توسط mayar -
د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د ۲۰۱۹م ميلادي کال د نړيوال جام سياليو ته خپله ۱۵ كسيزه لوبډله اعلان كړه.
د دغو يو ورځنيو سياليو لپاره په اعلان شوې افغان لوبډله كې ګلبدين نايب، محمد شهزاد، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، نجيب ځدراڼ، سميع الله شينواری، محمد نبي، راشد خان، دولت ځدراڼ، افتاب...
توسط mayar -
روسيه وايي، د اوکراين د جمهوري رياست په دوهم پړاو ټاکنو کې د کومېډين ولوديمير زېلېنسکي بريا ښيي، چې د اوکراين ملت د بدلون په لټه کې دی.
د اوکراين د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاكنو لومړنۍ پايلې ښيي، چې زېلېنسکي په غوڅه توګه بريا ترلاسه کړې او د ټاکنو کابو ۷۳ په سلو کې رايې يې ګټلي او يوازې په سلو کې...
توسط mayar -
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د تړلو دروازو تر شا د ۱۵ ايراني سازمانونو له مشرانو سره په خبرو کې ويلي، واشنګټن پر تهران د هېڅ ډول پوځي بريد پلان نه لري.
د دې ناستې يو شمېر سرچينو رسنيو ته په ډاګه كړې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير هڅه کوله له ايرانۍ مجاهدين خلق ډلې، چې د سپينې ماڼۍ د...
توسط mayar -
له سريلانکا وروستي راپورونه وايي، په دغه هېواد کې د پرونيو شاوخوا ۱۵ چاودنو د وژل شوو كسانو شمېر ۲۹۰ او د ټپيانو ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.
سريلانکايي چارواکو ويلي، دا چاودنې داسې مهال رامنځته شوې، چې ټاکل شوې وه په راتلونکو څو ورځو کې هلته د ګواښونو د څېړلو په تړاو د ملي امنيت شورا ناسته جوړه شي.
د دوی په وينا، ترهګرو...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کابل سيند بايد له پغمانه تر غارو تنګي پورې پاک او استنادي دېوالونه يې هم جوړ شي.
نوموړي دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې د ده په مشرۍ د کابل سيند د مديريت او په کابل ښار کې د وروستيو سېلابونو د زيانونو ارزونې په اړه جوړې شوې غونډې ته وكړه.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر...
توسط mayar -
طالبان وايي، له امريکايي مركچي پلاوي سره په راتلونكې غونډه كې يوازې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو پر وتلو خبرې كوي.
په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي، په تېرو غونډو کې طالبان او امريکا د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر يو لړ هوکړو ته رسېدلي، خو ځينې جزيات د بحث وړ دي.
د...
توسط mayar -
څو ورځې وروسته له دې، چې امريكا د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواكونه يوه تروريستي ډله اعلان كړه، د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د ياد ځواك لپاره نوى قوماندان وټاكه.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، خامنه يي د يكشنبې په ورځ د جنرال محمد علي جعفري پر ځاى جنرال حسن سلامي د سپاه پاسدارانو...
توسط mayar -
په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر په دغه هېواد د ناټو سرتېرو په وروستيو عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې پر رامنځته كېدو خواشيني څرګنده كړه او د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي په هدف يې د يادو سرتېرو پر ژمنې ټينګار وكړ.
ده تېره ورځ له غرمې وروسته په سپېدار ماڼۍ كې له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره...
توسط mayar -
د سريلانكا په پايتخت كولمبو او يو شمېر نورو ښارونو كې نن سهار تر پرله پسې شپږو چاودنو وروسته په كولمبو كې دوه نورې چاودنې هم شوې دي.
ويل كېږي دغو چاودنو كليساګانې او هوټلونه په نښه كړي دي.
د راپورونو له مخې، په پېښو كې لږ تر لږه ۱۵۶ تنه وژل شوي او له ۴۰۰ زيات نور ټپيان دي.
د يادو چاودنو مسووليت تراوسه كومې...
توسط mayar -
کلید ګروپ دا ځل د بدني روزنې یا سپورټ په برخه کې څېړنې کړې دي او دا یې په کې موندلي چې د هېواد د بدني روزنې ریاست مسوولین د ملي ټیم د غړو د پېژندنې لپاره کوم ځانګړی ډیټابس نه لري.
موندنې ښیي چې د ملي ټیم هغه غړي چې دوی ته د اړوندو فدراسیونونو له لوري ور پېژندل کېږي په کې د...