توسط mayar -
د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته كې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره نيمه شپه د چمتال ولسوالۍ پر اسياب خان او اسياب ګرګ كليو بريد وكړ، خو د امنيتي ځواكونو له لوري په شا وتمبول شو.
د نوموړي په...
توسط mayar -
روسي جنګي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سوريې په شمالي ادليب ولايت کې د جبهة النصره پر سنګرونو ۱۴ هوايي بريدونه کړي دي.
نن د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، په دې بريدونو کې يو شمېر وسله وال وژل شوي او د وسلو يو زېرمتون هم له منځه وړل شوی دى.
ادليب د سوريې يوازينی هغه ولايت دی، چې کابو ټول لا هم...
توسط mayar -
د سوډان له انتقالي پوځي شورا د سعودي عربستان تر ملاتړ وروسته متحده عربي اماراتو هم د عبدالفتاح البرهان په مشرۍ دا شورا ستايلې او هيله يې څرګنده کړې، چې دا شورا به د خلکو له خوښې سره سم د امنيت، ثبات او پراختيا په برخه کې لازم ګامونه واخلي.
د اماراتو د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دوی په دې...
توسط mayar -
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، په دې ولايت كې د کوکنارو کښت د تېر كال په پرتله سږ كال ۵۰ فيصده را ټيټ شوى دى.
نوموړى زياتوي، د ننګرهار په ۱۱ ولسواليو كې د كوكنارو اړولو كمپاين روان دى، چې په ترڅ كې يې سلګونه هكټاره ځمكه د كوكنارو له كښته پاكه شوې ده.
د مياخېل په خبره، تېر كال په ننګرهار كې...
توسط mayar -
امنيتي مسوولين وايي، د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو چاودنې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد كليد ته وويل، تېر ماښام شاوخوا اووه بجې لومړى د نهمې امنيتي حوزې قراول ته څېرمه د غږيز بم چاودنه وشوه او سيمې ته د امنيتي ټيم تر...
توسط mayar -
د فوټبال د نړيوال فدراسيون يا فيفا رئيس په لوبو كې د توكمپالنې د ځپلو غوښتنه كړې ده.
جاني اينفانټينو د شنبې په ورځ له لوبڅارانو غوښتي، چې په بدو حالتونو كې لوبې پرېږدي.
د نوموړي په خبره، توكمپالنه په فوټبال كې ځاى نه لري او سرغړوونكي به له درنو بنديزونو سره مخ شي.
دا اقدام له څو خبر جوړوونكو پېښو وروسته شوى دى.
تر دې يوه...
توسط mayar -
په كابل كې د مصر سفير هاني صلاح وايي، هېواد يې چمتو دى، چې په امنيتي، لوړو زده کړو، اسلامي او فرهنګي زده کړو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د افغانستان د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي...
توسط mayar -
په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار بنسټ يا سيګار وايي، په دغه هېواد كې د نشه يي توكو په ضد د متحدو ايالتونو د مبارزې پروګرام ګټور نه و او په تېره يوه نيمه لسيزه كې پر ګډو هڅو سربېره هم په كې كوكنار كرل كېږي.
د سيګار مشر جان سوپكو د امريكا د سنا جرګې د ملي امنيت كمېټې په استجوابيه...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په كابل كې له درېيو امريكايي سناتورانو سره ليدلي دي.
د ارګ پر ټويټر پاڼه ليكل شوي، جمهور رئيس غني له ډوګ جونز، جك ريډ او جين شاهين سره وكتل او دواړو لورو د افغانستان د جمهوري رياست د راتلونكو ټاكنو، سولې بهير او دولتي اصلاحاتو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وكړې.
يادو امريكايي سناتورانو د افغانستان...
توسط mayar -
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى وايي، د ملي يووالي حكومت د وسله والو طالبانو په ضد هېڅ ډول عمليات اعلان كړي نه دي.
ده نن يوې خبري غونډې ته وويل، افغان حكومت د سولې غوښتونكى دى او د دوحې غونډې ته د يوه...