توسط mayar -
د پاكستان لومړى وزير عمران خان د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او وسله والو طالبانو د استازو وروستي پړاو خبرو ته په اشارې وايي، سوله به ژر په افغانستان كې ټينګه شي.
ده تېره ورځ افغان پولې ته څېرمه د قبايلي سيمې باجوړ اوسېدونكو ته د وينا په مهال وويل، د سولې روان بهير به په سيمه كې د ثبات، د...
توسط mayar -
د جرمونو نړيوالې محكمې آى سي سي د دې ادارې كاركوونكو ته د امريكا د ويزې پر وركولو د لګول شوي محدوديت په غبرګون كې ويلي، د واشنګټن پر ګواښونو سربېره به خپل كار ته دوام وركړي.
د جرمونو نړيواله محكمه غواړي په جنګي جرمونو كې په افغانستان كې د مېشتو امريكايي او نورو بهرنيو سرتېرو د احتمالي لاس لرلو په اړه څېړنه وكړي،...
توسط mayar -
د ملي دفاع وزارت په بلخ كې د پنجشنبې په ورځ د رامنځته شوې شخړې د پاى ته رسېدو خبر وركوي.
د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد د كورنيو چارو له سرپرست وزير مسعود اندرابي سره نن مازديګر په مزار شريف ښار كې يوې ګډې خبري غونډې ته وويل، په ادارو كې بدلون او تبديلي يو اصل دى.
د نوموړي په خبره، د بلخ...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني نن په نيوزيلنډ كې پر دوو جوماتونو وسله وال بريدونه، چې له كبله يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، غندلي دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، پر دغو جوماتونو تروريستي بريدونو يو ځل بيا وښوده، چې تروريستان هېڅ دين او ايين ته درناوى نه لري او د ټول بشريت دښمنان دي.
افغان...
توسط mayar -
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى د سيمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو په دوام سبا ايران ته ځي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري وايي، داودزى به د دغه دوه ورځني سفر په مهال د ايران د بهرنيو چارو د وزير...
توسط mayar -
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال ۲۶ وسله وال ترهګر وژلي، ۲۱ تنه يې ټپيان كړي او درې نور يې نيولي دي.
سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات د هوايي ځواكونو...
توسط mayar -
د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بېګ وايي، د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې ملي او سيمه ييز پوليس له ۲۰ امنيتي پوستو په شا شوي دي.
هغه كليد ته وويل، دا ځواكونه، چې د بالامرغاب ولسوالۍ په قِبچاق سيمه كې موجود وو، نن سهار له خپلو امنيتي پوستو په شا شول.
نوموړى خبردارى وركوي، كه دې ولسوالۍ ته نور امنيتي سرتېري ونه...
توسط mayar -
په خوست کې د ژمن په نوم د يوه خصوصي ټلويزيون خبريال او ممثل سلطان محمود خيرخواه نن غرمه مهال د نامعلومو موټرسايکل سپرو کسانو له لوري د تومانچې په ډزو ټپي شوى دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر وايي، پېښه د خوست ښار په لوېديځ کې د خوست او ګردېز پر لويه لار رامنځته شوې ده.
د هغه په...
توسط mayar -
د نيوزيلنډ لومړۍ وزيرې اعلان وكړ، چې نن د دغه هېواد د کريسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو په وسله والو بريدونو كې ۴۹ تنه وژل شوي دي.
جاسينډا ارډرن وويل، په دې بريدونو كې لږ تر لږه ۲۰ كسان ژوبل شوي هم دي.
هغې دا ترهګريز بريدونه وبلل.
د پوليسو په خبره، د يوې ښځې په ګډون يې څلور تنه په يادو بريدونو كې د...
توسط mayar -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ټينګار كوي، چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونه بايد د خلكو په وړاندې ونه درېږي.
نوموړي پرون مازديګر د هېواد د امنيتي او دفاعي ارګانونو د رهبرۍ په كلني كنفرانس كې وويل، له افغان ځواكونو دې يوازې د دښمن په ضد استفاده وشي او هغوى بايد له سياسي او ټاكنيزو مسايلو بهر عمل وكړي.
عبدالله زياته...