slideshow, كورني خبرونه

امنيتي ځواكونو د ارغنجخواه ولسوالۍ بېرته ونيوله

توسط - امنيتي ځواكونو د ارغنجخواه ولسوالۍ بېرته ونيوله

د ملي دفاع وزارت په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ د پاكولو خبر وركوي. د دې وزارت وياند قيس منګل وايي، په دغې ولسوالۍ كې تصفيوي عمليات نن سهار پاى ته ورسېدل او د ارغنجخواه مركز او ټول كلي د امنيتي ځواكونو تر كنټرول لاندې راغلل. د هغه په وينا، د عملياتو په مهال د طالبانو د...

slideshow, كورني خبرونه

په لغمان کې د ماين چاودنې څلور تنه ووژل

توسط - په لغمان کې د ماين چاودنې څلور تنه ووژل

په لغمان کې د ماين چاودنې د درېيو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي دي. د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا چاودنه تېره ورځ ناوخته په الينګار ولسوالۍ کې د شېر رحمان په نوم د يوه وسله وال طالب په کور کې شوې ده. د نوموړي په خبره، دغه وسله وال طالب غوښتل په خپل کور کې ماين جوړ...

slideshow, كورني خبرونه

وسله والو طالبانو په بلخ كې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی

توسط - وسله والو طالبانو په بلخ كې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې اته سيمه ييز پوليس او ولسي پاڅون كوونكي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه په باغ پهلوان كلي كې شوى او د مرستندويه سرتېرو له رسېدو وروسته طالبان...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد له جمهور رئيس غني سره ليدلي

توسط - خليلزاد له جمهور رئيس غني سره ليدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد كابل ته د خپل سفر په مهال له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ليدلي او دواړه لوري د سولې د روانو هڅو په تړاو غږېدلي دي. د ارګ لخوا تېره شپه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د دواړو خواوو ترمنځ بحثونه به دوام ولري او د دې...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

احمد قريشي د تښتوونکو له منګولو راخوشي شو

توسط - احمد قريشي د تښتوونکو له منګولو راخوشي شو

امنيتي ځواكونو د كركټ لوبې ۱۲ كلن لوبغاړى احمد قريشي د تښتوونكو له منګولو ازاد كړى دى. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، د کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو تېره شپه شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې د دې ولايت د بهسودو ولسوالۍ په دامان سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په مهال يې قريشي د تښتوونکو له منګولو...

slideshow, كورني خبرونه

تېره ميلادي مياشت په هېواد كې ۴۸۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - تېره ميلادي مياشت په هېواد كې ۴۸۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په تېره مارچ مياشت كې د هېواد په ۱۸ ولايتونو کې د بېلابېلو پېښو له كبله ۴۸۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دې ډلې كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، تېره ميلادي مياشت ۱۸۴ ملكي افغانان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان شوي، چې ۵۴ يې ماشومان او ۲۷ يې...

slideshow, كورني خبرونه

په شيبر كې د سيمه ييزو لوبو لومړنۍ جشنواره جوړه شوه

توسط - په شيبر كې د سيمه ييزو لوبو لومړنۍ جشنواره جوړه شوه

د باميان په شيبر ولسوالۍ كې له ۱۰۰ د زياتو لوبغاړو په ګډون د سيمه ييزو لوبو لومړنۍ جشنواره جوړه شوه. د شيبر ولسوال عظيم فريد كليد ته وويل، د دې جشنوارې هدف د رېسمان كشۍ، پهلوانۍ، تيږې اچولو، منډې وهلو او داسې نورو سيمه ييزو لوبو بيا را ژوندي كول او د قومونو ترمنځ يووالى دى. نوموړى وايي، د ولسوالۍ اداره د خلكو په...

slideshow, كورني خبرونه

د ښځو چارو وزارت اتصالات ته ستاينليک ورکړ

توسط - د ښځو چارو وزارت اتصالات ته ستاينليک ورکړ

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو د پياوړي کولو په برخه کې د اتصالات مخابراتي شرکت د فعاليتونو له کبله د دې شرکت مشرتابه ته ستاينليک ورکړ. د ستاينليک د ورکړې مراسم د اتصالات افغانستان په مرکزي دفتر کې برابر شوي و او د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري د ښځو د پياوړي کولو په برخه کې د اتصالات مخابراتي شرکت فعاليتونه...

Uncategorized

په ننګرهار کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي

توسط - په ننګرهار کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال ۱۵ داعش وسله وال وژلي دي. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ په وزيرو تنګي سيمه کې ترسره شوي دي. نوموړى وايي، په دې عملياتو کې د داعش ډلې ۱۰ مرکزونه هم له منځه يووړل شول. د خوږياڼي...

slideshow, كورني خبرونه

په بادغېس کې ۱۷۰ شنې خونې جوړېږي

توسط - په بادغېس کې ۱۷۰ شنې خونې جوړېږي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کليوالي پراختيا پروژې پر بنسټ په بادغيس کې ۱۷۰ شنې خونې جوړېږي. دې وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، هره شنه خونه به ۶۰ متره مساحت او ۷۲ زره افغانۍ لګښت ولري. په خبرپاڼه كې راغلي، د دغو شنو خونو هدف، چې د بادغيس په قادس، بالامرغاب، جوند او غورماچ ولسواليو کې...