توسط mayar -
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د غور، بادغيس، هرات، بلخ او پكتيكا ولايتونو او د اهل هنودو حوزې د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.
د دغه كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د وروستيو پايلو له مخې د اهل هنودو په حوزه كې نرېندر سينګ خالصه د ۳۰۳ رايو په ګټلو سره ولسي جرګې ته لار موندلې...
توسط mayar -
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله د ملي يووالي له حكومت څخه غواړي، چې د سولې بهير دې د جګړې له قربانيانو سره په همغږۍ مخته يوسي.
دې ډلې نن د يوې خبري ناستې په ترڅ كې له حكومت څخه غوښتنه كړه، چې د سولې په بهير كې د تېرو ۱۸ كلونو د جګړې له قربانيانو سره مشورې وكړي او د هغوى په حق...
توسط mayar -
واشنگټن وايي، له دې وروسته د افغانستان د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب ته په امريكا كې هركلى نه ويل كېږي او متحدو ايالتونو د هغه له دفتر سره خپلې اړيكې پرې كړې دي.
رويټرز خبري اژانس راپور وركړى، د امريكا د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړي ډيپلوماټ ډېويډ هېل، چې په يوه احضاريه غونډه كې يې د افغانستان د ملي امنيت سلاكار ته د...
توسط mayar -
د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ يا ټيفا وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون نوو كمېشنرانو ورڅخه كېدونكې هيلې نه دي پوره كړې او ډېرى يې په تخنيكي كارونو كې كافي ظرفيت نه لري.
د ټيفا رئيس محمد نعيم ايوب زاده نن يوې خبري غونډې ته وويل، د كمېشنرانو په منځګړيتوب د ټاكنو په خپلواك كمېسيون كې په فساد كې د ښكېلو كار كوونكو شتون،...
توسط mayar -
په هرات كې تېره ورځ راوتلو سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي دي.
د دې ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، د سېلابونو له كبله په غوريان، كوه زور، زنده جان او رباط سنګي ولسواليو كې د څلورو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د نوموړي په...
توسط mayar -
د لغمان ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ كې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو افغان ځواكونو د روانو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند اسدالله دولتزي نن کليد ته وويل، د دغو عملياتو په مهال د مسيح الله او ملنګي په نومونو دوه طالبان وژل شوي او...
توسط mayar -
د تركيې د كورنيو چارو وزارت د كردستان د كارګرانو ګوند يا PKK په ضد د انقرې او تهران د ګډو پوځي عملياتو د ترسره كېدو خبر وركوي.
د تركيې د كورنيو چارو وزير سليمان سويلو ويلي، دا عمليات پرون د دغه هېواد په ختيځه پوله كې ترسره شوي دي.
هغه په دې اړه نور جزيات نه دي وركړي.
خو د ايران حكومت له انقرې سره...
توسط mayar -
د سوريې د دفاع وزير علي عبدالله ايوب په دغه هېواد كې د امريكا حضور نامشروع بللى او ويلي يې دي، سوريه حق لري، چې د ځان دفاع وكړي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ په دمشق كې د ايران او عراق له پوځي چارواكو سره په ګډه خبري غونډه كې كړې ده.
د هغه په وينا، په سوريه كې د امريكا او د هغې د...
توسط mayar -
د هالنډ پوليسو هغه وسله وال بريد كوونكى نيولى، چې د دې هېواد په اوترېخت ښار كې يې د دوشنبې په ورځ اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هالنډ پوليس چارواكو ويلي، دا بريد كوونكى ګوكمن تنش نومېږي، ۳۷ كلن او تركى وګړى دى.
دغه كس پرون په اوترېخت ښار كې په ډزو درې تنه ووژل او پنځه نور يې ژوبل كړل.
د تركيې اناتوليا...
توسط mayar -
د هند پوځ وايي، په لانجمنه سيمه كشمير كې د پاكستان د سرحدي ځواكونو په ډزو يو هندى سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه پرون كنټرول كرښې ته نېږدې د راجوري سيمې په سونديرباني ناحيه كې رامنځته شوې ده.
د هند پوځي چارواكو ويلي، هندي ځواكونو متقابل ځواب وركړ او د دواړو لورو ترمنځ جګړې شاوخوا دوه ساعته دوام درلود.
تېره...