توسط mayar -
ټاكل شوې د هند د كركټ غوره ليګ يا آى پي اېل د ۱۲م پړاو ۲۰ اوريزې سيالۍ د افغانستان په وخت نن ماخوستن اووه بجې پيل شي.
په دې سياليو كې د چناى سوپر كينګز، سنرايزرز حيدراباد، كلكته نايټ رايډرز، راجستان رويالز، ډيلي كپيټلز، ممبيي انډينز، كينګز الېون پنجاب او رويال چلېنجرز بنګلور په نومونو اته لوبډلې لوبېږي.
د آى پي اېل په سږنيو...
توسط mayar -
د هېواد د سړو سيمو په ښوونځيو كې نن سهار د ۱۳۹۸يم ښوونيز كال زده كړې پيل شوې.
د پوهنې وزارت له ټولو ښوونكو او زده كوونكو له مهالوېش سره سم په ټاكلي وخت خپلو ښوونځيو ته د حاضرېدو او د زده كړې بهير د پيلولو غوښتنه كړې ده.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په هېواد كې شاوخوا ۱۰ ميليونه زده كوونكي زده كړې...
توسط mayar -
د هلمند د مركز لښکرګاه ښار اړوند په کرزي لوبغالي کې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د بزګر د عنعنوي جشن په مراسمو کې د دوو پرله پسې ماين چاودنو له كبله ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، په پېښه كې د هلمند د اقتصاد د رئيس محمد خان نصرت په ګډون...
توسط mayar -
د هرات د عامې روغتيا رياست چارواكي په دغه ولايت كې په شكر ناروغۍ د اخته كسانو د شمېر زياتېدو خبر وركوي.
د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال اصف كبير كليد ته وويل، دوى په تېر ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په شكر ناروغۍ ۶۳۰ اخته كسان ثبت كړي، چې ۵۰ فيصده يې له خپلې ناروغۍ بې خبره وو.
نوموړى وايي، د ۱۳۹۶يم لمريز كال...
توسط mayar -
۲۰۷ ظفر قول اردو اعلان كړى، چې د ملي اردو ۸۰۰ تازه دمي سرتېري تېره ورځ فراه ته رسېدلي دي.
دغې قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا سرتېري په كابل كې د ښوونيزو دورو له بشپړولو وروسته فراه ته لېږل شوي او ټاكل شوې د دې ولايت په ناامنه سيمو كې ځاى پر ځاى شي.
فراه د هېواد په لوېديځ كې...
توسط mayar -
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي، په افغانستان كې نن د عملياتو په مهال دوه امريكايي سرتېري وژل شوي دي.
د ياد ماموريت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې په دې اړه نور جزيات نه دي وركړل شوي او د وژل شوو امريكايي سرتېرو نومونه يې هم نه دي په ډاګه كړي.
بلخوا يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، دا پېښه په كندوز...
توسط mayar -
د كونړ په مركز اسعداباد كې پر يوه كور د غره ښويېدو په پېښه كې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، دا پېښه تېره شپه د اسعداباد په دوشاخېلو سيمه كې رامنځته شوې، چې له كبله يې درې ماشومان وژل شوي او پنځه كسان ټپيان دي.
ده د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ...
توسط mayar -
د كابل په بادام باغ سيمه كې نن سهار د بزګر مېله او ۲۲م پسرلنى كرنيز نندارتون پرانيستل شو، چې پنځه ورځې به دوام ولري.
د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سكټور د پراختيا رئيس حبيب الله حبيبي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، په سږني نندارتون كې ۲۳۰ غرفې پرانيستل شوي، چې ۶۱ يې د افغان ښځو لاسي...
توسط mayar -
د غزني ولايتي چارواكي په تېره يوه مياشت كې په دې ولايت كې د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، هلته په ياده موده كې افغان كومانډو او ځانګړو ځواكونو د غوڅ ملاتړ ماموريت د سرتېرو په هوايي ملاتړ شاوخوا ۶۰ مورده عمليات ترسره كړي دي.
نوموړي زياته كړه، په...
توسط mayar -
د اروزګان امنيتي چارواكي وايي، په نوي ۱۳۹۸يم لمريز كال كې به په دغه ولايت كې د وسله والو طالبانو په ضد د خالد په نوم پوځي عمليات ترسره كړي.
د اروزګان امنيه قوماندان ډګروال خطاب خنجري تېره ورځ وويل، د خالد په نوم پوځي عملياتو ته يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.
د هغه په وينا، د دې عملياتو په ترڅ كې به د وسله...