توسط mayar - - 18 وری 1398
د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، د هېواد د كانونو اقتصادي ارزښت تريليونونه ډالره اټكل شوى، خو حكومت نه دى توانېدلى، چې د دغو كانونو د كيندلو او ترې د ګټې اخيستې لپاره يوه دايمي ستراتېژيكه پالېسي جوړه او پلې كړي.
هغه نن په ارګ كې د كانونو په ملي كنفرانس كې، چې د ځمك پېژندونكو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په...
توسط mayar - - 18 وری 1398
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو يهودانو د ټلوالې په نوم يوې کلنۍ غونډې ته په خبرو کې د بهرني سياست او د ايران له اټومي تړونه د وتلو په تړاو خبرې کړې دي.
نوموړي ويلي، تېر کال يې امريکا د تاريخ له يوه خطرناک او يو اړخيز تړونه، چې د ايران اټومي تړون و، وايستله.
د ټرمپ په باور، ايران غوښتل...
توسط mayar - - 18 وری 1398
په وينزويلا کې د برېښنا او اوبو له څو اونيزې پرچاوۍ وروسته لسګونه زره کسان د نيكولاس مادورو په مشرۍ د حکومت په ضد او د اپوزيسيون په پلوۍ لارو کوڅو ته راوتلي او لاريونونه کوي.
د وينزويلا اوسېدونکي، چې د اوبو له کمښت، د برېښنا له پرچاوۍ او روغتيايي او خوراکي خدمتونو ته له کم لاسرسي سره مخ دي وايي، شته بحران په...
توسط mayar - - 18 وری 1398
په ميدان وردګ كې په خپلمنځي جګړه كې څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، دا جګړه تېره شپه د كوټه عشرو سيمې په شهبازخېلو كلي كې رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي، د يادې جګړې په ترڅ كې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې د پېښې د علت...
توسط mayar - - 18 وری 1398
د افغانستان د جوجيتسو ملي لوبډلې غړي حسين بخش صفري په هند كې د دې لوبې په نړيوالو سياليو كې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل.
ده د ۶۲ كيلو ګرامه وزن په دوو كټګوريو كې خپل دوه سيالان مات او د سرو زرو دوه مډالونه يې ترلاسه كړل.
د جوجيتسو نړيوالې لوبې د روانې كب مياشتې په ۱۶مه نېټه د هند په چيناى ښار...
توسط mayar - - 18 وری 1398
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ يو ځل بيا په كابل كې د پاکستان د سفارت د مستشار په احضارولو سره د دغه هېواد د لومړي وزير عمران خان پر څرګندونو اعتراض وکړ.
عمران خان وړمه ورځ په خيبر پښتونخوا ايالت كې د وينا په مهال وويل، په افغانستان كې د لنډ مهاله حكومت د رامنځته كېدو په اړه د...
توسط mayar - - 18 وری 1398
د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ نوى قوماندان جنرال مک کينزي وايي، واشنګټن د افغانستان د حكومت ستراتېژيک همکار دى او کوښښ به وکړي، چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمويل او تجهيز په برخو کې زيات تمرکز وکړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون ماسپښين په كابل كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ارګ...
توسط mayar - - 18 وری 1398
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، له طالبانو سره سوله او د جمهوري رياست ټاكنې د روان لمريز كال دوه مهم لومړيتوبونه دي، چې دواړه به هممهاله تعقيب شي.
ده تېره ورځ په اردن كې د منځني ختيځ او شمالي افريقا په اړه د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه كې خبريالانو ته وويل، په تېرو ۱۸ كلونو كې په افغانستان كې...
توسط mayar - - 18 وری 1398
د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي عراق ته خبردارى وركړى، چې په دغه هېواد كې د امريكايي سرتېرو حضور به ناوړې اغېزې ولري.
ده پر ټويټر له خپل ګاونډي هېواد عراق څخه غوښتي، چې امريكايي ځواكونه ژر له خپلې خاورې بهر كړي.
خامنه يي تر دې وړاندې د شنبې په ورځ په تهران كې د عراق له لومړي وزير عادل عبدالمهدي...
توسط mayar - - 18 وری 1398
طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو كې د دولت وزارت وايي، د روانې وري مياشتې له پيله تراوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو كې راوتلو سېلابونو ۷۱ تنه وژلي او ۴۰ نور يې ټپيان كړي دي.
د دې وزارت د مرستيال وياند حشمت خان بهادري په وينا، د هېواد په شمال او لوېديځ كې د وروستيو سېلابونو له كبله ۱۴ تنه ورك شوي...