slideshow, كورني خبرونه

په خوست کې د واده په مراسمو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په خوست کې د واده په مراسمو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خوست کې يوه کس د واده په مراسمو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د تڼيو ولسوالۍ په درګي سيمه کې رامنځته شوې ده. د تڼيو ولسوال زمري حقمل كليد ته وويل، بريد كوونكي د نشې په حالت كې د واده پر ګډونوالو ډزې كړې دي. ده زياته كړه، په دې پېښه كې د بريد كوونكي...

رپوټ, سياسي

نورستاني: د ټاکنو لپاره سوله اړينه ده

توسط - نورستاني: د ټاکنو لپاره سوله اړينه ده

د ټاكنو د خپلواك كمېسيون چارواكي وايي، د رڼو ټاكنو د ترسره كولو لپاره د سولې ټينګښت اړين دى او په اوسنيو شرايطو كې بايد له سولې ټينګ ملاتړ وشي. د دغه كمېسيون رئيسې حوا علم نورستاني د يكشنبې په ورځ په ټاكنو كې د ښځو د ګډون په تړاو د همغږۍ په هدف په جوړه شوې غونډه كې وويل، سوله او ټاكنې دواړه...

slideshow, كورني خبرونه

ارګ: عبدالله د سولې د مشورتي جرګې په اړه خپلې اندېښنې له جمهور رئيس سره نه دي شريکې کړې

توسط - ارګ: عبدالله د سولې د مشورتي جرګې په اړه خپلې اندېښنې له جمهور رئيس سره نه دي شريکې کړې

ارګ د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د ملي يووالي حكومت د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيز ټيم د نه ګډون د اعلان په غبرګون كې وايي، دې ټيم تراوسه د يادې جرګې په اړه خپلې اندېښنې او شكايتونه له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره شريك كړي نه دي. د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري پر...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې د يوه قومندان په ګډون ۴ طالبان ټپيان شوي

توسط - په ننګرهار كې د يوه قومندان په ګډون ۴ طالبان ټپيان شوي

د ننګرهار ولايتي چارواكي د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د مرستيال قوماندان د سخت ټپي كېدو خبر وركوي. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د شېرزادو ولسوالۍ په ماماخېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعې مرستيال قوماندان...

slideshow, كورني خبرونه

په لغمان کې د چاودنې له كبله ۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په لغمان کې د چاودنې له كبله ۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

په لغمان کې پر ماشومانو د هاوان يوه مرمۍ چاودلې، چې له كبله يې ۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، چاودنه تېر مازديګر شاوخوا پنځه بجې د مركز مهترلام په بصرام سيمه کې شوې ده. د هغه په وينا، په دې چاودنه كې اووه ماشومان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي. دولتزي د...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد: د تاوتریخوالي د کمېدو يواځينۍ لار اوربند دی

توسط - خليلزاد: د تاوتریخوالي د کمېدو يواځينۍ لار اوربند دی

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، هېواد يې پر افغانانو جګړه تحميل كړې نه ده، بلكې افغانستان له تېرو څو لسيزو راهيسې په جګړې كې ښكېل دى. نوموړي نن سهار پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د افغانستان په جګړې كې لسګونو زرو ملكي وګړو خپل ژوند له لاسه وركړى، خو افغانان اوس د جګړې...

slideshow, كورني خبرونه

مطمئن: جمهور رئيس غني له طالبانو سره کړې ژمنې عملي نه کړې

توسط - مطمئن: جمهور رئيس غني له طالبانو سره کړې ژمنې عملي نه کړې

طالبانو ته نېږدې كس او د مسكو د غونډې ګډونوال نظر محمد مطمئن وايي، جمهور رئيس محمد اشرف غني د ۲۰۱۴م ميلادي كال د جمهوري رياست ټاكنو تر دوهم پړاو وړاندې له طالبانو سره وكتل او ژمنې يې وركړې، خو عملي يې نه كړې. ده له كليد سره په مركه كې وويل، غني هغه وخت له طالبانو سره ژمنه كړې وه، چې د بريا...

slideshow, كورني خبرونه

د لوګر د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

توسط - د لوګر د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د لوګر د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې. د دغه كمېسيون د خبرپاڼې پر بنسټ، چې تېره شپه يې خپره كړې، محمد خالد مومند، شاه پور خان حسين زي، محمد اصف نبي زي او هما احمدي په دغه ولايت كې تر نورو كانديدانو ډېرې رايې ترلاسه كړي او ولسي جرګې ته بريالي شوي دي. د يادونې وړ ده، چې...

slideshow, كورني خبرونه

د غزني د امنيه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير ترور شو

توسط - د غزني د امنيه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير ترور شو

نامعلومو وسله والو د غزني د امنيه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير ترور كړى دى. د غزني د امنيه قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې كله چې محمد شاه پور بختياري له كوره دندې ته روان و، د كډوالو ښارګوټي په سيمه كې د تومانچي په وسيله په نښه شو او خپل ژوند...

slideshow, كورني خبرونه

کليمزی: د غزني امنيت ښه کېږي

توسط - کليمزی: د غزني امنيت ښه کېږي

د غزني والي وحيدالله كليمزى وايي، امنيتي ځواكونه د وسله والو طالبانو د هر ډول خوځښتونو د مخنيوي لپاره هراړخيز تدابير تر لاس لاندې لري او د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره هراړخيز پلان جوړ شوى او د پلي كېدو په حال كې دى. كليمزى د غزني اوسېدونكو ته د ښه امنيتي حالت ډاډ وركوي او زياتوي، طالبان د جګړې په ډګرونو...