توسط mayar -
په هلمند كې د ګډو امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د ځانمرګو بريدونو اووه پلانوونكي وژل شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ځانګړو پوليسو يې تېره شپه د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ كې ګډ هدفمند عمليات ترسره كړل، چې په كې يو تروريستي مركز، چې هلته به ترهګريز بريدونه پلانېدل، له منځه يووړل شو.
د سرچينې په وينا،...
توسط mayar -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره د سيمې او نړۍ څو هېوادونو ته د خپل شپږم سفر په اړه د معلوماتو شريكولو په هدف كابل ته راغلى دى.
ټاكل شوې نوموړى افغانستان ته د خپل سفر په مهال له افغان چارواكو سره وګوري او وروسته بيا په قطر...
توسط mayar -
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د خپل امريكايي سيال مايک پمپيو دا څرګندونې، چې ګواکې ناټو د روسيې په وړاندې نوي تدابير اختياروي، نا ارامه کوونکې بللې دي.
لاوروف په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي، د امريکا په ډيپلوماسۍ کې له ګواښونو او بنديزونو پرته بل څه نشته او دا نا ارامه کوونکي دي.
د هغه په وينا، په ډيپلوماسۍ کې ستونزې...
توسط mayar -
د اوکراين د جمهوري رياست په ټاکنو کې، چې د يكشنبې په ورځ ترسره شوې، كومېډين ولودومير زېلېنسکي تر ټولو وړاندې دی.
د ۲۵ فيصده رايو تر شمېرلو وروسته زېلېنسکي ۳۰، اوسني جمهور رئيس پيټرو پوروشينکو ۱۶ او پخوانۍ لومړۍ وزيرې يوليا تيمو شينکو ۱۳ په سلو کې رايې ترلاسه کړې دي.
د اوكراين د ټاکنو کمېسيون وايي، په پرونيو ټاكنو كې يې کومه د...
توسط mayar -
ټاکل شوې د الجزاير جمهور رئيس عبدالعزيز بوتفليقه سبا له خپلې دندې استعفا وکړي.
د دې هېواد يوې ټلويزيوني شبکې ويلي، بوتفليقه به د اساسي قانون د ۱۰۲يمې مادې پر بنسټ خپله دنده پرېږدي.
د الجزاير د اساسي قانون د ۱۰۲يمې مادې له مخې، د اساسي قانون شورا کولای شي جمهور رئيس بې واکه کړي، نو پر دې بنسټ بوتفليقه بايد له خپلې دندې لاس...
توسط mayar -
د ملي امنيت شورا دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ له غرمې وروسته د ازبکستان د ملي امنيت له سلاکار ويکټور محمودوف سره وليدل.
سرچينه وايي، په دې کتنه کې دواړو خواوو له نشه يي توکو او افراطيت سره پر ګډې مبارزې، سرحدي همکاريو او د افغانستان د امنيتي بنسټونو په چوکاټ کې پر روغتيايي همکاريو...
توسط mayar -
د هرات روغتيايي مسوولين وايي، د عامې روغتيا وزارت د دغه ولايت د ښځو د روغتيايي ستونزو د حل لپاره ۷۸ ميليونه افغانۍ ځانګړې كړې دي.
د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال اصف كبير كليد ته وويل، د يادو پيسو د وېش لړۍ د تېرې كب مياشتې له ۲۴مې نېټې پيل شوې او درې مياشتې به دوام ولري.
د ده په وينا، د هرات...
توسط mayar -
د كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د موټرونو د غلا او لار نيولو په تور د درېيو تنو د نيولو خبر وركوي.
دې وزارت تېره شپه ناوخته په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د كابل امنيه قوماندانۍ د ۱۷مې امنيتي حوزې پوليسو يو غل د يو عراده تېز رفتاره موټر د غلا كولو په مهال ونيوه.
د سرچينې په وينا، د كابل ښار د...
توسط mayar -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د سولې د تيتو هڅو پر يووالي په ټينګار سره وايي، په دې اړه كار دوام لري.
ده نن د نري رنځ يا توبركلوز د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه كې د سولې په تړاو د هرې هڅې د ملاتړ ترڅنګ وويل، كه دا هڅې متحدې او متمركزې شي، نو د خلكو د غږ غوره استازيتوب به...
توسط mayar -
کلید ګروپ دا ځل د هېواد په ۷ ولایتونو کې د ښوونځيو د ودانیو د کمښت په اړه څېړنې کړې دي او دا یې په کې موندلي چې په هرات، بلخ، اروزګان، هلمند، کندهار، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د «۳۹۷۳» فعالو ښوونځیو له ډلې «۱۹۹۱» یا تر نیمایي زیات یې ودانۍ نه لري.
دغه موندنې ښیي چې په اروزګان، کندهار او هلمند کې...