توسط mayar - - 9 وری 1398
په غزني كې د امنيتي ځواكونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړو كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، وسله والو مخالفينو نن سهار شاوخوا يوه بجه د غزني ښار د درېيمې امنيتي حوزې پر دوو امنيتي پوستو بريدونه وكړل او نښتو د سهار تر درېيو بجو...
توسط mayar - - 9 وری 1398
د كورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات وايي، د كركټ لوبې د ۱۲ كلن تښتول شوي لوبغاړي احمد قريشي قضيه خپله تعقيبوي او په وينا يې، د هر افغان ژوند ورته مهم دى او ژغورل يې خپل مسووليت بولي.
نوموړي پر خپله فېسبوك پاڼه د قريشي كورنۍ ته ډاډ وركړى، چې پوليس به په دې قضيه كې هېڅ ډول غفلت ونه...
توسط mayar - - 9 وری 1398
د هرات په مركز او ولسواليو كې سېلابونو څلور تنه وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا سېلابونه د هرات په مركز او ولسواليو كې د بارانونو له كبله راوتلي، چې په ترڅ كې يې څلور تنه وژل شوي او د استوګنې سلګونه كورونه او زرګونه جريبه كرنيزه ځمكه زيانمنه شوې ده.
د نوموړي په خبره، دا لومړنۍ...
توسط mayar - - 9 وری 1398
د بنګله دېش په پايتخت ډاكه كې تېره ورځ اور لګېدنې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اور لګېدنه په يوې ۲۲ پوړيزې ودانۍ كې رامنځته شوې، چې له كبله يې د راپورونو پر بنسټ، لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپيان دي.
ځايي اوسېدونكي وايي، په دې ودانۍ كې ځينو اوسېدونكو كسانو له اوره د ژغورلو په هدف...
توسط mayar - - 8 وری 1398
د بښنې نړیوال سازمان پرون پر پاکستان غږ کړی دی چې ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ بنده کړي او ددې کار د مخنیوي لپاره ټول اړین تدابیر ونیسي.
د بشري حقونو د ملاتړ دې سازمان ویلي، د وګړو جبري بې درکۍ له ډېرې مودې راهیسي د پاکستان پر لمن تور داغ دی.
یاد سازمان ویلي، په پاکستان کې د توکمیزو...
توسط mayar - - 8 وری 1398
ټاکل شوې په راتلونکو دوو اوونیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره د افغان سیاستوالو بله ناسته جوړه شي.
د یادې غونډې د چمتوالي لپاره د قطر یوه پلاوي په کابل کې له یو شمېر حکومتي او د حکومت له چوکاټه بهر سیاستوالو سره کتلي دي.
اجراییه رییس پرون په سپیدار ماڼۍ کې ویلي، د قطر پلاوي ورته ویلي چې دوی...
توسط mayar - - 8 وری 1398
د هېواد د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني دفتر تاييد کړې چې د هغه په نوم د ننګرهار له بې وزلو مېرمنو سره د پيسو مرسته شوې، خو د دې هڅې تر شا هېڅ ډول سياسي اهداف وجود نه لري.
رولا غني هم پرون د ميندو د مړينې کمولو ته د ژمنتيا په مراسمو کې دې خبرې ته اشاره وکړه او ويې...
توسط mayar - - 8 وری 1398
روسیه وايي، په افغانستان کې د نظام د څرنګوالي په تړاو بايد د افغانستان خلک پرېکړه وکړي نه حکومت.
په کابل کې د روسیې سفیر له يوې خصوصۍ رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، که غوښتنه دا وي چې طالبان په سیاسي نظام کې برخه واخلي، نو باید د حل یوه لار ورته پیدا کړل شي او دا د حل لار باید د افغانستان...
توسط mayar - - 8 وری 1398
يو شمېر اوسني او پخواني امريکايي چارواکي وايي، ښايي جمهور رييس غني د سولې د هڅو مخه ونیسي ځکه له دې کبله ډېر غوسه دی چې له دې پروسې لرې پاتې شوی.
رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو په حواله ليکي، جمهور رييس غني پر خپله واکمنۍ د دې وضعيت د اغېز په تړاو اندېښنه لري.
له بل لوري، افغان چارواکو هم روېټرز ته ویلي...
توسط mayar - - 7 وری 1398
...