slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې لسګونه نامسووله وسله وال نيول شوي

توسط - په بلخ كې لسګونه نامسووله وسله وال نيول شوي

د كورنيو چارو وزارت ځانګړو پوليسو په بلخ كې ۳۴ نامسووله وسله وال كسان له يوه اندازه وسلو، پوځي تجهيزاتو او ناقانونه وسايطو سره يو ځاى نيولي دي. د دغه وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي تېره شپه پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، ځانګړو پوليسو دا كسان په مزار شريف ښار او د دې ښار په وردوي څلور لارو كې د تالاشۍ...

slideshow, كورني خبرونه

په كندهار ښار كې چاودنې دوه ملكي وګړي ټپيان كړل

توسط - په كندهار ښار كې چاودنې دوه ملكي وګړي ټپيان كړل

په كندهار كې په يوه موټر سايكل كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو چاودنې دوه ملكي وګړي ټپيان كړل. د دغه ولايت د والي وياند عزيز احمد عزيزي كليد ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې وروسته د كندهار ښار د دوهمې ناحيې په مربوطاتو كې شوې ده. دى وايي، په دې پېښه كې دوه ملكي وګړي سطحي ټپيان شوي دي. د چاودنې مسووليت...

slideshow, كركټ

د كركټ درې واړو جوړښتونو ته نوي افغان لوبډلمشران وټاكل شول

توسط - د كركټ درې واړو جوړښتونو ته نوي افغان لوبډلمشران وټاكل شول

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د يوې خبري ناستې په مهال د کرکټ لوبې درې واړو جوړښتونو ته نوي لوبډلمشران او مرستيال لوبډلمشران معرفي کړل. د يادې كمېټې مشر دولت احمدزي وويل، د يو ورځنيو لوبو لپاره ګلبدين نايب د لوبډلمشر او راشد خان د مرستيال لوبډلمشر، د ۲۰ اوريزو لوبو لپاره راشد خان د لوبډلمشر او شفيق الله شفق...

slideshow, كورني خبرونه

په بالامرغاب كې جګړه لا هم روانه ده

توسط - په بالامرغاب كې جګړه لا هم روانه ده

امنيتي ارګانونه د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې پر وسله والو طالبانو د هوايي او ځمكنيو بريدونو د دوام خبر وركوي. د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، امنيتي او دفاعي ځواكونو د ولسوالۍ شاوخوا كليدي پوستې نيولي او طالبان د ولسوالۍ له اطراف څخه د تېښتې په حال كې دي. په ورته وخت كې د ملي امنيت شورا وياند طارق...

slideshow, كورني خبرونه

په تخار كې درې امنيتي سرتېري ووژل شول

توسط - په تخار كې درې امنيتي سرتېري ووژل شول

د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ كې پر اى خانم بندر د دولت د وسله والو مخالفينو په بريد كې درې امنيتي سرتېري وژل شوي دي. د دې ولايت د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه پر اى خانم بندر بريد وكړ، چې تر شاوخوا ۴۵ دقيقه يي جګړې وروسته دا بريد د امنيتي ځواكونو له...

slideshow, كورني خبرونه

په افغانستان كې د ماين چاودنو لسګونو زرو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې

توسط - په افغانستان كې د ماين چاودنو لسګونو زرو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، له ۱۹۷۸يم ميلادي كاله تر ۲۰۱۷م كال پورې ماين چاودنو په افغانستان كې ۳۰۹۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دغه سازمان د ماينونو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپاره كړي راپور كې ويلي، په يادو كلونو كې په افغانستان كې ماين چاودنو ۷۴۵۶ تنه وژلي او ۲۳۵۲۴ نور يې ټپيان...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد له پاكستاني چارواكو سره پر افغان سولې وغږېد

توسط - خليلزاد له پاكستاني چارواكو سره پر افغان سولې وغږېد

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له كابل وروسته اسلام اباد ته تللى دى. نوموړي نن د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او د هغه له مرستيالې تهمينې جنجوعه سره په جلا توګه ليدلي او ورسره يې په افغانستان كې د سولې او پخلاينې د هڅو پر پرمختګ خبرې كړې دي. قريشي...

slideshow, كورني خبرونه

كرزى: د مذاكرې له لارې د افغان سولې لپاره هڅې بايد ونه درول شي

توسط - كرزى: د مذاكرې له لارې د افغان سولې لپاره هڅې بايد ونه درول شي

پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى ټينګار كوي، چې د مذاكرې له لارې د افغان سولې لپاره هڅې بايد ونه درول شي، حتى كه د افغانستان حكومت له طالبانو سره د سولې په خبرو كې ګډون هم ونه كړي. هغه په خپله تازه مركه كې ويلي، له طالبانو سره وروستي مذاكرات سولې ته د رسېدو په هدف يوه ملي هڅه وه او د افغان حكومت...

slideshow, كورني خبرونه

يو شمېر پخوانيو امريكايي ډيپلوماټانو د افغانستان او سيمې پر مسايلو خبرې وكړې

توسط - يو شمېر پخوانيو امريكايي ډيپلوماټانو د افغانستان او سيمې پر مسايلو خبرې وكړې

په افغانستان او پاکستان کې د امريکا يو شمېر پخواني سفيران په افغانستان کې سوله د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په مرستې سره ممکنه بولي او وايي، دا كار به په سيمه كې هم د امن ټينګېدو سبب شي. دوى، چې د پنجشنبې په ورځ د واشنګټن په جان هاپکنز پوهنتون كې سره را غونډ شوي وو، د افغانستان او سيمې پر مسايلو خبرې...

slideshow, كركټ

افغان لوبغاړي محمد نبي ته په دوهم ځل د لوبې بدلوونکي لوبغاړي جايزه وركړل شوه

توسط - افغان لوبغاړي محمد نبي ته په دوهم ځل د لوبې بدلوونکي لوبغاړي جايزه وركړل شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي ته په هند كې د دوهم ځل لپاره د لوبې بدلوونکي لوبغاړي جايزه وركړل شوه. محمد نبي، چې د هند د كركټ د غوره ‌ليګ په ۲۰ اوريزو لوبو کې د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ګټه لوبېږي، تېره شپه يې دوه مهمې وېكټې واخيستې او ۱۷ ناسوځېدلې چټكې منډې يې وكړې. د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لوبه...