توسط mayar -
پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى وايي، په اوسنيو شرايطو كې د سولې مشورتي لويې جرګې جوړېدل د خلكو په ګټه نه دي او بايد وځنډول او د سولې هوكړې له ترلاسه كېدو وروسته جوړه شي.
د هغه مطبوعاتي دفتر تېر ماښام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د سولې مشورتي لويې جرګې په اړه اجماع موجوده نه ده او سربېره پر دې په...
توسط mayar -
د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين په امريکا کې د روسۍ ماريا بوتينا د زنداني کېدو په غبرګون کې د هغې محاکمه ملنډې وهونکې بللې ده.
پر مېرمن بوتينا د جاسوسۍ تور لګول شوى دى.
خو پوتين ويلي، معلومه نه ده، چې بالاخره هغه په کوم جرم محکومه شوې او ګناه يې څه وه.
ده زياته كړې، امريكايي څارنوالانو څه نه دي موندلي او د مېرمن...
توسط mayar -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېر ماښام په ارګ كې جمهور رئيس محمد اشرف غني او ځينو نورو حکومتي چارواکو ته د سولې پروسې په اړه د خپلو راتلونکو سفرونو او برنامو په تړاو معلومات ورکړل.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه كې دواړو لورو يو ځل...
توسط mayar -
نن د ثور يا غويي مياشتې اتمه نېټه په افغانستان کې پر پخواني شوروي اتحاد د متکي رژيم په وړاندې د افغان مجاهدينو د بريا له ورځې سره برابره ده.
افغانستان ته د پخواني شوري اتحاد د سرو لښکرو راتګ د دغه هېواد په تاريخ کې يو تور او له کړاوونو ډک باب دى.
د ببرک کارمل په ملتيا د دې لښکرو يرغل د افغانستان...
توسط mayar -
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د باعزته سولې پر ملاتړ او د هېواد د اردو او ۱۸ كلنو لاسته راوړنو پر ساتنې ټينګار وكړ.
هغه نن په يو لړ مراسمو كې، چې په زابل كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه د ۵۳ كسانو د خوشې كېدو په مناسبت جوړ شوي وو وويل، د ملي دفاع وزارت رهبري به د دولت...
توسط mayar -
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف وايي، د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ نه غواړي له ايران سره جګړې ته داخل شي، خو ځينې هڅه كوي نوموړى له دغه هېواد سره په جګړه كې ښكېل كړي.
د امريكا فاكس نيوز خبري شبكې د ظريف له قوله راپور وركړى، بي ډله، چې په كې بولټن، بن سلمان، بن زايد او بنيامين نتنياهو...
توسط mayar -
د ننګرهار د ملي امنيت رياست ځانګړو ځواكونو په دې ولايت كې په تېرو دوو مياشتو كې د عملياتو په مهال ۵۴ طالب او داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن يوې خبري غونډې ته وويل، عمليات كوونكي ځواكونه توانېدلي په ياده موده كې په مركز جلال اباد ښار او د ننګرهار په ۱۰ ولسواليو كې د...
توسط mayar -
د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د يوې څېړنې لومړنۍ پايلې ښيي، چې افغان مېرمنې د سولې بهير په ټولو برخو كې د خپل معنا لرونكي حضور غوښتونكې دي.
د دغه كمېسيون رئيسې سيما سمر، چې نن يې په يوه خبري غونډه كې د ښځو، سولې او امنيت په اړه د خپلې څېړنې لومړنۍ پايلې له رسنيو سره شريكولې وويل، افغان مېرمنې سربېره پر دې...
توسط mayar -
د کابل - جلال اباد لويې لارې د امنيت ټينګولو په هدف نن سهار د افغان ګډو امنيتي ځواکونو تصفيوي عمليات پيل شول.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، د دغو عملياتو مشري د ملي اردو ځواکونه پر غاړه لري.
نوموړي زياته كړه، په دې عملياتو کې ملي او سيمه ييز پوليس او د ملي امنيت سرتېري د ملي اردو ځواكونو...
توسط mayar -
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت هوايي ځواكونو په هلمند كې د عثمان په نوم د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان وژلى دى.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، دا هوايي بريد تېره ورځ د نهر سراج ولسوالۍ په سپين مسجد سيمه کې ترسره شوى دى.
په خبرپاڼه كې راغلي، د بهرنيو ځواكونو...