slideshow, كورني خبرونه

افغان ځواكونو د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته د هېواد دفاع ته چمتووالى وښود

توسط - افغان ځواكونو د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته د هېواد دفاع ته چمتووالى وښود

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد وايي، له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو د وتلو په صورت كې افغان ځواكونه دا امكانات په لاس كې لري، چې د هېواد دفاع وكړي. ده تېر ماښام د مارشال محمد قسيم فهيم د ملي اكاډمۍ د افسرانو د ۱۱مې دورې په فراغت غونډه كې د وينا په مهال له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې د ولسي جرګې ټاكنو يو کانديد ترور شو

توسط - په هرات كې د ولسي جرګې ټاكنو يو کانديد ترور شو

د هرات ولايتي چارواكي د دغه ولايت په مركز كې د وسله وال بريد په ترڅ كې د ولسي جرګې ټاكنو د يوه كانديد د وژل كېدو خبر وركوي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، نامعلومو وسله والو تېره شپه د هرات ښار په منارونو سيمه كې د ولسي جرګې ټاكنو پر كانديد علي جمعه محبي ډزې كړي او هغه...

slideshow, كورني خبرونه

يو شمېر ځوانانو په يوه ځانګړي ډول د جګړې د پای غوښتنه وکړه

توسط - يو شمېر ځوانانو په يوه ځانګړي ډول د جګړې د پای غوښتنه وکړه

په كابل ښار كې نن يو شمېر ځوانان په بې مخينې حركت سره او د زامبيانو يا وينې څښونكو د ځانګړو جامو په اغوستلو سره له ګاونډيو هېوادونو، د ملي يووالي حكومت له رهبرۍ او افغان سياستوالو په هېواد كې د جګړې د پاى ته رسولو غوښتونكي شول. دوى ځينې ګاونډي هېوادونه په افغان جګړه كې په لاس لرلو تورنوي او له حكومته غواړي،...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې د كوټې د چت لوېدو له كبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په ننګرهار كې د كوټې د چت لوېدو له كبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په غوچکو سيمه کې د زياتو ورښتونو له كبله د يوه كور د كوټې د چت لوېدو په پېښه كې يوه ۲۶ کلنه ښځه او د هغې اته مياشتنى ماشوم وژل شوي او درې نور ماشومان ژوبل دي. د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا پېښه نن...

slideshow, كورني خبرونه

په لوګر كې يو طالب ډلمشر وژل شوی

توسط - په لوګر كې يو طالب ډلمشر وژل شوی

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو يو مهم ډلمشر وژل شوى دى. د كورنيو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د دې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه كې د گډو امنيتي ځواكونو د خيبر پنځه په نوم عملياتو په ترڅ كې د مهم ډلمشر شفيع الله په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. سرچينې...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله د دوحې د سولې د خبرو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه

توسط - عبدالله د دوحې د سولې د خبرو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، كه څه هم خلك د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ روانو خبرو ته هيله من دي، خو دا چې جزيات يې روښانه نه دي، اندېښنه لري. هغه نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، دا خبرې بين الافغاني مذاكراتو ته زمينه برابروي او د دې مذاكراتو...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

چين د بويينګ ۷۳۷ مکس اته ډوله الوتکو پر الوتنو بنديز ولګاوه

توسط - چين د بويينګ ۷۳۷ مکس اته ډوله الوتکو پر الوتنو بنديز ولګاوه

د چين د ملکي هوايي چلند ادارې د دې هېواد ټولو هوايي شرکتونو ته امر کړی، چې بويينګ ۷۳۷ مکس اته ډوله الوتکو ته د پرواز اجازه ورنه كړي. دغې ادارې دا امر وروسته له هغې وكړ، چې يوه ايتوپيايۍ بويينګ ۷۳۷ مکس اته ډوله الوتکه پرون سهار په ځاىي وخت اته بجې او ۴۴ دقيقې د دغه هېواد له پايتخت څخه تر الوتنې...

slideshow, كورني خبرونه

د پښتو کتابونو د چاپ او خپراوي بهير چټک شوی

توسط - د پښتو کتابونو د چاپ او خپراوي بهير چټک شوی

که څه هم د تېرو کلونو په پرتله په وروستيو کې د پښتو کتابونو د چاپ او خپراوي بهير د پام وړ چټک شوی، خو تېره اوونۍ بيا په دې برخه کې يو بېساری ګام اخيستل شوی او د مورنۍ ژبې د ورځې په وياړ د بېلا بېلو خپرندويو ټولنو او کتاب پلورنځيو له لوري ګڼ کتابونه چاپ او خپاره شول. له دې ډلې...

slideshow, كورني خبرونه

په كندهار كې د نشه يي توكو ۱۲ قاچاق کوونکي نيول شوي

توسط - په كندهار كې د نشه يي توكو ۱۲ قاچاق کوونکي نيول شوي

د كورنيو چارو وزارت د كندهار په نړيوال هوايي ډګر كې د نشه يي توكو د ۱۲ قاچاق وړونكو د نيولو خبر وركوي. دغه وزارت تېره شپه په خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، دا كسان د كندهار د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو پېژندلي او نيولي دي. په خبرپاڼه كې راغلي، نيول شوو كسانو هيرويين ډوله نشه يي توكي په...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د ايتوپيايۍ مسافر وړونكې الوتكې د لوېدو په پېښه كې لسګونه کسان وژل شوي

توسط - د ايتوپيايۍ مسافر وړونكې الوتكې د لوېدو په پېښه كې لسګونه کسان وژل شوي

د کينيا پايتخت نايروبي ته پر لاره د ايتيوپيايۍ بوينګ ۷۳۷ ډوله الوتکې د لوېدو په پېښه كې ۱۵۷ كسان وژل شوي دي. په دې الوتكه كې ۱۴۹ مسافر او د عملې اته كسان سپاره وو، چې په ځايي وخت د يكشنبې په سهار اته بجې او ۴۴ دقيقې د ايتوپيا د پايتخت اديسه بابا له هوايي ډګره تر الوتو لږ وروسته ولوېده. تراوسه د...