توسط mayar -
د ننګرهار په سړو سيمو كې نوى ښوونيز کال د ناامنۍ له كبله د څلورو تړل شوو ښوونځيو په پرانيستو سره پيل شو.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري کليد ته وويل، د ننګرهار په سړو سيمو کې ۲۷۹ ښوونځي موجود دي، چې په کې د ۳۰ فيصده نجونو په ګډون ۱۵۰ زره زده کوونکي زده كړې كوي.
دى وايي، له ډېرو...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، ۱۳۹۸يم لمريز كال د پرمختګ، سولې او ولسواکۍ کال دى.
نوموړي تېر مازديګر په ارګ كې په عامه او ستراتېژيکو اړيکو کې د ده د ستر سلاکار په توګه د وحيد عمر د معرفۍ په مراسمو كې د هلمند او كندهار ولايتونو پرونيو پېښو ته په اشارې وويل، هر ځل د سولې له مطرح کېدو سره د امتياز...
توسط mayar -
نامعلومو وسله والو په ولسي جرګه كې د اروزګان د خلكو استازى عبيدالله باركزى نن ماسپښين په كندهار كې وژلى دى.
د كندهار د امنيه قوماندانۍ وياند احمد شاه احمدزي كليد ته وويل، باركزى په يوه تروريستي بريد كې د كندهار ښار د شپږمې ناحيې په شهر نو سيمه كې ووژل شو.
د عبيدالله باركزي د وژنې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى...
توسط mayar -
د هېواد په لوېديځ كې پخوانى جهادي قوماندان محمد اسماعيل د امريكا او طالبانو د استازو پر خبرو په نيوكې سره وايي، د افغانستان سوله عربي هېوادونو او امريكا برمته كړې ده.
نوموړي نن په هرات كې د خپل زوى ميرويس صادق د مړينې د ۱۵م تلين په نمانځغونډه كې وويل، قطر، سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه او امريكا د افغانستان د سولې...
توسط mayar -
په دايكندي كې به سږ كال له ۶۰ زرو زيات مېوه لرونكي او بې مېوې نيالګي كېنول شي.
د دې ولايت د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس عبدالواحد فېروزي كليد ته وويل، هلته د نيالګيو كېنولو كمپاين پيل شوى او يوه مياشت به دوام ولري.
د هغه په وينا، په تېر ژمي كې د ډېرو ورښتونو له كبله به بزګران په روان ۱۳۹۸يم لمريز...
توسط mayar -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په واشنګټن كې د افغانستان لپاره د روسيې، چين او اروپايي ټولنې له ځانګړو استازو ضمير كابلوف، دينګ شي جون او كوبيا سره په جلا توګه كتلي دي.
دغو چارواكو په يوه څلور اړخيزه غونډه كې هم حضور پيدا كړى او پر افغان سولې غږېدلي دي.
خليلزاد نن پر خپله...
توسط mayar -
د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رئيس ځانګړى استازى ضمير كابلوف وايي، په افغانستان كې واك ته بېرته د طالبانو رسېدل او د دوى له لوري د قدرت انحصار له اټكله لرې نه دى.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، كابلوف په واشنګټن كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي...
توسط mayar -
د پاكستان لومړي وزير عمران خان د خپل هندي سيال نرېندرا مودي د هغه پيغام هركلى كړى، چې د پاكستان ورځې په مناسبت يې په كې پاكستاني ملت ته مباركي ويلې او نېكې هيلې يې وړاندې كړې دي.
مودي ويلي، اوس د دې وخت دى، چې د هند د نيمې وچې خلک له ترهګرۍ او تاوتريخوالي په پاك چاپېريال كې د جمهوريت، امنيت، پرمختګ...
توسط mayar -
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د سوريې ټولې سيمې د داعش ډلې له شتونه پاكې شوې دي.
ده په داسې وخت كې دا خبره كړې، چې د سوريې په باغوز سيمه كې اوس هم جګړه دوام لري.
ټرمپ پرون خبريالانو ته په يوه نقشه كې وښودل، چې د نوموړي د ټاكلو په مهال داعشيان چېرته وو او دمګړۍ چېرته موجود دي.
د امريكا جمهور...
توسط mayar -
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي وايي، له مخكې نه د جوړ شوي مهالوېش له مخې د سالنګ لويه لار د روانې وري مياشتې له لومړۍ تر درېيمې نېټې د هېواد له جنوبه شمال ته د تلونكو بار وړونكو موټرونو پر مخ بنده ده.
نوموړي نن سهار كليد ته وويل، كه څه هم په سالنګونو كې واوره ورېدنه دوام لري، خو...