slideshow, كورني خبرونه

د كابل په كلكان ولسوالۍ كې پر امنيتي ځواكونو وسله وال بريد شوی

توسط - د كابل په كلكان ولسوالۍ كې پر امنيتي ځواكونو وسله وال بريد شوی

د كابل په كلكان ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو پر دوو رېنجر موټرونو د وسله وال بريد له كبله درېيو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ ولسوال خواجه محمد حنيف كليد ته وويل، دا بريد تېره ورځ ناوخته د كلكان ولسوالۍ په بابوش كلي كې شوى دى. نوموړي زياته كړه، په دې پېښه كې يو امنيتي سرتېرى...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

هوايي بريدونو او چاودنو طرابلس ولړزاوه

توسط - هوايي بريدونو او چاودنو طرابلس ولړزاوه

د ليبيا په پايتخت طرابلس کې عيني شاهدان وايي، دغه ښار تېره شپه د سختو هوايي بريدونو او چاودنو شاهد و. دوی رويټرز خبري اژانس ته ويلي، يو شمېر الوتکې يې وليدلې، چې د طرابلس پر هوا يې پروازونه کول او له ۱۰ دقيقو وروسته يې يو شمېر سيمې بمبار کړې. د عيني شاهدانو په خبره، نن سهار بيا د يوې الوتکې د راتګ غږ...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په سريلانکا كې هممهاله چاودنو ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

توسط - په سريلانکا كې هممهاله چاودنو ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سريلانکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په پايتخت كولمبو او يو شمېر نورو ښارونو کې نن سهار هممهاله درنې چاودنې شوې دي. د سريلانکا پوليسو ويلي، په دې چاودنو کې دوه کليساګانې هم په نښه شوې دي. د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې، په کولمبو کې بيا د دغو چاودنو هدف دوه هوټلونه وو. روغتيايي سرچينې وايي، په يادو چاودنو کې شاوخوا ۵۰ تنه...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د سوډان د پخواني حاکم ګوند يو شمېر مشران نيول شوي

توسط - د سوډان د پخواني حاکم ګوند يو شمېر مشران نيول شوي

د سوډان رسنۍ په دې هېواد کې د پخواني حاکم ګوند ملي کنګرې د يو شمېر مشرانو د نيولو خبر ورکوي. د راپورونو له مخې، د سوډان د اطلاعاتو پوځي ادارې، د ملي کنګرې ګوند مشر احمد هارون، د پخواني جمهور رئيس عمر البشير لومړی مرستيال علي عثمان طاها، د هغه سکرتر عوض الجاز او د سوډان د اسلامي جنبش عمومي منشي الزبير احمد...

slideshow, كورني خبرونه

د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت د شنبې ورځې د بريد تلفات زيات شول

توسط - د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت د شنبې ورځې د بريد تلفات زيات شول

د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت د شنبې ورځې د بريد ملكي تلفات زيات شول. پرون له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۰ دقيقې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت ته څېرمه چاودنه شوه او وروسته وسله والو بريد كوونكو له امنيتي ځواكونو سره شاوخوا پنځه ساعته جګړه وكړه. د كورنيو چارو وزارت تېر مازديګر وويل، په دې پېښه كې څلور بريد كوونكي،...

slideshow, كورني خبرونه

ارګ او سپېدار د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت بريد وغانده

توسط - ارګ او سپېدار د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت بريد وغانده

ارګ او اجرائيه رياست د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت د تېرې ورځې بريد غندلى او هغه يې وحشيانه او د اخلاقي او بشري حقونو د موازينو خلاف بللى دى. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دا ډول وحشي کړنې نه يوازې پرمختګ او لوړو هدفونو ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو د ارمانونو په وړاندې خنډ نه شي واقع کېدی،...

slideshow, كورني خبرونه

محب: د امنيتي ځواکونو له اعاشې غلا كوونكي د هېواد دښمنان دي

توسط - محب: د امنيتي ځواکونو له اعاشې غلا كوونكي د هېواد دښمنان دي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب افغان ځواكونه ماتې نه منونكي بولي او وايي، هغوی، چې د امنيتي ځواکونو له اعاشې غلا کوي، د هېواد دښمنان دي. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ له غرمې وروسته په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د وينا په مهال وكړې. د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، محب افغان ځواکونو ته ډاډ ورکړ، چې په امنيتي سکټور...

slideshow, كورني خبرونه

په خوست كې د سختو بارانونو او سېلابونو له كبله لسګونه کورونه زيانمن شوي

توسط - په خوست كې د سختو بارانونو او سېلابونو له كبله لسګونه کورونه زيانمن شوي

په خوست کې د تېرې شپې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتو له كبله لسګونه کورونه زيانمن شوي دي. يوازې د خوست ښار په لوېديځه برخه كې ۴۰ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او ۳۰ نور قسماً وران شوي دي. د خوست د والي وياند طالب منګل وايي، سېلابونو ځاني زيان نه دى اړولى. د منګل په خبره، د يادو کورونو اوسېدونکي په وخت...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: په پنجشېر كې به د اوبو پر مديريت کار وشي

توسط - جمهور رئيس غني: په پنجشېر كې به د اوبو پر مديريت کار وشي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، پنجشېر لوړ توريستي ظرفيت لري او په دغه ولايت کې به د اوبو پر مديريت کار وشي. هغه دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د پنجشېر د ولايتي شورا له غړو سره د ليدنې په مهال وكړه. جمهور رئيس غني وويل، د پنجشېر د انکشاف او صنعتي کېدو لپاره عملي برنامې شته، چې له برېښنا سره د دې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د الجزاير اوسېدونكو يو ځل بيا لاريون وكړ

توسط - د الجزاير اوسېدونكو يو ځل بيا لاريون وكړ

د الجزاير اوسېدونكو د پرله پسې نهمې جمعې لپاره د هېواد د اوسني وضعيت په اعتراض كې لاريون وكړ. د راپورونو له مخې، زرګونه اعتراض كوونكي پرون يو ځل بيا د الجزاير په پايتخت الجزيره كې لارو او كوڅو ته را ووتل او د هېواد د سياسي نظام د ټولو شخصيتونو د ګوښه كولو غوښتونكي شول. كه څه هم عبدالعزيز بوتفليقه د روانې ميلادي مياشتې...