توسط mayar -
د قزاقستان په كوربه توب د سوريې د سولې دوه ورځنۍ غونډه، چې په كې د ايران، روسيې او تركيې استازو ګډون درلود، د جمعې په ورځ له كوم ځانګړي پرمختګ پرته پاى ته ورسېده.
په پام كې وه د غونډې ګډونوال د سوريې د اساسي قانون كمېټې د جوړولو په اړه پرېكړه وكړي، خو په دې برخه كې پايله ترلاسه نه شوه او...
توسط mayar -
د ملي دفاع وزارت د وسله والو طالبانو له شتونه د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ د ټولو سيمو د پاكولو خبر وركوي.
د ياد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې د شمېر له وړاندې كولو پرته راغلي، تېره شپه په دې ولسوالۍ كې د طالبانو وروستۍ ډله له منځه يووړل شوه.
د ملي دفاع وزارت وايي، د بالامرغاب ولسوالۍ لپاره نوى ولسوال او امنيه...
توسط mayar -
د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، ټاكل شوې يو ځانګړى پلاوى د ننګرهار د امنيتي حالت د ارزولو لپاره دغه ولايت ته سفر وكړي.
ده دا خبره تېر مازديګر په كابل كې د ننګرهار له يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، محب ننګرهار د هېواد له ستراتېژيکو سيمو څخه...
توسط mayar -
پخواني جمهور رئيس حامد كرزي په مسكو كې د روسيې، امريكا او چين پر درې اړخيزې غونډې او د افغانستان د سولې بهير په اړه يوه ګډ نظر ته د دوى پر رسېدو خوښي څرګنده كړې ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دې غونډې ګډونوالو، چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، د يوې ګډې...
توسط mayar -
مشرانو جرګې په خپلې لومړۍ كاري ورځ د دې جرګې اداري پلاوى وټاكه.
د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره تېره ورځ د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه او د اساسي قانون پر بنسټ، د يادې شورا له پرانيستو وروسته د مشرانو جرګې غړو خپل اداري پلاوى وټاكه.
د مشرانو جرګې د رياست لپاره فضل الهادي مسلميار او شهزاده مصطفى ظاهر كانديدان...
توسط mayar -
د بښنې نړيوال سازمان اعلان كړى، چې د سوريې په رقه ښار كې د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو په هوايي بريدونو او جګړو كې له ۱۶۰۰ زيات ملكي وګړي وژل شوي دي.
دې سازمان پرون د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، دا هوايي بريدونه او جګړې د ۲۰۱۷م ميلادي كال له جون څخه تر اكټوبر مياشتې پورې شوي، چې له كبله...
توسط mayar -
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې په لوګر كې د عملياتو په مهال شپږ وسله وال طالبان وژلي دي.
دغه رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات په خروار ولسوالۍ كې د طالبانو د چاودېدونكو توكو پر يوه لوى زېرمتون ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې څه باندې ۱۶ ټنه چاودېدونكي توكي او نور مهمات هم...
توسط mayar -
د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره نن د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور كې پرانيستل شوه او وكيلانو د لوړې مراسم پر ځاى كړل.
جمهور رئيس غني په دې پرانيستغونډه كې وويل، د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره بايد شپږ مياشتې وړاندې پرانيستل شوې واى، خو د ټاكنو د پخواني خپلواك كمېسيون د ځينو مسوولينو د بې كفايتۍ له كبله د ولسي...
توسط mayar -
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ميدان وردګ،كندوز او بغلان ولايتونو او د كوچيانو حوزې د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.
د دغه كمېسيون د خبرپاڼې له مخې، چې نن يې خپره كړې، عبدالاحمد دراني، عبدالرحمن وردګ، محمد مهدي راسخ، حليمه عسکري او حميده اکبري له ميدان وردګ، عبدالروف ابراهيمي، کمال صافی، شاه خان شېرزاد، محمدالدين همدرد، محمدالله بتاش، محمد عمر خان، فضل...
توسط mayar -
په زابل كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۵۳ بنديان خوشې شوي دي.
د ملي دفاع وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات د داى چوپان ولسوالۍ په مربوطاتو كې ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې د ملي اردو ۳۲ منسوبين، اته ملي او سيمه ييز پوليس، څلور كومانډو سرتېري، يو...