توسط mayar - - 28 وری 1398
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او ویلي یې دي چې "دغه عملیات به د افغانستان د خلکو په لازیاتې او بې ځایه بربادۍ تمام شي."
وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د الفتح په نوم خپل پسرلني عملیات د افغانستان په ټولو برخو کې پیل کړل.
طالبانو خپل پسرلني عملیات په داسې حال کې...
توسط mayar - - 27 وری 1398
جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د كابل ښار په قلعه واحد سيمه كې له سېلاب ځپلو سره وكتل.
ده وويل، د كابل سيند د استنادي كولو كار به د اوبو له كمېدو وروسته پيل شي.
د جمهور رئيس غني په وينا، د كابل سيند حريم د ملت حريم دى او له غصبه تصفيه كېږي.
نوموړي زياته كړه، د كابل سيند غاصبين بايد له غصب شوو...
توسط mayar - - 27 وری 1398
د ملي يووالي حكومت نن د قطر په پايتخت دوحه كې له طالبانو سره د بين الافغاني ناستې، چې په نېږدې راتلونكې جوړېږي، د ګډونوالو لېست اعلان کړ.
د جمهور رئيس وياند هارون چخانسوري وايي، په دغه ۲۵۰ کسيز لېست کې د حکومتي چارواکو ترڅنګ د سياسي ګوندونو، جهادي مشرانو، د جګړې د قربانيانو، د ملي شورا، د سولې عالي شورا، ښځو، ځوانانو، ژورناليستانو...
توسط mayar - - 27 وری 1398
د تېر لمريز كال د ولسي جرګې ټاكنو يو شمېر بريالي كانديدان د ملي يووالي له حكومته د سولې مشورتي لويې جرګې تر جوړېدو وړاندې د نوې ولسي جرګې د پرانيستلو غوښتنه كوي.
دوى نن په يوه خبري غونډه كې د يوه پرېكړه ليك په خپرولو سره، چې پښتو بڼه يې شينكۍ كړوخېل ولوسته، له حكومت او پر ټاكنو د څار له بنسټونو وغوښتل،...
توسط mayar - - 27 وری 1398
د كابل په بېلابېلو سيمو كې سېلابونو دوه تنه وژلي او د پايتخت اوسېدونكو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي.
د كابل والي محمد يعقوب حيدري نن يوې خبري غونډې ته وويل، د وروستيو دوو ورځو ورښتونو له كبله د كابل په مركز او ولسواليو كې سېلابونه را ووتل، چې په ترڅ كې يې دوه تنه ووژل شول.
د ده په وينا، دغو سېلابونو...
توسط mayar - - 27 وری 1398
په فارياب كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ په نښته كې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو د دوشنبې په مازديګر شاوخوا پنځه بجې د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ پر مركز بريد وكړ، چې له شاوخوا پنځه ساعته جګړې وروسته په شا وتمبول شو.
د نوموړي په...
توسط mayar - - 27 وری 1398
د هرات په مركز او ولسواليو كې د سېلابونو له كبله شپږ تنه وژل شوي، ۱۰ ټپيان او ۱۶ تنه نور ورك شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، هلته تېره شپه سېلابونو پنځه تنه ووژل او په اوبې ولسوالۍ كې د يوه فلاينكوچ موټر ۱۷ تنه سپرلۍ وركه شوه.
د هغه په وينا، سېلابونو د هرات اوسېدونكو ته...
توسط mayar - - 27 وری 1398
د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ماين چاودنې ۱۲ ملكي وګړي ټپيان كړي دي.
د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، دا چاودنه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د ګرشك ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ملكي وګړو پر يوه موټر وشوه، چې په ترڅ كې يې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۲ ملكيان ژوبل شول.
ځواک زياته كړه، ټول ټپيان روغتون ته وړل...
توسط mayar - - 27 وری 1398
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د ۲۰۱۹م ميلادي كال په لومړيو درېيو مياشتو كې په نړۍ كې د شري ناروغۍ پېښې د تېر كال د ورته مودې په پرتله څلور برابره زياتې شوې دي.
دغه سازمان پرون د يادې ساري او مخنيوي وړ ناروغۍ په اړه ويلي، په نړۍ كې د شري ناروغۍ بې سارې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتيا د نړيوال سازمان په...
توسط mayar - - 27 وری 1398
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حكومت هدف د ملکيتونو خونديتوب دى او دا د هر هېوادوال مسلم حق دى، چې بااعتباره ځمکه او ملکيت ولري.
هغه دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې د ده په مشرۍ د دولتي او عامه املاکو او ځمکې د غصب قضيو د تعقيب او همغږۍ کمېټې په جوړه شوې غونډه كې وكړې.
جمهور رئيس غني...