توسط mayar - - 25 کب 1397
د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سيمه كې د سرحدي ځواكونو پر پوستو د وسله والو طالبانو د بريد له كبله لسګونو سرحدي سرتېرو خپلې پوستې پرېښې دي.
د دې ولايت د والي وياند جمشېد شهابي كليد ته وويل، نېږدې ۱۰۰ سرحدي سرتېري د امنيتي مسوولينو په لارښوونې له خپلو پوستو په شا شوي، د تركمنستان پولې ته تللي او يا هم...
توسط mayar - - 25 کب 1397
د حركت انقلاب اسلامي ګوند مشر د ملي يووالي حكومت د سولې په وړاندې د خنډونو په رامنځته كولو او د دې بهير په ټكني كولو تورنوي.
مولوي قلم الدين نن په يوه خبري غونډه كې وويل، په داسې حال كې، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو د خبرو په پنځم پړاو كې د پام وړ پرمختګ شوى، خو...
توسط mayar - - 25 کب 1397
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې د اروزګان د مركز ترينكوټ ښار په مربوطاتو كې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان ملا امين الله پر قرارګاه عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې ۲۲ طالبان وژل شوي او د عبدالهادي په نوم يو بل طالب نيول شوى دى.
دې رياست نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه...
توسط mayar - - 25 کب 1397
افغان صرافانو د ملي يووالي حكومت د دوى د ځاني او مالي امنيت په ټينګښت كې ناكام وباله او د مهسا د وژنې د عاملينو د مجازاتولو غوښتونكي شول.
د هېواد د صرافانو د سرتاسري شورا رئيس مير افغان ساپي نن په كابل ښار كې د صرافانو د كاري اعتصاب په مهال وويل، د مهسا د قتل عاملين بايد په عام محضر كې اعدام...
توسط mayar - - 25 کب 1397
د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې نن سهار د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف د ملي اردو سرتېرو په مشرۍ د ګډو افغان ځواكونو عمليات پيل شول.
د دغه ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا عمليات به پنځه ورځې دوام ولري.
د هغه په وينا، په دې عملياتو كې ملي او سيمه ييز پوليس او همدارنګه توپچي...
توسط mayar - - 25 کب 1397
د سرپل د ولايتي شورا رئيس محمد نور رحماني وايي، د جوزجان – سرپل پر لويه لار پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې څلور پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
نوموړي كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه د سرپل د مركز د پنجشېر سيمې پر امنيتي پوستې شوى، چې له كبله يې دا پوسته د...
توسط mayar - - 25 کب 1397
امنيتي سرتېرو په هلمند كې د موټر بم چاودنې مخنيوى كړى دى.
د كورنيو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ګډو افغان ځواكونو د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو له لوري جوړ شوى موټر بم كشف او شنډ كړ.
په خبرپاڼه كې راغلي، طالبانو غوښتل ياد موټر بم ته د لښكرګاه ښار په مربوطاتو كې...
توسط mayar - - 25 کب 1397
د نيوزيلنډ پر دوو جوماتونو په وسله والو بريدونو كې د داود نبي په نوم يو ۷۱ كلن افغان وژل شوى او درې نور ژوبل دي.
په کرايسټ چرچ ښار کې پرون په دوو جوماتونو کې پر خلکو، چې د جمعې لمانځه د ادا کولو لپاره ورغلي وو، بريدونه وشول.
د داود نبي زوى عمر نبي د نيوزيلنډ رسنيو ته ويلي، پلار يې له ګڼو...
توسط mayar - - 25 کب 1397
په كابل ښار كې د چسپكي ماين چاودنې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې او ۱۵ دقيقې د كابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند د كوټه سنګي تر پله لاندې پر يوه شخصي كرولا ډوله موټر شوې ده.
د نوموړي په خبره، د چاودنې له كبله د دغه...
توسط mayar - - 25 کب 1397
په خوست کې د ژمن په نوم د يوه خصوصي ټلويزيون خبريال او ممثل سلطان محمود خيرخواه د سختو ټپونو له كبله په روغتون كې ساه وركړه.
نوموړى پرون غرمه مهال د نامعلومو موټرسايکل سپرو کسانو له لوري د تومانچې په ډزو ټپي شوى و.
پېښه د خوست ښار په لوېديځ کې د خوست او ګردېز پر لويه لار رامنځته شوې وه.
د يادونې وړ ده،...