توسط mayar -
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د پنجشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې په كابل كې د ايران له سفير محمد رضا بهرامي سره وکتل.
د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، بهرامي وويل، هېواد يې د افغانانو په مشرۍ، کنټرول او مالکيت د سولې د بهير ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه كې راغلي، دواړو خواوو د افغانانو په مشرۍ او...
توسط mayar -
په كابل كې د هند سفير وينې كومار وايي، جګړه د حل لاره نه ده او افغان ستونزه بايد د افغانستان د حكومت په رهبرۍ او مالكيت د مستقيمو مذاكراتو په وسيله حل شي.
ده دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د سولې عالي شورا د دارالانشاء له رئيس، د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس له ځانګړي...
توسط mayar -
په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي يماموتو تېره ورځ له غرمې وروسته د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو د رهبر له سياسي مرستيال او د هغوى د سياسي دفتر له رئيس ملا عبدالغني برادر سره كتلي دي.
طالبانو تېره شپه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، دواړه لوري د مذاکراتو پر روان بهير، ملکي تلفاتو...
توسط mayar -
ټاكل شوې نن د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور كې پرانيستل شي.
مخكې د ملي يووالي حكومت ټينګار كړى و، چې پارلمان به له نوو غړو سره پرانېزي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون تراوسه د كابل په ګډون د شپږو ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې نه دي اعلان كړې.
د ولسي جرګې ټاكنې د تېر...
توسط mayar -
کلید ګروپ د خپلو څېړنیزو راپورونو په لړ کې دا ځل د کابل ښار په افشارو سیمه کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په ښارګوټي کې د ستونزو او اصلاحي پلان د رامنځته کېدو په اړه څېړنې کړې دي.
کليد ته داسې شکايتونه رسېدلي، یو شمېر هغه کسانو چې په دغه ښارګوټي کې ځمکې اخیستې او د دغه ځمکو سندونه هم په لاس...
توسط mayar -
د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون پخوانى رئيس وايي، د ټاكنو په قانون كې تعديل د ټاكنيزو كمېسيونونو د كمزورۍ لامل شو او د دغه كمېسيونونو په چارو كې د لاسوهنو لپاره يې هم لاره خلاصه كړه.
عبدالعزيزآريايي چې دوسيه يې د دغه كمېسيون او ټاكنو د كمېسيون له نورو كمېشنرانو سره يو ځاى په لويه څارنوالۍ كې ترڅېړنو لاندې ده، له كليد سره په...
توسط mayar -
د افغانستان لپاره د امريکا په مرستو د دې هېواد ځانګړی سرمفتش وايي، سپينه ماڼۍ دې په افغانستان کې د لګولو پیسو په اړه امریکايي وګړو ته د حساب ورکولو لار پرانیزي.
جان سوپکو وايي د افغانستان جګړه او په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو حضور د امریکا لپاره په لوړه بیه تمام شوی دی او د امریکايي وګړو میلیاردونه ډالر هلته لګول...
توسط mayar -
اروپايي هېوادونه وايي، په افغانستان کې د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
د برېتانیا د حکومت د اړیکو اداره د ناستې جزيات خپاره کړي دي چې د اروپايي مشرانو او زلمي خليلزاد تر منځ ترسره شوې.
د خبرپاڼې له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، د برېتانیا، ايټالیا، فرانسې، ناروې، جرمني او اروپايي ټولنې له ځانګړو استازو...
توسط mayar -
د روسیې، امریکا او چین استازي به نن په مسکو کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه غونډه وکړي.
رشه ټوډې وايي چې د درېيو هیوادونو استازي به هڅه وکړي چې طالبان له افغان سیاستوالو او د مدني ټولنې له استازو سره خبرو ته وهڅوي.
رشه ټوډې د افغانستان د حکومت یادونه نه ده کړې.
روسیه، چې ادعا کېږي په وروستیو کلونو کې د...
توسط mayar -
داعش ډلې د سریلانکا د یکشنبې ورځې د خونړیو چاودنو پړه پر غاړه واخیسته.
په دې چاودنو کې چې په پلازمېنه کلمبو او يو شمېر نورو ښارونو کې پر کلیساوو او عصري هوټلونو وشوې، د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ تنو زیات شوی او شاوخوا ۵۰۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
په داعش پورې تړلي اعماق خبري اژانس پرون وویل، هغه ځانوژونکي بريدونه...