توسط mayar - - 4 غویی 1398
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د بين الافغاني خبرو لپاره جدي اقدام نه دی شوی.
خليلزاد پرون د امريکا په سفارت کې د وېډيويي کنفرانس له لارې له ځوانو مشرانو سره په خبرو کې ويلي، د دې وخت را رسېدلی چې نور جګړه پای ته ورسېږي...
توسط mayar - - 4 غویی 1398
د نړيوال جام لپاره د افغانستان ټاکل شوې کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افريقا له مخې پر ودې يا ايمرجېنګ لوبډلې سره دوې يو ورځنۍ لوبې لري.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو تر منځ درې لوبې ترسره شي، خو د دې لړۍ لومړۍ لوبه چې ټاکل شوې وه د سې شنبې په ورځ ترسره شي، د باران د اورښت له کبله لغوه شوه.
ټاکل شوې...
توسط mayar - - 4 غویی 1398
جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چمتو دی چې په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانېزي.
جمهور رييس غني چې پرون يې د ولسي جرګې له نوو غړي سره په تعارفي ليدنه کې خبرې کولې وویل، ملي شورا به ډېر ژر پرانېزي. هغه ټينګار وکړ چې د ملت کور به د کشمکشونو ځای نه وي او هره ستونزه چې وي بايد به ګډه...
توسط mayar - - 3 غویی 1398
په داسې حال كې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمه ييزو او اروپايي هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل كړى، د سولې عالي شورا هيله څرګندوي، چې د نوموړي دا سفر د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو او اوربند په برخو كې له لاسته راوړنو ډك واوسي.
د امريكا د...
توسط mayar - - 3 غویی 1398
د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا غړي وايي، د ملي يووالي حكومت د خپل غيرې مسوولانه دريځ له كبله د قطر غونډې د لغوه كېدو سبب شوى دى.
د دې شورا رئيس ګل رحمان قاضي نن په يوه غونډه كې افغان حكومت د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو تورن كړ او ويې ويل، د ملي يووالي حكومت د دوحې غونډه سبوتاژ...
توسط mayar - - 3 غویی 1398
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په هېواد كې ۱۱۲۱۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه كمېسيون رئيسې سيما سمر نن يوې خبري غونډې ته د ملكي مرګ ژوبلې په اړه د خپل كلني راپور د وړاندې كولو په مهال وويل، تېر كال په بېلابېلو پېښو كې ۳۰۳۲ ملكي وګړي وژل شوي او ۸۱۸۰...
توسط mayar - - 3 غویی 1398
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د كندهار د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.
د دغه كمېسيون د خبرپاڼې پر بنسټ، چې نن يې خپره كړې، سيد مقتدا ميران، محمود خان نصرت، روح الله خانزاده، سيد احمد خادم، ګل احمد کمين، سيد احمد سېلاب، خليل احمد مجاهد، محمد عارف نورزي، فرېبا احمدي کاکړ، ملالۍ اسحاقزۍ او پروين نامه په دغه ولايت كې تر نورو...
توسط mayar - - 3 غویی 1398
په غزني كې تېره شپه د افغان او بهرنيو ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا عمليات د غزني د مركز او اندړو، ناوې، ده يك، ګيلان او آب بند ولسواليو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د ده په وينا، په دې عملياتو كې...
توسط mayar - - 3 غویی 1398
په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر وايي، د جګړې دوام د افغان ستونزې د حل لاره نه ده او هغه بايد د افغانستان د حكومت په رهبرۍ او مالكيت د مخامخ خبرو په وسيله حل شي.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د سولې عالي شورا د دارالانشاء له رئيس، د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو...
توسط mayar - - 3 غویی 1398
روسيې د سوريې د ادليب ولايت په شاوخوا سيمو کې د النصره جبهې پر مهمو سنګرونو ۱۸ هوايي بريدونه کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ، روسي الوتکو نن سهار د پرله سې هوايي بريدونو په لړ کې د دې جبهې يو شمېر سنګرونه ويجاړ کړل.
يوې پوځي سرچينې ويلي، د روسيې پلټونکو الوتکو هغه وخت د النصره جبهې وسله وال وليدل، چې غوښتل يې يو...