده. اسراييلي چارواکي وايي، دا هوايي بريدونه يې د هغه توغندي په غبرګون کې کړي، چې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

اردوغان: له روسيې اېس ۴۰۰ ډوله توغندي پېرو

توسط - اردوغان: له روسيې اېس ۴۰۰ ډوله توغندي پېرو

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان وايي، له روسيې د اېس ۴۰۰ ډوله توغنديو پېرل د امريکا له امنيت سره هېڅ اړيکه نه لري. ده د عدالت او پراختيا ګوند يوې ناستې ته په خبرو کې وويل، ټول پوهېږي، چې دا موضوع له ناټو ايتلاف، له امريکا د اېف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو له اخيستو او د دې هېواد له امنيت سره يوه...