توسط mayar -
په داسې حال كې، چې افغانانو تمه لرله، چې وسله وال طالبان به د روژې په مباركې مياشت او د كوچني اختر په ورځو كې اوربند اعلان كړي، خو د دې ډلې رهبر هبت الله اخوندزاده نن د كوچني اختر په مناسبت د خپلې مباركۍ په پيغام كې ويلي، هېڅوك دې دا هيله نه لري، چې خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې دې...
توسط mayar -
د غزني ولايتي چارواكي په دغه ولايت كې د ۲۴ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، ياد شمېر طالبان تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په عبدالله ګل او لېونۍ بازار سيمو كې د افغان ځواكونو په ځمكنيو او د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو كې ووژل شول.
د ده په وينا، طالبانو پلان...
توسط mayar -
د كابل امنيه قوماندانۍ د كوچني اختر په ورځو كې د پټاقيو او پلاستيكي وسلو پېر او پلور، له هغو ګټه اخيستنه او د خوښۍ ډزې منع اعلان كړې.
دې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د كابل پوليسو ته دنده سپارل شوې، چې د پټاقيو او پلاستيكي وسلو د پېر او پلور، ترې د ګټې اخيستنې او د خوښۍ ډزو، چې...
توسط mayar -
د جګړو د زياتېدو له كبله په تېره يوه مياشت كې د سوريې په ادليب ولايت كې ۹۴۸ تنه وژل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې تېره ورځ ويلي، چې د قربانيانو نېږدې يو پر درېيمه برخه ملكي وګړي دي.
د سرچينې په خبره، په ياده موده كې په ادليب ولايت كې د ۶۷ ماشومانو په ګډون ۲۸۸ ملکي...
توسط mayar -
د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مېركل د جمعې په ورځ په برلين كې د امريكا د بهرنيو چارو له وزير مايك پمپيو سره وكتل.
د راپورونو پر بنسټ، دواړو خواوو په دې ليدنه كې د ايران، سوريې او ليبيا په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وكړ.
مېركل تر يادې ليدنې وړاندې خبريالانو ته ويلي و، چې د ايران مسئله به يې له پمپيو سره د...
توسط mayar -
د انډونيزيا د بهرنيو چارو وزيره ريتنو مارسوديا وايي، هېواد يې چمتو دى، چې د افغانستان د سولې په اړه د يوه ډيالوګ، د سولې لپاره د افغان او انډونيزيايي مېرمنو د ګډ کنفرانس او د ديني عالمانو د بلې ناستې کوربه توب وكړي.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون له...
توسط mayar -
د پاكستان لومړي وزير عمران خان ژمنه وكړه، چې د دغه هېواد له هوايي حريمه هند ته د افغانستان د الوتكو د الوتنو د منعې ستونزې حل ته به پاملرنه وكړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، عمران خان دا ژمنه تېره ورځ د سعودي عربستان په مكې مكرمې ښار كې د اسلامي همکاريو سازمان د مشرانو د ۱۴مې غونډې په څنډه کې له...
توسط mayar -
ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د اسټراليا د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
دغه لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو د انګلستان په بريسټول ښار كې پيل شي.
دا دوهم ځل دى، چې افغان لوبډله د كركټ د يو ورځنيو لوبو...
توسط mayar -
د غور ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، افغان ځواكونو تېره شپه په شهرك ولسوالۍ كې د طالبانو د سوق او ادارې پر مركز بريد وكړ او درنه مرګ ژوبله يې ور واړوله.
د ده په وينا، په دغه بريد كې، چې افغان هوايي او...
توسط mayar -
يو شمېر مدني فعالان او د كابل د لوېديځ اوسېدونكي په هېواد كې د سرپرست حكومت پر رامنځته كېدو په ټينګار سره د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يووالي حكومت د كار دوام غيرې قانوني بولي.
مدني فعال سخي بهزاد نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د ملي يووالي حكومت په تېرو پنځو كلونو كې د پام وړ لاسته...