كورني خبرونه

په سمنګان كې اوو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په سمنګان كې اوو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

وسله والو طالبانو د سمنګان په دره صوف پايين ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستې د بريد په ترڅ كې اوو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس راز محمد كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه پر ازبك پيره امنيتي پوستې شوى، چې طالبانو له نيولو وروسته سوځولې ده. د هغه په خبره، په دې بريد كې...

slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې ۱۰ وسله والو طالبانو مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په بلخ كې ۱۰ وسله والو طالبانو مرګ ژوبله اوښتې

۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د وليد ۴۰ په نوم عملياتو په ترڅ كې د دوشنبې په مازديګر شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي. د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د دغو عملياتو له پيل راهيسې تر دې دمه د طالبانو له شتونه څو كلي...

slideshow, كورني خبرونه

په هېواد كې د پاسپورټ انلاين خدمتونه پيل شول

توسط - په هېواد كې د پاسپورټ انلاين خدمتونه پيل شول

د كورنيو چارو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو په همكارۍ نن د پاسپورټ انلاين خدمتونه پيل شول. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير شهزاد ګل اريوبي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په وينا كې د اصلاحاتو پلي كولو، روڼتيا رامنځته كولو او ښې حكومتولۍ يوازينۍ لار له ټكنالوژۍ ګټه اخيستنه وبلله. هغه وويل، دا لومړى ګام دى او كوښښ كوي د...

slideshow, كورني خبرونه

په هلمند كې د يوه خبريال پر موټر د چسپكي ماين چاودنه شوې

توسط - په هلمند كې د يوه خبريال پر موټر د چسپكي ماين چاودنه شوې

د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د چسپكي ماين چاودنې د سباوون په نوم د شخصي راډيو ټلويزيون خبريال نثار احمد احمدي ټپي كړ. د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې د لښكرګاه ښار په كارته لګان سيمه كې د ياد خبريال پر موټر شوې ده. د نوموړي په خبره،...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې روانه مياشت د سېلابونو له كبله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په هرات كې روانه مياشت د سېلابونو له كبله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په روانه كب مياشت كې په هرات كې راوتلو سېلابونو اووه تنه وژلي، پنځه نور يې ټپيان كړي او سلګونه كورونه يې ويجاړ كړي دي. د هېواد په لوېديځ كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس عبدالحميد مبارز حميدي وايي، د دغو سېلابونو له كبله په هرات ښار او زنده جان، غوريان او ګذرې ولسواليو كې د استوګنې ۲۹۷ كورونه، په شينډنډ ولسوالۍ...

slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې د يوه ټرافيك پوليس د وهلو په تور يو موټر چلوونكی ونيول شو

توسط - په بلخ كې د يوه ټرافيك پوليس د وهلو په تور يو موټر چلوونكی ونيول شو

د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې يو موټر چلوونكى د يوه ټرافيك پوليس د وهلو په تور نيول شوى دى. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل كليد ته وويل، نيول شوى موټر چلوونكى مجتبى نومېږي او پرون مازديګر د مزار شريف ښار په سيد اباد څلور لارې كې په ناقانونه توګه د حركت په حال كې و، چې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

يني شفق: امريکا داعش وسله والو ته جعلي پېژندپاڼې ورکوي

توسط - يني شفق: امريکا داعش وسله والو ته جعلي پېژندپاڼې ورکوي

يوې ترکۍ ورځپاڼې ادعا کړې، چې امريکايي ځواکونه هڅه کوي په سوريه کې داعش وسله والو ته جعلي پېژندپاڼې ورکړي او په دې ډله کې د هغوى مشر ابوبکر البغدادي هم شامل دی. يني شفق ورځپاڼې هغه انځورونه خپاره کړي، چې په كې البغدادي په يوه زغره وال امريکايي موټر کې ښکاري. د دې راپور له مخې، د امريکا مركزي استخباراتي اداره سي آى اې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

دوه زره اتلسم کال د سوري ماشومانو لپاره مرګونی و

توسط - دوه زره اتلسم کال د سوري ماشومانو لپاره مرګونی و

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق يونيسف وايي، ۲۰۱۸م ميلادي کال د سوريې د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی و او په دې کال کې ۱۱۰۰ سوري ماشومان وژل شوي دي. د يونيسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سوريې ماشومان په ځينو سيمو کې اوس هم همدومره په خطر کې دي لکه اته کاله مخکې چې و. د يونيسف مشرې...

slideshow, كورني خبرونه

محب له افغان حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو پر کېناستو ټينګار وکړ

توسط - محب له افغان حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو پر کېناستو ټينګار وکړ

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې هوكړه به په هېواد او سيمه كې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د پاى ته رسېدو په معنا نه وي. نوموړي د كابل په وخت تېر ماښام د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا په غونډه كې له طالبانو وغوښتل، چې بين الافغاني سولې ته په ژمنتيا د افغانستان له...

slideshow, فوټبال, كورني خبرونه

تايلنډ په ساحلي فوټبال لوبه كې افغانستان ته ماتې وركړه

توسط - تايلنډ په ساحلي فوټبال لوبه كې افغانستان ته ماتې وركړه

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه د اسيايي سياليو د كوربه هېواد تايلنډ د ساحلي فوټبال له ملي لوبډلې په خپله درېيمه لوبه كې د صفر په وړاندې په دوو ګولونو ماتې وخوړه او له مخكې تګه پاتې شوه. افغان لوبډلې د اسيا د اتلولۍ او د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې په سياليو كې...