توسط mayar - - 7 وری 1398
هندي رسنۍ وايي، هند له افغانستان سره د ۴ جنګي الوتکو مرسته کوي.
د دې راپورونو له مخې، هند له بلاروس سره تړون کړی، چې افغانستان ته څلوېښت جنګي الوتکې برابرې کړي.
له بل لوري په هند کې د افغانستان پخواني سفير او اوس مهال د جمهوري رياست نوماند شيدا محمد ابدالي هم دا راپورونه تاييد کړي دي او ويلي دي چې په راتلونکو څو...
توسط mayar - - 7 وری 1398
ټاکل شوې نن د هند د کرکټ په غوره ليګ يا ای پي اېل سياليو کې کېنګز الېون پنجاب له کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووزي.
دغه لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
له پنجاب سره افغان لوبغاړی مجيب الرحمن هم لوبېږي.
دې لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ډيلي کپيټلز ته ماتې ورکړه او مجیب الرحمن په...
توسط mayar - - 7 وری 1398
ولس له ټاكنيزو كمېسيونونو غواړي چې د ژمنو پرځاى د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره عملي اقدامات ترسره كړي.
د ازادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا نن په يوه خبري غونډه كې د ټاكنو په تړاو له خلكو سره د مشورو راپور خپور كړ.
د فيفا د پروګرامونو مسول محمدنعيم اصغري وويل، حكومت او كمېسيونونو ته د خلكو پيغام دا دى...
توسط mayar - - 7 وری 1398
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، زلمي خليلزاد د افغانستان د سولې د خبرو لپاره خپل نوی سفر پيل کړی دی.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې زلمی خلیلزاد به دا ځل، افغانستان، قطر، برېتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان او اردن ته سفرونه ولري.
زلمی خلیلزاد به په دې سفر کې د امریکا له متحدو هېوادونو سره پر افغان سولې خبرې کوي او همدا...
توسط mayar - - 7 وری 1398
افغانستان د عمران خان د وروستيو څرګندونو په غبرګون كې له اسلام اباده خپل سفير کابل ته را غوښتی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې څرګنده لاسوهنه ده.
د احمدي په وینا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلاماباده خپل...
توسط mayar - - 6 وری 1398
پخواني جمهور رئيس حامد كرزي په افغانستان كې د يوه لنډمهاله حكومت پر رامنځته كېدو د پاكستان د لومړي وزير عمران خان ټينګار د افغانستان په كورنيو چارو كې د اسلام اباد ښكاره لاسوهنه بللې ده.
كرزي ويلي، افغانان له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره د ښو او پر متقابل درناوي د ولاړو اړيكو غوښتونكي دي او په بدل كې يې د...
توسط mayar - - 6 وری 1398
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان كې روان تاوتريخوالى د سيمه ييزو او نړيوالو شرايطو او د اسلامي نړۍ د تضادونو حاصل دى، چې بايد هر اړخ يې په دقت په پام كې ونيول شي.
هغه نن په ارګ كې د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست له مشرې فډريكا موګېريني سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، د افغانستان د ۴۰ كلن...
توسط mayar - - 6 وری 1398
د ايران په شمالي، لوېديځو او جنوب لوېديځو ولايتونو کې د سېلابونو راوتو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
تر دې مهاله يوازې د فارس ولايت په مركز شيراز کې سېلاب ۱۹ تنه وژلي دي.
سېلابونو ګڼ شمېر کورونه ويجاړ کړي، موټرونه يې له يو بل سره وهلي او د برېښنا مزي يې پرې کړي دي.
ايراني چارواکو ويلي، په شيراز کې سېلاب دومره ژر...
توسط mayar - - 6 وری 1398
د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو ځل بيا په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت پر رامنځته کېدو ټينګار وكړ او په وينا يې، د افغانستان اوسنی حکومت د سولې د خبرو په وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی.
عمران خان پرون خبريالانو ته وويل، د افغانستان د سولې بهير هغه وخت برياليتوب ته رسېدلی شي، چې په دې هېواد کې يو بې پلوه...
توسط mayar - - 6 وری 1398
د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مشره فډريكا موګېريني اسلام اباد ته له سفر وروسته نن سهار كابل ته را ورسېده او د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره يې وليدل.
په دې ليدنه كې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهير په اړه خبرې وكړې.
عبدالله وويل، په هېواد كې د سولې ټينګښت تېرو تيارو ورځو ته د ستنېدو په معنا...