slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ټرمپ ښايي په جون مياشت کې لندن ته لاړ شي

توسط - ټرمپ ښايي په جون مياشت کې لندن ته لاړ شي

انګليسي رسنۍ وايي، ښايي د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د راتلونكې جون مياشتې په لومړيو کې لندن ته سفر وکړي. د سرچينو په خبره، د انګلستان ملکې ټرمپ ته لندن ته د سفر د بلنې په تړاو ليک لېږلی او ټاکل شوې په راتلونکو دوو ورځو کې د نوموړي د سفر دقيقه نېټه په ډاګه شي. د راپورونو له مخې، د انګلستان د لومړۍ...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

مسکو: داعش ډله اوس هم په سوريه کې فعاله ده

توسط - مسکو: داعش ډله اوس هم په سوريه کې فعاله ده

د روسيې مرستيال دفاع وزير الکساندر فومين وايي، که څه هم واشنګټن داعش ډله په سوريه کې ماتې خوړلې اعلان کړې، خو اوس هم د فرات رود په ختيځو څنډو کې وضعيت نه دی ارام شوی. ده له يوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، د امريکا له لوري په سوريه کې د داعش ډلې د له منځه وړلو اعلان واقعيت نه لري. فومين...

slideshow, كورني خبرونه

په لوګر او كابل كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكي نيول شوي

توسط - په لوګر او كابل كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكي نيول شوي

له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو په لوګر او كابل ولايتونو كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكو ونيول. د كورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، يادو پوليسو تېره شپه د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ په کافر دره سيمه کې د عملياتو په مهال ۷۹۰ کيلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه كړل. په خبرپاڼه كې راغلي، په يادو عملياتو كې درې وسله...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل کړ

توسط - خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمه ييزو او اروپايي هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل كړى دى. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، خليلزاد به د دې سفر په ترڅ كې، چې د اپرېل مياشتې له ۲۱مې د مې مياشتې تر ۱۱مې نېټې دوام كوي، افغانستان، هند، پاكستان، قطر، روسيې او...

slideshow, كورني خبرونه

کليمزی: تېره مياشت په غزني کې ۳۰۰ طالبانو او ۵۱ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - کليمزی: تېره مياشت په غزني کې ۳۰۰ طالبانو او ۵۱ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني والي وحيدالله كليمزى وايي، افغان او بهرنيو ځواكونو په تېره وري مياشت كې په دې ولايت كې ۱۰۰ هوايي او كومانډويي عملياتونه ترسره كړي، چې له كبله يې د ځينو قوماندانانو او مهمو غړو په ګډون له ۳۰۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دى زياتوي، دا عملياتونه د غزني په مركز او ۱۱ ولسواليو كې د طالبانو پر...

slideshow, كورني خبرونه

په هلمند كې د پوليو ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

توسط - په هلمند كې د پوليو ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

د هلمند د عامې روغتيا رياست وايي، تازه د دغه ولايت په واشېر او سنګين ولسواليو كې د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د هلمند د عامې روغتيا رئيس عبدالاحد حازم كليد ته وويل، هلته د ناامنۍ له كبله د پوليو په ضد د واكسين له هر كمپاين څخه ګڼ شمېر ماشومان بې برخې پاتې كېږي. كه څه هم افغان...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله: د ناسم مديريت له كبله د دوحې غونډه لغوه شوه

توسط - عبدالله: د ناسم مديريت له كبله د دوحې غونډه لغوه شوه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، په قطر كې د بين الافغاني خبرو لپاره رامنځته شوى فرصت د ناسم مديريت له كبله له لاسه ووت. نوموړي نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، د دوحې د غونډې پر لغوه كېدو او د طالبانو له لوري د جګړې پر اعلانېدو سربېره هم افغانان د سولې ملاتړي او چمتو دي، چې د سولې...

slideshow, كورني خبرونه

تېر كال د افغانستان په ۵۷ ولسواليو كې څارنوالۍ بېرته فعالې شوې

توسط - تېر كال د افغانستان په ۵۷ ولسواليو كې څارنوالۍ بېرته فعالې شوې

لويه څارنوالي وايي، په تېر ۱۳۹۷يم لمريز كال كې يې په هغو ۵۷ ولسواليو كې يې څارنوالۍ بېرته فعالې كړي، چې له اتو تر ۱۲ كلونو په كې څارنوالانو حضور نه درلود. لوى څارنوال محمد فريد حميدي نن ملت ته د حكومت د حساب وركولو په غونډه كې وويل، دمګړۍ د هېواد په ۷۸ فيصده سيمو كې څارنوالان موجود دي. ده زياته كړه، لويه څارنوالي...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې د داعش ډلې له منګولو ۲۴ ملكي وګړي وژغورل شول

توسط - په ننګرهار كې د داعش ډلې له منګولو ۲۴ ملكي وګړي وژغورل شول

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې له لوري ۲۴ برمته شوي ولسي وګړي وژغورل شول. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، داعشيانو نن سهار د چپرهار ولسوالۍ په سلوزو سيمه کې ۲۴ قومي مخور برمته كړي وو، چې افغان ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د داعش ډلې له منګولو وژغورل. د نوموړي په خبره، د...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان تښتېدلي

توسط - په غزني كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان تښتېدلي

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې د افغان ځانګړو ځواكونو د عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان په تېښته بريالي شوي دي. د غزني د والي د وياند محمد عارف نوري په خبره، دا عمليات تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په ليليزي، فتح الله او والي كلا سيمو كې ترسره...