توسط mayar - - 10 وری 1398
جمهور رئيس محمد اشرف غني په ارګ كې له يو شمېر سياسي، حكومتي او جهادي شخصيتونو سره وكتل او د سولې پر بهير ورسره وغږېد.
د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري وايي، جمهور رئيس غني نن له غرمې مخكې له پخواني جمهور رئيس حامد كرزي، د هېواد جهادي شخصيت عبدرب الرسول سياف، د جمهوري رياست له دوهم مرستيال سرور دانش، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله...
توسط mayar - - 10 وری 1398
د غزني د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا پر ښوونځي د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله ۲۱ زده كوونكو او ښوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د هاوان دا مرمۍ نن سهار د امنيتي ځواكونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ د جګړې په مهال پر ياد ښوونځي...
توسط mayar - - 10 وری 1398
د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداره يا اترا په ټولنيزه شبكه فېسبوك كې د خلكو د (اترا چېرته ده؟) كمپاين په غبرګون كې وايي، اترا شته او ځواب ويونكې ده.
د دې ادارې رئيس محمد نجيب عزيزي نن يوې خبري غونډې ته وويل، د مخابراتي خدمتونو پېرودونكي په هېواد كې د مخابراتي سكټور لپاره د عايد سرچينه ده او د هغوى ستونزې ناديده نه...
توسط mayar - - 10 وری 1398
د بدخشان ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت پر ارغنجواه ولسوالۍ له تېرو دوه شپو راهيسې د وسله والو طالبانو د روان بريد له كبله امنيتي ځواكونو د ولسوالۍ ودانۍ پرېښې او شاته يې ځاى پر ځاى شوي دي.
د بدخشان د والي وياند نېك محمد نظري كليد ته وويل، افغان ځواكونه تېره شپه د ملكي تلفاتو د مخنيوي په هدف د ارغنجخواه ولسوالۍ...
توسط mayar - - 10 وری 1398
په هرات، فارياب، بادغيس او بلخ ولايتونو كې د تېرو دوو ورځو سېلابونو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو كې د دولت د وزارت مرستيال وياند حشمت خان بهادري نن كليد ته وويل، د وروستيو سېلابونو له كبله په دغو ولايتونو كې ۱۶ تنه وژل شوي، نهه تنه ټپيان شوي او دوه نور ورك دي.
هغه زياته كړه،...
توسط mayar - - 10 وری 1398
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ساحلي فوټبال د نړيوال سازمان د تازه درجه بندۍ له مخې ۱۰ مقامه مخكې تللې ده.
دې لوبډلې په تېره فبروري مياشت كې د دغه سازمان په درجه بندۍ كې ۶۳م ځاى درلود، خو اوس له ۱۰ مقامه مخكې تګ سره په نړۍ كې ۵۳م مقام لري.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د اسيايي لوبډلو...
توسط mayar - - 10 وری 1398
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولين وايي، هند ته د پاکستان له لارې د الوتنو اجازې نه موندلو له کبله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې درولې دي.
د دغې ادارې د مشر محمد قاسم وفايي زاده په وينا، دا چې لا هم د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوايي حريم تړل شوى، نو...
توسط mayar - - 9 وری 1398
په داسې حال كې، چې سولې ته تر بل هر وخت هيلې ډېرې شوي، د افغانستان د ولسي حركت ګوند بين الافغاني سوله غواړي.
د دغه ګوند د دارالانشاء رئيس علي احمد اسير د جمعې په ورځ په هېواد كې د سياسي او امنيتي وضعيت په تړاو د نوموړي ګوند لخوا په جوړه شوې غونډه كې وويل، بين الافغاني خبرې كولاى شي په هېواد...
توسط mayar - - 9 وری 1398
د بادغيس په جوند او قادس ولسواليو كې سېلابونو اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جمشېد شهابي نن كليد ته وويل، د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، د سختو بارانونو له كبله راوتلو سېلابونو په يادو ولسواليو كې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژلي او پنځه نور يې ژوبل كړي دي.
د نوموړي په خبره، د دې...
توسط mayar - - 9 وری 1398
په بلخ كې سېلابونو د دغه ولايت اوسېدونكو ته مالي زيانونه اړولي دي.
د بلخ د والي وياند منير احمد فرهاد نن كليد ته وويل، لومړني راپورونه ښيي، په دې ولايت كې د سختو بارانونو له كبله، چې اوس هم دوام لري، په زارع، شولګرې او كشندې ولسواليو كې زياتې كرنيزې ځمكې ويجاړې شوي او همدارنګه د مزار شريف – دره صوف سړك په...