توسط mayar - - 30 وری 1398
د فرانسې حكومت هغه تور رد كړى، چې ګواكې په ليبيا كې د خليفه حفتر د ځواكونو ملاتړ كوي او ويلې يې دي، چې په دغه هېواد كې د سياسي حل لارې غوښتونكې ده.
د ليبيا حكومت فرانسه د خليفه حفتر د ځواكونو په ملاتړ تورنه كړې او ورسره امنيتي همكارۍ يې ځنډولې دي.
د فرانسې د جمهوري رياست ماڼۍ په يوه خبرپاڼه كې اعلان...
توسط mayar - - 30 وری 1398
په فارياب كې د نښتو په ترڅ كې د دولت ۱۶ وسله والو مخالفينو او شپږو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه په دولت اباد او قيصار ولسواليو كې بريدونه وكړل، چې د امنيتي ځواكونو له لوري په شا وتمبول شول.
د ده په وينا،...
توسط mayar - - 30 وری 1398
د هرات حوزوي روغتون ته تېره شپه د خوښۍ ډزو له كبله اووه ټپي شوي كسان ور وړل شوي دي.
د دغه روغتون سرطبيب محمد عارف جلالي كليد ته وويل، په ټپيانو كې ځوانان، ماشومان او د پاخه عمر كسان شامل دي.
هغه د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
بلخوا د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، دا ډزې...
توسط mayar - - 30 وری 1398
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ كې د يوه كور د يوې خونې د چت او برنډې د لوېدو له كبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روداتو ولسوالۍ يوه قومي مشر اسرار حسنزي کليد ته وويل، دا پېښه تېره شپه د ملنګ په نوم د يوه ځاىي اوسېدونكي په كور كې رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې د هغه يو زوى...
توسط mayar - - 30 وری 1398
سعودي عربستان او عراق پر امنيتي او استخباراتي همكاريو هوكړې ته سره رسېدلي دي.
د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان ته د سفر په مهال د دې هېواد له چارواكو سره ليدلي او وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي او استخباراتي همكاريو هوكړه ليك لاسليك شوى دى.
بل پلو سعودي عربستان ته د عراق د لومړي وزير د...
توسط mayar - - 30 وری 1398
په داسې حال كې، چې د هرات مدني فعالان او اوسېدونكي د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو په بريدونو كې د ملكي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي، خو د دغه ولايت چارواكي د دولت وسله وال مخالفين د ملكي مرګ ژوبلې عاملين بولي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، امنيتي ځواكونه د جګړو په مهال په ځانګړې توګه...
توسط mayar - - 30 وری 1398
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دوحې د بين الافغاني غونډې پر ځنډېدو اندېښنه څرګنده كړې ده.
ده پر خپله ټويټر پاڼه له ټولو اړخونو غوښتي، چې د سولې بهير او مذاكراتو ته ژمن پاتې شي.
خليلزاد وايي، خبرې د سياسي حل او د تلپاتې سولې د ټينګښت يوازينۍ لار ده او هېڅ بديل نه...
توسط mayar - - 30 وری 1398
په زابل كې په دې وروستيو كې لېونيو سپيو له ۲۰ زيات كسان داړلي او خلك يې اندېښمن كړي دي.
د دې ولايت د مركزي روغتون مسوولين وايي، په تېره يوه نيمه مياشت كې دغه روغتون ته د هغو مراجعه كوونكو كسانو شمېر زيات شوى، چې لېونيو سپيو داړلي وي.
د زابل د مركزي روغتون رئيس عباس هاشمي كليد ته وويل، په تېرو شپږو اونيو...
توسط mayar - - 30 وری 1398
د بلخ پخوانى امنيه قوماندان عبدالرقيب مبارز د ننګرهار د نوي امنيه قوماندان په توګه وټاكل شو.
د كورنيو چارو وزارت لخوا نن سهار په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، مبارز د دغه وزارت د ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات له لوري د ننګرهار چارواكو ته ور وپېژندل شو او رسماً يې كار پيل كړ.
نوموړى شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د بلخ د امنيه قوماندان...
توسط mayar - - 30 وری 1398
د كورنيو چارو او ملي دفاع سرپرست وزيرانو او په افغانستان كې د ناټو عمومي قوماندان غزني ته سفر وكړ.
د دې ولايت د رسنيو دفتر كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، اسدالله خالد، مسعود اندرابي او جنرال سكاټ ميلر د امنيتي حالت او افغان سرتېرو د اړتياوو د ارزونې په هدف د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته غزني ته ورسېدل.
د...