توسط mayar - - 22 وری 1398
د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون وايي، هېواد به يې پر ځان د بساينې او اقتصادي پرمختګ له لارې پر دوی بنديز لګوونکو ته سخت ځواب ورکړي.
اون ويلي، دوی بايد د ځواک، تکنالوژۍ او خپلو سرچينو له لارې هغوی ته سخته ضربه ورکړي چې په دې هېواد يې بنديزونه لګولي دي.
د شمالي کوريا مشر په تېرو ورځو او اوونيو کې په دې...
توسط mayar - - 22 وری 1398
په ملګرو ملتونو کې د چين سفير ويلي، د وينزويلا ستونزه بايد خپله وينزويلايان حل کړي.
نوموړي د دې هېواد له دولت او مخالفينو غوښتنه وکړه چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.
هغه امريکا او روسيې ته په اشارې ټينګار وکړ چې د وينزويلا چارې بايد خپله د وينزويلايانو له لوري مديريت شي.
چين ويلي، دوی د جمهور...
توسط mayar - - 22 وری 1398
د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه سل زره افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، چې د روان کال له پیله بیا تر یوې اونۍ وړاندې پورې له پاکستان او ایران تر سلو زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې راځي چې د تېر ژمي په را رسېدو له پاکستان...
توسط mayar - - 22 وری 1398
امریکا وایي په افغانستان کې یې ګټې له طالبانو سره د خبرو له لارې تامینېدلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له طالبانو سره خبرې روانې دي او د هر ډول تصامیمو په اړه به افغان حکومت په جریان کې وي.
مایک پومپیو د امریکا سنا جرګې ته په خبرو کې د یوې پوښتنې پرمهال ویلي، چې له طالبانو سره په خبرو کې...
توسط mayar - - 22 وری 1398
ټاکل شوې په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د اپرېل د میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې ترسره شي.
د افغانستان د پخلاینې د رهبرۍ شورا پرون په خپله دوهمه ناسته کې پرېکړه وکړه چې د قطر بین الافغاني ناسته به د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
د دې شورا ویاند محمد عمر داودزي...
توسط mayar - - 21 وری 1398
په ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۸ تنه داعش او طالب وسله وال ژوندي نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست نن نیول شوي طالب او داعش وسله وال د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل.
والي شامحمود میاخیل د خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل، په نیول شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو د یو...
توسط mayar - - 21 وری 1398
د کاپیسا سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په ده بابا علي څلورلارې کې د چاودنې له کبله يو ملکی وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
د چارواکو په خبره دغه چاودنه تېر ماښام د لاسي بم په وسيله رامنځته شوې ده.
د کاپیسا د پولیسو وياند عبدالشايق شورش وايي، نامعلومو وسله والو په دې څلورلارې کې...
توسط mayar - - 21 وری 1398
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي وايي، امریکا د ترورېستي ډلو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شاملولو سره ناوړه ګام پورته کړی دی.د ایران دولتي ټلوېزیون د خامنهاي له قوله ویلي دي چې سپاه پاسداران د ایران د دښمنانو ضد جبهه ده.
د ایران جمهور رييس حسن روحاني هم د ترورېستي ډلو په لېست کې د...
توسط mayar - - 21 وری 1398
د امریکا په کانګرس کې ځینو غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر مایک پمپیو نيوکه کړې چې زلمی خلیزاد نه پرېږدي د کانګرس غړو ته له طالبانو سره د سولې د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي.
د کانګرس د بهرنۍ کمېټې دیموکراتو غړو پمپیو ته لیک استولی دی او هغه یې تورن کړی دی چې کانګرس ته د افغان سولې...
توسط mayar - - 21 وری 1398
په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزيون مشر انجنير زلمی لطيفي د وسله والو له منګولو ازاد او له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی دی.
هغه پنځه مياشتې وړاندې د جلال اباد له ښاره نامعلومو وسله والو تښتولی و.
د انعکاس ټلوېزيون يوه خبريال اکمل ظاهر کليد ته وويل، چې نوموړی پرون خوشي شوی او روغتيايي وضعيت يې هم د ډاډ وړ دی.
انجنير زلمی...