توسط mayar -
د واورې ورېدنې له كبله د سالنګ لويه لار د تېرې شپې له اووه بجو او ۳۰ دقيقو راهيسې د ټرافيكو پر مخ بنده ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي نن سهار كليد ته وويل، له وړمې شپې را په دې خوا په سالنګونو كې له طوفان سره مل واوره ورېدنه دوام لري، خو دمګړۍ طوفان ورو دى، مګر واوره...
توسط mayar -
د ننګرهار په تورخم ښارګوټي او روداتو ولسوالۍ کې پوليسو له درېيو تنو سره په درې عرادو موټرونو کې ۸۶۵ قرصه ټابلېټ کا او ۱۲۷ کيلو ګرامه چرس ونيول.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، پوليسو په تورخم ښارګوټي کې د صدام په نوم له يوه تن سره په سراچه ډوله موټر کې ۸۶۵ قرصه ټابلېټ کا نيولي، چې په...
توسط mayar -
د امريکا د بهرنو چارو وزير مايک پمپيو وايي، د دغه هېواد جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ غواړي د افغانستان اوږده جګړه پاى ته ورسوي او د دې ستونزې پر داسې حل ټينګار كوي، چې د متحدو ايالتونو په ضد د ترهګرۍ ګواښونه ختم شي.
نوموړي په يوه مركه كې د افغانستان د سولې بهير په تړاو ويلي، دوى په ياد هېواد كې د يوې...
توسط mayar -
د نيالګيو كېنولو پسرلنى ملي كمپاين نن د سولې او سمسورتيا تر شعار لاندې پيل شو، چې په ترڅ كې به يې په هېواد كې له ۲۰ ميليونه ډېر نيالګي كېنول شي.
د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني د ياد كمپاين د پيل په مهال وويل، له دې كمپاين څخه يې هدف د ژوندانه د چاپېريال په ساتنې، د هوا...
توسط mayar -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د بيان ازادي او ډيموكراټيكې رسنۍ د افغانستان د خلكو د ۱۸ كلونو د لويو لاسته راوړنو برخه او معامله نه منونكې دي.
هغه دا خبره نن په هېواد كې د نيالګيو كېنولو د پسرلني ملي كمپاين د پيل په مراسمو كې وكړه.
بل پلو عبدالله د خبريال د ملي ورځې په مناسبت په خپل خپاره...
توسط mayar -
۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په فارياب كې په تېرو ۴۸ ساعتونو كې د افغان ځواكونو د هوايي بريدونو او مخامخ جګړو په مهال ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دې قول اردو نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د فارياب د قيصار ولسوالۍ په اركليك، شاخ، زيارتګاه او ځينو نورو سيمو كې د امنيتي سرتېرو په هوايي بريدونو او مخامخ...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، بانكي بحران دولت نه، بلكې خصوصي سكټور رامنځته كړى او سوء استفاده سبب شوې، چې په هېواد كې بانكونه كمزوري شي.
هغه متحده عربي اماراتو ته د سفر په مهال تېر ماښام هلته مېشتو افغان سوداګرو ته په وينا كې وويل، اړتيا ده په دې برخه كې يوه نړيواله معتبره كمپنۍ څېړنه وكړي او د ماليې سرپرست وزير...
توسط mayar -
د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه د پروان په بګرام ولسوالۍ کې لوېدلې ده.
د پروان د والي ويانده وحيده شهكار وايي، دا بې پيلوټه الوتکه د يکشنبې په ورځ له غرمې وروسته دوه بجې او ۴۵ دقيقې د بګرام ولسوالۍ په باريک اب سيمه كې د تخنيكي ستونزې له كبله نسکوره شوې ده.
نوموړې كليد ته وويل، په دې پېښه کې چا ته زيان...
توسط mayar -
د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش د سولې په خبرو كې له ټولو ښكېلو اړخونو غواړي، چې د بيان ازادۍ ساتنه تضمين كړي.
ده نن د خبريال د ملي ورځې نمانځغونډې ته وويل، سوله ملي او حياتي موضوع ده او ټول افغانان د سولې د روان بهير ملاتړ كوي، خو د بيان ازادي هم د افغانستان خلكو ته زيات اهميت لري.
د دانش په...
توسط mayar -
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته په يوازينۍ ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه كې په اوو وېكټو ماتې وركړه او په دغه فارمټ لوبو كې يې لومړۍ تاريخي بريا خپله كړه.
دا لوبه، چې پچه يې د ايرلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه، د افغانستان په كوربه توب د هند د دهرادون...