توسط mayar - - 27 وری 1398
په كابل كې د بارانونو له كبله د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كې سېلابونه را وتلي دي.
د كابل ښاروالۍ د كابل سيند د اوبو كچې د لوړېدو خبردارى وركړى او دغه سيند ته له نېږدې په ځانګړې توګه د زيانمنونكو سيمو له اوسېدونكو يې غوښتي، چې دا سيمې پرېږدي.
د كابل ښاروالۍ وياند جليل سلطاني كليد ته وويل، د وروستيو ورښتونو له كبله...
توسط mayar - - 27 وری 1398
د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په مركيخېلو سيمه كې پر يوه كور د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، د هاوان دا مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې، چې له كبله يې څلور ملكي وګړي وژل شوي او...
توسط mayar - - 26 وری 1398
د جمهوري رياست د راتلونكو ټاكنو يو شمېر نوماندانو د سولې مشورتي لويې جرګې سره پرېكون وكړ او وايي، په دغه جرګه كې ګډون نه كوي.
د جمهوري رياست يو شمېر نوماندان د سولې مشورتي جرګه غيرقانوني او د جمهوررئيس غني له خوا انحصاري ګڼي.
د جمهوري رياست راتلونكو ټاكنو ته نوماند نورالحق علومي د دوشنبې په ورځ د ترقي غوښتونكو او ديموكراتو ګوندونو د...
توسط mayar - - 26 وری 1398
د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير نصير احمد درانى وايي، په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په هېواد كې ۱۶ ټنه او ۳۲ كيلو ګرامه زعفران توليد شوي دي.
ده نن ملت ته د حكومت د حساب وركولو په غونډه كې وويل، له افغانستانه د لومړي ځل لپاره تركمنستان ته د چرګانو د دانې او چين ته په نړيوالو معيارونو د ۱۶۰۰ ټنه جلغوزو...
توسط mayar - - 26 وری 1398
د سولې عالي شورا وايي، په هېواد كې د ملي هوكړې او باور جوړونې د نه شتون له كبله تر دې دمه د قطر د پايتخت دوحې په غونډه كې ګډون كوونكى پلاوى جوړ شوى نه دى.
د دغې شورا غړي محمد اسماعيل قاسميار نن د شخړې د حل او سولې په علمي بحث كې وويل، سولې ته د رسېدو لپاره بايد شخصي او...
توسط mayar - - 26 وری 1398
د خوست د ملي امنيت رئيس محمد اشرف صافى وايي، دوو ځانمرګو بريد كوونكو غوښتل د يوه موټرسايکل بم په وسيله کوم دولتي ځاى په نښه کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت د منسوبينو تر بريد لاندې راغلل، چې په پايله کې يې ځانمرګو بريد کوونکو خپل موټرسايکل بم ته چاودنه ورکړه او دواړه ځاى پر ځاى ووژل شول.
د...
توسط mayar - - 26 وری 1398
په غزني کې پر ۱۵۰۰ جريبه ځمکې باغونه جوړ شوي دي.
د غزني د رسنيو دفتر كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، د دغه ولايت د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لخوا د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام په مرسته لسګونو بزګرانو ته اصلاح شوي مېوه لرونکي نيالګي وېشل شوي او په ۱۵۰۰ جريبه ځمکه کې يې په مټ باغونه...
توسط mayar - - 26 وری 1398
د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت وايي، په پنځو كلونو كې هېواد ته له درېيو ميليونو زيات افغانان را ستانه شوي او له دوو ميليونو ډېرو خپل هېواد پريښى دى.
د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي نن ملت ته د حكومت د حساب وركولو په غونډه كې وويل، له ۲۰۱۳م تر ۲۰۱۸م ميلادي كاله درې ميليونه او ۲۰۰ زره افغانان...
توسط mayar - - 26 وری 1398
د امريکا په جنوب کې يو مرګونی طوفان، چې تازه پيل شوی او تراوسه يې اته تنه وژلي، د ۹۰ ميليونه تنو ژوند ګواښي.
دا طوفان د امريکا ټکزاس او مي سي سي پي ايالتونو ته ستر خطر دی او اوسېدونکو ته يې مخکې له مخکې خبرداری ورکړل شوی دی.
د امريکا د هوا پېژندنې ادارې د يادو ايالتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې خبرداری جدي...
توسط mayar - - 26 وری 1398
پاکستان د ۳۶۰ زنداني كب نيوونكو هنديانو د خوشې کولو د بهير په دوهم پړاو کې نن ۱۰۰ نور هندي بنديان خوشې کړل.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، دا بنديان پرون له کراچۍ نه لاهور ته ولېږدول او نن په واګه بندر کې هندي چارواکو ته وسپارل شول.
دې هېواد د روانې اپرېل مياشتې په اوومه نېټه هم ۱۰۰ هندي کب نيوونکي ازاد...